دولت ساز ټیم تر پېښو شاته روان دي!

تر ټولټاکنو نږدې یوکال تیریږي. یو کال د افغانستان لپاره چې په سیمې او نړۍ کې د روانو پېښو منځړی جوړوي، لږ وخت نه شو ګڼلی. تر ټاکنو وروسته موږ یو انتخابي حکومت لرو که څه هم چې ټاکنو کې د افغان ټولنې د نفوسو د ګډون په کچه کمزوری دی او هغه خپل لاملونه لري، خو بیا هم حکومت له هغه ظرفیتونو څخه چې په لاس کې يي لري، لازمه او وړ ګټه نه ده پورته کړې!
د پوهېدو وړ ده چې حکومت په دې موده کې د اسلام اباد له لوري د ډېورنډ په استعماري کرښه د دروازو جوړولو، اغزن سیم او پرکونړ او نورو سیمو د راکټونو د بمبارد، د ننه په حکومت کې د شمالټلوالې او جهادي مافیا او د امریکا د دوه مخي سیاست او هغه سره یوځای د طالبي ترهګرو د تاوتریخوالي د زیاتوالي او کرونا ناروغۍ په لامل تر لاس پښو تړلی ښکاري، خو په وړاندې يي د حکومت پر محور د هېوادپالو غوښن بالقوه شتون چې فعالول او په بالفعل ځواک يي بدلول د حکومت دنده ده، هم څوک له پامه نه شي غورځولای!
له دې مخکې او په تېره بیا په وروستیو شلو کلونو کې د هېوادپال او ځوان نسل ظهور هغه پیاوړی ځواک دی چې سالم مدیریت يي یادو ټولو ستونزو ته اوږه ورکولی شي او هېواد له روان ناورین ژغورلی شي.
دا حکومت چې د دولت ساز ټیم پر محور رامنځته شوی، نورو ستونزو ته يي په پام، لویه ستونزه يي دا ده چې ځان جمیع الکمالات او مافوق افغان مخلوقات ګڼي، حتی ځینو برخو کې د خپل ټیم مشورو، ملاتړ او ونډې ته ارزښت نه ورکوي او د وخت په تېرېدو سره يي خپله کړۍ هم د پراخېدو پرځای تنګیږي او په موجوده حالاتو کې داسې څه فاجعې ته ورته ګڼل کېدای شي!
د حکومت لاسته راوړنې او بریاوې د تایید او ملاتړ وړ دي. د حکومت لخوا د اساسي قانون د ارزښتونو ملاتړ، جمهوريت، د اتباعو د مدني حقونو، بیان ازادۍ او د افغانانو د یووالي په لار کې يي هڅې څرګندې او د لید وړ دي. خو کوم څه چې دلته هم لېدل کیږي د مزل او حرکت پڅوالی، زړه نا زړه توب او د میږتانه په پښو اسمان ته ختل دي.
د طالبانو او جهادي مافیا له څو ټېکدارانو پرته، ټول افغانان او یا د افغانانو اکثریت د اسلام اباد په وړاندې یو موټی دریځ لري؛ همداراز د طالبانو د اسلامي امارت په وړاندې افغانان د اسلامي جمهوریت ملاتړ کوي؛ د فساد، جنګسالارانو او لنډه غرو په وړاندې ولس حکومت سره مل دی؛ خو حکومت په یادو برخو کې هم له ولسي ملاتړ څخه شاته پاتې دي او له دغه ملاتړه، د جګړې په درېدو، اوربند، سولې او د افغانانو په ښېګڼه کې، اغیزمنه ګټه نه شي پورته کولای!
طالبانو او نورو ترهګرو لکه داعش او القاعده څخه د اسلام اباد په پرله پسې ملاتړ او همدارنګه په دې اړه د امریکا د دوه مخي سیاست په تړاو هم د څرګند دریځ نشتوالی او یا په رسنیو کې د تبلیغ د کچې ټيټوالي او پڅوالی د دې لامل شوی چې ډیری افغانان له پوهاوي او معلوماتو بې برخې پاتې شي او پر حکومت د راټولېدو پرځای، بېلا بېلو ادرسونو ته پنا یوسي او په ناشعوري ډول د دښمن د خونړۍ لوبې او جګړې ښکار شي.
د حکومت دا هڅه پرځای ده چې عبدالله عبدالله خېل او د دوی ورانکاره ډله يي په حکومت کې د ځایولو په مټ له نورې او ډېرې ورانکارۍ یو څه راوګرځوله، خو بله دا هڅه چې د خپل دولت ساز ټیم غټه برخه له لاسه ورکوي او په لویلاس يي د تباهکارو او ورانکارو غیږي ته وراچوي او یا يي له ځواکه د هېواد د روان ناورین په مخنیوي کې ګټه نه اخلي، د منلو نه ده او باید بیرته ورغول شی.
د کادرونو په برخه کې چې یو شمېر معلوم الحاله او فاسدې څېرې بیا بیا په لوړو دولتي چوکیو ټاکل کیږي، ولس ترې تر پزې رسېدلی او ترې کانګي کوي. دغه چارې تر ډېر بریده حکومت په ولس کې بدرنګ کړی!
دا چې پر حکومت د رنګارنګ دښمانانو نیوکې پای نه لري او له هرخوا د هغه د کمزورۍ هڅې جاري دي، په داسې حال کې لازم نه لېدل کیږي چې د دې نیوکو لړۍ تر لازم برید اوږده شي او د حکومت ښېګڼې او بریاوې هم د نیوکو تر اغیز لاندې راشي. دلته به ښه دا وي چې حکومت د دوستانو مشورو ته غوږ ونیسي او داسې مشورې خپلې عملي کړنلاره کې شامل کړي.
دولت ساز ټیم دې ټولې هغه برخې او ځواکونه چې ټاکنو کې يي له دوی ملاتړ کړی، په غیږ کې ونیسی او دغه کسان دې وپالي!
د ۲۰۲۰ کال د جولای ۲۸ مه
سرلوڅ مرادزی