انجنیر عبدالصبور ساپی

استخباراتي جګره او دسولې خوبونه!

دوهم او روستۍ برخه

په لمړۍ برخه کې مو په اړینو موضوعاتولکه استخباراتي جګړه او دهغه په مهارکې له تکنالوژي نه ګټه اخیستل ملی امنیت غښتلي کول او طالبان دې ته اَړّول چې د افغانستان اسلامي جمهوریت په رسمیت وپېژني او له بې ځایه خېزکواو ترپکونه په هوش راشي، د ملي ځواکونو مورال لوړول او یو شمېر نور اَړّین مسایل و څېړل اوس راځو د بحث بل اړخته چې څنګه کولی شوپدې بغرنجه شرایطوکې جګړه پای ته ورسېږي آیا پاکستان سولې ته رېښتینی نیت لري، که لري نوبیا سولې ته خڼډونه څه دي!

پاکستان او د سولې سره ئې لوبې:

د سردارمحمد داوود خان د جمهوریت له راتلوسره سم د پاکستان لاس وهنې د افغانستان په چاروکې شروع بیا د جهاد په وقت کې خپل اوج ته ورسېدې د ۱۳۷۱ل کال د غوئي دمیاشتې په ۸مه نېټه دمجاهدینو د قدرت ته رسېدوسره سم پاکستاني استخباراتو د افغانستان په دولتی بڼڅټو او آن ولسمشرۍ ماڼۍ کې خورا برلاسی ترلاسه کړ، د آی اِس آی پخوانی مشرجنرال حمید ګل چې دافغانستان په ورانولوکې سترنوم لري د ښاغلي برهان الدین رباني سترسلاکار وټاکال شو، دې سره سم حمیدګل د خپلو لاسپوڅو په مټ د افغانستان د بنیادو په ورانولوئې پیل وکړ، کوم هغه څه چې جنرال اخترعبدالرحمن د اَی اِس اَی پخواني رئيس ویلي ول چې «کابل باید اورواخلي»،  دغه مشهوره کرښه یاجمله به جنرال اخترپه هرجلسه کې د اوه تنظیم مشرانوته په وار وار ویله ترڅو دوۍ په اصطلاح خپلو ایماني او وجداني دندوته متوجه کاندي، لنډه دا چې کورني جنګوته لمن ووهل شوه، د امریکا له اشغال روسته دا لاس وهنه په یو نیابتي جګړې بدله شوه چې تراوسه هم په یو او بل شکل روانه ده، مګر هېڅکله پاکستان ندي ویلي چې ګواکې د افغانستان په جنګ کې ښکېل ده او یا لاسه وهنه کوي، اوس چې د سولې خبرې تودې دي پاکستان د خپلو ګټو ساتلو په خاطرله یوخوا د مرستې ترلاسه کولو لپاره امریکا ته غوړه مالي کوي او له بلې خوا ترورستي ډلې تجهیز او ترنیګ کوي بیا ئې افغانستان را لېږي، د طلوع نیوز د خَبَرپه اساس په همدې جولای میاشت کې ئې د لشکرطیبه او جیش محمد ډلې ۶۰۰ جنګیالي د ننګرهار په ولسوالیوکې ځای پرځای کړي، دا چې داکاردامریکاسره په همغږۍ کوي یاکه دومخې سیاست لوبوي کره نشو وېلی، پاکستاني استخبارات فکر کړي که طالبان په بشپړ ډول  قدرت ترلاسه نکړي او یا د پاکستان له اوامرو سرغړونې و کړي پاکستان به بیا له دغو قوتو نه د طالبانو په مقابل کې د خپلو ګټو لپاره جنګ په افغانستان کې جاري وساتي، کابل ته د پاکستاني جنرالانو او ملکي چارواکو پرلپسې تزویري سفرونه فقط د امریکا او د جهان نظراړول دي ترڅو خپل ځان دتروریزم ضد ثابت کړي که څه هم د پاکستان په کړنوکې هېڅ بدلون نده راغلی، هرکله چې پاکستاني چارواکي افغانستان ته راځي ورپسې سمدلاسه ترهګرې حملې او مرګ ژوبلې زیاتېږي د دغو سفرو د روستي کلو یوې لنډې کرونولوژي ته مختصره کتنه کوؤ:

۱-د ولسمشرپه بلنه د ۱۳۹۷ل کال د حمل په ۱۷مه نېټه د پاکستان صدراعظم خاقان عباسی کابل ته سفر کوي ترڅو د پاکستان او افغان دولت اړیکې جوړې شي۰

د خاقان عباسی د عودت سره سم د همدې کال د حمل په۲۱مه نېټه یعنې فقط ۴ ورځې روسته پاکستاني نظامیان د کنړ ولایت د سرکاڼو او داګام ولسوالیو باندې راکټونه وروي، د کنړ د والي  ویاند عبدالغنی مصمم په قول چې د آزادۍ رادیو ته ئې وکړې پاکستاني نظامیانو په ۲۴ساعتوکې ۴۳۰ توغندي یا راکټونه توغولي چې یوشمېر وطنوال شهیدان او زخمیان شوي دي۰

۲-د وخت ملي امنیت سلاکار ښاغلی حنیف اتمر د ۲۰۱۸م کال د مې دمیاشتی په۲۷مه نېټه په یو رسمي سفر پاکستان ته ځي او  پاکستاني نظامي مقاماتو سره په لاهورپڼډۍ کې د دواړو هېوادو په امنیتي اړیکو خبرې اترې ترسره کوي۰

 د ښاغلی اتمرله راستنېدو سره سم فقط ۳ ورځې روسته د ۲۰۱۸م کال د مې په ۳۰مه نېټه  یوه لس کسيزه مسلح ترهګره ډله  د زرهي موټروسره دکورنیو چارو وزارت په ودانۍ باندې حمله کوي چې شپږ کسه پولیس وژکېږي او ترهګر هم له منځه ځي حمله دوساعتوکې ترکنترول لاندې راځي۰

۳- د ۲۰۱۸م کال د جون د میاشتې په ۱۲مه نېټه د پاکستان لوی درستيز ښاغلی قمرجاوېدباجوا کابل ته سفرکوي بیاهم موضوع د سولې او د امنیت په هلکه ده۰

د جنرال قمرباجوا د سفرسره جوښت  د جون میاشتې په ۱۲مه نېټه ترهګر په غزني د فاریاب کوهستان ولسوالي او ارزګان باندې سختی حملې کوي چې کوهستان ولسوالی هم د څو ساعتولپاره تصرفَ وي او ولسوال ئې وژني۰

۴- د ۲۰۱۸م کال د جولای په لمړې نېټه ښاغلی ولسمشر ډاکتراشرف غني ننګرهارولایت ته سفرکوي۰

په همدې ورځ  د اهل هنود په غونډې باندې ځانمرګی برید کېږي چې ښاغلی اتارسنګ خالصه و ګڼ شمېر افغان هندووطنوال وژل کېږي، سره دې چې پاکستان ژمنې کړې وې چې له ترهګرو ملاتړنکوي۰

۵- د۲۰۱۹ کال د جون په ۲۶مه نېټه ډاکترمحمداشرف غني په یو دو ورځني سفر پاکستان ته ځي اوهلته د پاکستاني چارواکوسره په تجارت، تروریزم او سولې خبرې اترې کوي

د ډاکترغني له دورځني سفرروسته د ۲۰۱۹م کال د جولای په لمړۍ نېټه یعنی درې ورځې روسته د ملی دفاع وزارت د مهندسی او تدارکاتو ریاست باندې تروریستی حمله ترسره کېږي چې له ۵۰ کسوزیات شمیر زده کونکي زخمي او یوشمېروژل کېږي۰

۶- د ۲۰۲۰م کال د جون میاشتې په ۹مه نېټه  دپاکستان لوي درستیز جنرال قمرجاوېد باجوا کابل ته سفرکوي د سولې او یو شمېر نور موضوعاتو چې تراوسه کره معلومات نشته له ډاکتر غنی سره کتنه ترسره کوي۰

د قمرباجوا د ستنېدو درې ورځې روسته  د ۲۰۲۰ کال د جون  له ۱۳مه تر۲۰مه نېټې، طالبان په ۳۲ ولایاتو حملې ترسره کوي  چې دملی امنیت د ویاند په قول ۳۰۰ کسه سرتېري شهیدان ۵۰۰ زخمي او ۱۵۰ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوړي۰

دا حملې روسته د چارواکو د سفرونه د دې لپاره کېږي چې د خبروپایلې پاکستاني اړخته د خوند وړ دي، آیا هغه کسانوته چې افغانستان ته په داسې خصمانه سترګوګوري باید درناوی ورکوړو؟ آیا دغو کسانونه د سولې طمعه ولرو!؟ داکسان باید ادب شي ترڅو د نورو ژوندته ګواښ پېښولی  ونشي، د دوۍ ادب کول فقط د استخباراتي ارګانودنده ده، فرض کوؤ چې پاکستان هېڅ ترهګروسره لاس نلري! کومې ستونځې او ناورین چې پاکستان اقتصادی اوټولنيځه برخه کې د تورخم، سپین بولدک  او واګې بندروکې په افغان تجارانو اوعادي خلکو باندې راوړی او اعمالولويې  په سلهاو لارۍ تازه میوې په بندورو کې د بندخت له عمله خوسا کېږي کالي په لاریو بارپه ورځو ورځو د دتېرېدو اجازې ته انتظاروي عادی خلګواو ناروغانوتګ له کړاونوسره مل وي بیا دا د څه لپاره؟ معلومه ده چې پاکستان ستره دښمني له افغان ملت سره لري د دې ناورین کرونولوژي به نه سپړو، آیا د پاکستان دغسې کړنوته په کتوسره به څنګه دا قضاوت وکړو چې پاکستان د افغان سولې پروسې ته ژمن او صادق ده نو ځکه بهتردا ده چې افغانان د پاکستان سره فقط او فقط ورته چنلند ولري او سوک ته په سوک ځواب ورکړي۰

سولې ته ګواښونه :

ډاکترمحمداشرف غني له کومې ورځې چې قدرت ته ورسېده ټول کوښښونه ئې یوې واقعي سولې ته رسېدل ول چې د دې مقصد لپاره ئې پاکستان ته سفرونه وکړل امریکي مقامات ئې دې ته آماده کړل ترڅو سولې ته مخه کړي د دې کوښښو په نتیجه کې امریکا خپل استازی ښاغلی ډاکترزلمی خلیلزاد دسولې د خبرواترو لپاره وټاکه مګر نن ډاکتراشرف غنی ګرَم بلل کېږي چې دسولې مخنيوی کوي او سولې ته خڼډونه جوړوي آیا واقعاً همداسې ده؟

راخۍ لږڅه واقعیتونه وسپړو او تيرو کړنوته یونظرواچو چې د سولې راتګ لپاره څوک خڼډونه جوړوي او دا دخڼډجوړولو اصطلاح له کوم ځایه سرچينه اخلي!  په لمړي قدم کې پاکستان او ایران دی چې غواړي په څه نیرنګ ډاکترمحمداشرف غني بدنامه او له قدرته ګوښه کړي دهرې وسیلې نه استفاده کوي، چې یوئې همدا خبر ده (ډاکترغني سولې ته خڼډونه جوړه وي یا خڼډ ده) دایوه استخباراتي او تبلیغی شعارده تاسې خپله ورته زيرشۍ چې دا له کوموخُلو راوځي! کله چې ډاکترزلمی خلیلزاد د سولې د استازي په توګه وټاکل شو ټول خوشاله ول چې یو افغاني الاصله امریکایی دسولې لپاره ټاکل شوی خو ډېرژر دا هیلې نیمګړې پاتې شوې، دلته د ډاکترخلیلزاد خبره نده مونږ ویاړوچې یوافغان امریکا کې یو لوړ مقام اوموقف لري مګر دلته د سولې په هکله د امریکا د پالیسي خبره ده چې ښاغلی خلیلزاد ئې ماموریت مخته وړي معلومه خبر ده چې ښاغلی خلیلزاد د امریکا ګټوته کارکوي او د ده خپلې ګټې هم  د امریکا دخوشاله ساتولو سره تړاو لري دې هدف ته درسېدولپاره هرڅه ته تیارده، افغانان هم باید د دې ویاړ اوتوان ولري چې له خپلو ګټو نه په مېړانه دهرطاقت په مقابل کې دفاع وکړي؛ ولې بل ملامته وي ځانته هم باید نظر وکړي چې دی پخپله څه کوي او څه کولی شي!   د امریکا سولې پالیسي له لمړۍ ورځې ناقصه او دافغانستان په ګټه نه وه او نه ده، داځکه چې د ډاکترغني د سولې مُدَون تلاشونه هله د ناامیدۍ سره مخ شول چې ډاکتر خلیلزاد د سولې په هلکه خپلې ليدنې او کتنې له تېرو جنګسالارانو سره

چې ځنې ورته مطرح سیاسیون وائي شروع کړې،  کوم کسانو چې ترنن ورځ په افغانستان کې دنفاق بيچاره ګي بې وزلي، قومي، مذهبي، ژبني تعصباتوته لمن وهونکي، دچور، تالان ، غصب او قتلونو سترعاملین دي؛ دوۍ ته ئې ارجحیت او اتوریته ورکړه دا کسان ئې د افغانستان د دولت چې مشري ئې ډاکتراشرف غنی کوي په مقابل یو واحد صف کې ودرول، اصلي ناورين او د سولې د خبرو ناکامي له همدې ورځې او همدې کړنو پیل شوه، په کار دا وه چې امریکا خپلې ټولې خبرې صِرف او صِرف د افغانستان دولت سره شریکې کړې وای او د دولت مقام او موقف ته ئې درناوی لرلی،  دا بیا د افغان دولت دنده وه چې دچاسره ئې مشوره کوله او څوک ئې د سولې په مذاکراتوکې شاملوه، په دې صورت به ټول ټوپکماران جنګسلاران او په اصطلاح دا ټوپکي مطرح سیاسیون دولت سره په یو واحد صف کې درېدل ترڅو دسولې له ارزښتونه بې برخې پاتې نشي، مګر داسې ونشول نن هریو په سوله کې د خپل سهم او د برخې خبرې کوي،‍ د څوکۍ اومقام دعوې لري، ګلبدین حکمتیار وائي چې« زه هغه وخت سولې پروسه کې ګډون کوم چې د رسمي اپوزیسیون په حیث وپېژندل شم اوسوله کې هغه وخت برخه اخلم چې دا سوله واقعي وي» د ښاغلي ګلبدین له نظره واقعي سوله هغه ده چې دهٔ ته پکې برخه ورکړل شي که برخه نوي نوسوله نشته اونه واقعي ده، همداسې ډاکترعبدالله عبدالله او نورجمعیتیان آن د ټول ټاکو د لغوکولو او د موقت حکومت دعوې کولې ځکه داسې ویل کېدل چې د امریکا لخوا د موقت حکومت مشري به دوی ته سپارل کېږي، اوس که سهم ورنکړل شي دوۍ به څه څه کارونه ترسره کړي لا معلومه نده همدا ګړۍ د سولې هئیت باندې ناندرۍ روانې دي،  د امریکا پخواني سفیر ښاغلی «رونالډ نېومن» د امریکا غږ خبریال احمدالله ارچیوال سره په مرکه کې ویلي چې (د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمېنځ د څو میاشتو سیاسي ناندرۍ  چې لا هم روانې دي، د افغانستان حکومت ئې دومره کمزوری کړی چې سیمه ییزو دولتونو د خپلو موخو لپاره طالبانو ته مخه کړې ده،) مګرښاغلی نیومن دې ته اشاره ونکړه چې چا دغو ناندریوته زمینه برابره کړه، اوچا ګاوندیانوته دا مفکوره ورکړه چې طالبانوته مخه کړي؟ کله چې د بهرنیوچارو وزیر ښاغلی مایک پمپیو کابل سفر د ډاکترغني او عبدالله ترمنځ روغې جوړې په هکله بې نتیجې پای ته رسي،  سمدستي ګواښ کوي چې دو میلیارده ډالرمرستې به په افغانستان بندې کړي که ډاکترغنی عبدالله سره توافق ته غاړه کېنږدي، مګراوس چې ناندرۍ د څوکیو د ویش په سردوام مومي ملامتیا دچا په غاړه ده!  بې شکه چې د امریکا او دهغه د بهرنیوچارو وزیرپه غاړه چې د دوسري کمزوري حکومت جوړولو پروژه ئې د مرستو د کمولو په ګواښونوعملي کړه۰

کله چې د ډاکترعبدالله عبدالله سره دامطرح سیاسیون نشي کولی خپل منځوکې د څوکیو پرسرروغه وکړي آن خپل معاونان ټاکلی نشي قضاوت ستاسوپلاس چې دغه مطرح څېرې په همدې فکرونظر آیا صلحې ته لېولتیا لَرلی شي؟

دبلې خوا څه باندې ۴۰ورځې شوې چې ښاغلي عبدالله عبدالله د صلحې شورا مشري او پنځوس سلنه وڼډه په دولت کې په غاړه اخیستې مګر تراوسه یوه کلمه دسولې په هکله خبره نده کړې اقدام خولا پرځای پرېږده، په داسې حال کې چې هاخوا طالبان دخپلې غښتلتیا مانورونه ترسره کوي۰

افغانستان تل د امریکا  د دومخي سیاست له کبله زیانمن شوی او د افغانستان دښمنانو ترې ګټه پورته کړې، طالبان هله غښتلي شول کله چې د قطرخبرې اترې د امریکا سره نتیجه ورکړه طالبانو ځانونه فاتحین وګڼل او د فتحې خبر ئې په پراخ ډول په خپلوجنګیالیوکې تبلیغ کړه، د سولې موافقه د ډاکترخلیلزاد او طالبانو ترمنځ په ۲۹ د فبروري۲۰۲۰ز کال  د قطرهیواد کې لاسلیک شوه له لاسلیک یوه ونۍ ورسته د طالبانو جګړه د افغان دولت سره خورا زور واخیست  د جګړې له شدّت او پراختیا داسې معلومېږي چې طالبان سوله نغواړي فقط د امارت د احیاء کولو په هڅو بخت دي، تراوسه ۴،۵زره زندانیان د طالب له زندانه خوشې شوي مګر دطالب دریځ بدلون نه ده موندلی او جګړې زوراخیستی، که طالب واقعاً غواړي سوله وکړي نوبیا جګړې او د وطن بچیانو وژلو د چا د ګټولپاره ترسره کوګي! د ټایم مجلې د لیکوال «کیمبرلی دوزیر» لیکنه چې د جلیل پژواک لخوا ژباړل شوې د سی آی اِې د دفاعی چاروپخوانی مرستیال ښاغلي «داګلاس وایس» له قوله لیکي چې (که د طالبانو ستراتېژیکو اهدافو ته پام وکړو دغه ډله فقط یوهدف لري د بهرنیانو وېستل د دولت سقوطَول او اسلامي امارت جوړول دي، زه (داګلاس وايس) مطمئین نیم چې طالبان دې ښځوحقوقو او بشري حقوته ژمن پاتې شي او خپل تعهدات دې عملي کړي)۰

طالبان اوس کوښښ لري دغه په اصطلاح مطرح سیاسیون چې د ټوپک  په زور رهبران شول او یو شمېر جاهله او بې سواده وګړي ورپسې پسوپاشان روان دي په هرنیرنګ چې وي ځانته راجلب اوله دولته ئې جلا کړي او دپاکستان د خواست سَره سم ډاکترغنی تجرید کاندي د دې کارلپاره له هرفرصته ګټه پورته کوي، په تلویزیونو کې د طالبانو ډڼډوره چیان چې نوم بې نه اخلم ګردي مېزوکې په خورا سپین سترګي سره د طالبانو نه دفاع کوي او کړنې ئې روا بولي د دولت او په تېره بیا د ولسمشر هرنېک اقدام سولې ضد ګڼي اوپرضد ئې نیوکې او اپړې دپړي وائي، مګر درسنۍ مجري خوله وازه نيولې وي ځواب نه ورکوي او یا د پوهې کچه ئې د اوضاع په هکله ټيټه ده، هاخوا دولتی تبلیغاتو کچه صفر ده اصلاً

نه معلومېږي چې آیا دولت کې کوم د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت شته او کنه! که شته نو په څه بوخت ده؟ نه فرهنګ جوړېږي او نه اطلاعات شته! د دولت بیا په تېره د ډاکترغني د لاسته راوړلو نه خو اصلاً څوک خبرهم ندي ډېرې رسنۍ شخصي دي او خپله نغاره ډنګوي۰

بله غميزه دسولې برخه کې د ډاکترخلیلزاد پرلپسې پاکستانته سفرونه دي جالبه خو دا ده چې پاکستان ته ئې د سولې د یو اصلي شریک برخه وړکړې؛ نه د تروریست پروره ملک حیثیت، په داسې حالکې چې دا د تروریزم ستر مرکزاو د امریکایانو او اروپایانو د بچیانو اصلی قاتل همدا پاکستان ده او امریکا هم ډېر ښه پدې پوهېږي مګرسترګې پټوي، د امریکا د دفاع وزیر ښاغلی «مارک اسپر» تېراپرېل کې د جنرال قمرجاوېد باجوا سره په یوه تیلفونی اړیکه کې د افغانستان د سولې په هکله خبرې کړي او( د پاکستان کوښښونې ئې د سولې برخه کې ستاېلي دي د تسنیم خبرې شبکې د خبرپه اساس مارک اسپر سيميځو موضوعاتې کې  له پاکستانه دنظامي او ستراتېژیکو اړیکو  پراښتیا او همکاري غوښتې، اسپرویلي چې مونږ لېوالتیا لرو چې اسلام آباد سره مو همکارۍ پراخې شي هیله ده دغه امکان د عمران خان دصدارت دورکې ترلاسه شي۰)

اوس د امریکا په دغه دو رنګه سیاست کې به د افغانستان ګته څه وي افغانستان باید په خپل موقف د پاکستان سره په اړیکو بیا کتنه وکړي او امریکا ته هم روښانه کړي چې ګټې ئې په څه کې دي، که څه هم  امریکا په سیمه کې ځانګړې ګټې لري چې د پاکستان سرئې یوځای ښائي پرمخ یوسي۰

آیا سوله شونې ده؟

څرنګه چې مې پورته توضیح کړه  په افغانستان کې  سولې ته د رسېدو عوامل دچا لخوا او څنګه نقض کېږي او کوم کسان نغواړي سوله وشي، ملامتیائې هم په ډاکترغني اچوي، دلته فاکتوار ورته اشاره کړم که داسې حال روان وي دسولې بوی به هرګز په مشام  رانشي او دا پروپاګڼډې د سولې په هکله صرف تبلیغاتي جنبه لري او بس:

۱-ترهرڅه وړندې د ډاکترزلمي خلیلزاد پرلَپسې سفرونه پاکستان ته پرته له دې چې په پاکستان سیاسی ، اقتصادي او نظامي فشار راوړل شي دغه هیواد د اساسی شریک په توګه سولې پروسې کې شاملېږي، په مجموع کې که د خلیلزاد سفرونه پاکستان ته وشمارو نو دافغانستان له سفربه ئې شمارزیات وي کم نه؛ اټکل دا ده چې امریکا او پاکستان پدې تلاش دي ترڅو د طالب او افغان چارواکو خبرې پدې محور وڅرخي چې څنګه طالبان قدرت ته ورسوي او دا ريښتنې سوله ته ستر ګواښ ده۰

۲-د پاکستان کوښښ دا ده چې نوې ډلې لکه داعش، جیش محمد ډله، لښکرطیبه او حزب ولایت  چې تازه له طالبانو د بېلېدو په حال کې ده تقویه، تجهیز او د اوضاع د کنترول او فشار په حیث ئې ځانته وساتي۰

۳-په دولت کې شریک په اصطلاح مطرح سیاسیونو جنګ په څوکیو د دې ښکارندوی ده چې د مقام دې ترلاسه کولو پس؛ هرګزلیوال ندي چې سوله راشي مګرداچې د دوۍ ګتې سل په سلوکې خوندي او د لاوچت مقام و څوکۍ خاوندان شي، که دوۍ په رښتیا هم سوله یاموقت حکومت غواړي نو همدااوس ئې د کابینې په څوکیو ولې دعوا ده، ډاکترعبدالله په دې وېش هېڅ جوړنه راځي! دوۍ د موقت حکومت مسئله هله مطرح کوي چې مطمئین شي دې خوائې ګټې نه خوندي کېږي۰                                 

۴-طالبان هرګزحاضرندي چې د افغان دولت سره په قدرت کې شریک او سولې ته غاړه کېږدي دکوم پټ تړونونه چې د امریکایانوسره

لري دا به د دې سبب شي چې په افغان دولت امریکا ئي فشار د پاکستان په ګټه  ترسره شي آن له اټکله لرې نده چې ډاکترعبدالله عبدالله، حامدکرزی اونور جنګسالاران له دولته بېل او د موقت حکومت غوښتونکي شي بهانه به هم دا وي چې ډاکترغنی سوله ته خڼډو جوړوي په دې ترتیب طالبان به د سولې پروسه کې د پاکستان ترمستقیمې لارښونې لاندې عمل کوي۰

۵-امریکاحاضره نده چې په افغانستان کې یو قوي مرکزي دولت رامنځ ته شي آن د امریکا بشپړوتلو په صورت کې، ځکه قوي مرکزي دولت امریکا نه خپل په  ګټه بولي او د خپل متحد پاکستان په ګټه پاکستان تل اسرار کړي چې د افغانستان سیاست باید د دوۍ په لاس کې وي او امریکاهم پدې که ورسره هم نظره ده کوم څه ئې چې د شوروي له  وتلوسره سم ترسره کړل، یوه ښه بېګه ئې دا ده چې امریکائي عسکرله افغانستانه وځي مګر وسلې او خپل تجهیزات د افغانستان دښمن

هیواد یعنی پاکستان ته سپاري دا کار څه مفهوم لرلی شي، بدون له دې چې د امریکا او پاکستان پټه معامله د افغانستان په هکله په ګوته کړي!

قرار داده چې امریکائي ځواکونه له افغانستانه ووځي که څه هم پدې هکله دامریکا په چارواکوکې د نظراختلاف موجود ده، د امریکاوتل هرګز د اندېښنې وړخبره نده، ښائي ځنې عراق وضعیت ته ګوته ونیسي مګر افغانستان کې د عراق قضیه نه تکرارېږي ځکه کله چې امریکا له عراقه و وتله یو ځواکمن داعش په سوریه کې شتون درلود چې په عراق کې کلکې ريښې موجودې وې مګر افغانستان کې هغه حالت نشته، نن ورځ افغانستان یوه ستره اردو او قوت په لاس کې لري بین المللي ملاتړئې هم زیات دي څرنګه چې مې پورته په تفصیل سره تشریح کړه باید د اردو مورال پرته د امریکاېي عسکرو له شتون په جبهوکې همدا اوس چې امریکا افغانستان کې شتون لري؛ لوړکړی شي! ترڅو ملي اردو د امریکا د وتلوسره بې موراله نشي او ځان نورهم غښتلی احساس کړي نه کمزوری۰

یو وړانديځ طالب چارواکوته:

که طالبان پدې فکردي چې ګواکې دولت به وپرځوي او ټول قدرت به ترلاسه کړي دیوې شېبې لپاره فرض کوو چې دې مقصد کې بریالي شول اوس خبر داده چې طالبانو افغانستان ئې خود امریکا له اشغاله وژغوره آیا د پاکستان اشغاله تې ئې سپاري او که مستقل عمل کوي که مستقل عمل وکړي نوکومې نورې ډلې چې پاکستان جوړې کړي لائې هم جوړوي او په افغانستان کې ئې ځای پرځای کوي دا یو سترد خطرزنګ ده طالب چارواکوته، طالبان یا باید دپاکستان غلام په حیث پاتې شي او د پاکستان پلانونه پر مخ بوځي یا به  د پاکستان جوړوکړو ډلو سره مخامخ کېږي، که طالب پدې فکروي چې قوت لري داعش او نورې ډلې به مهارکړي دا یوخوب ده خیال او محال ځکه د طالب ټول یا اکثریت قومندانان داچې طالب دا مني که نه مني د آی اس آی لاس پوڅي دي! که څه هم  د طلوع رسنۍ په قول طالبانوسره پاکستانی نظامیان د ننګرهار په نیازیانو ولسوالۍ کې د جولای په ۳مه او۴مه لیدل شوي چې جنګېږي طالب پدې باید غره نشي چې دائې دوستان دي او اسلام لپاره ورسره مرسته کوي مګرپاکستان دخپلوګټه لپاره فکرکړي چې د طالب وجود کې نن بریا ته نږدې شوي دي نوځکه جنګېږي، همغه سې چې آی اِس آی د طالبانو پیدایښت په لمړیو شپو ورځوکې  د سرکاتب عطامحمد او ملانقیب  ټولو قومندانانو ته  هدایت ورکړ چې پرته له یوډځ قندهار ملاعمراخند ته تسلیم کړي اوهمداسې هم شو په ډاډسره وېلی شم چې نن هم اَی اِس اَی پرته له جګړې، دطالب ټول قومندانان اویا اکثریت ته کولی شي امروکړي چې  داعش، حزب ولایت اویا نورو ډلوته تسلیم شي هغه وخت به طالب حیران حیران ګوري چې دا څه وشول! نو ښه خبره دا ده چې طالب افغان ملي ځواکونو سره دښمني پرځای پرېږدي او دا ځواک خپل قوت وګڼي،  طالب که په ريښتیا او واقعاً غواړي چې په افغانستان کې سوله ټینګه شي او اشغال تل لپاره پای ته ورسېږي نو ملي، اسلامي اوایماني دنده ئې دا ده چې د پاکستان او امریکا له یوغه ځان خلاص کړي او د ډاکتراشرف غني سره یو ګډ قوي مرکزی دولت جوړ کړي نور دې د اسلام نه ناروا ګټه نه پورته کوي او دې ناورین ته دې د تل لپاره د پای ټکی کېږدي۰

                                      د رېښتینې سولې په هیله

                                                   پای