دننګرهارپرمحبس دبرید اړوند

په ننګرهار محبس کې تروریستي برید د امنیتي ځواکونو له لورې د ۱۱ بریدګرو په وژل کېدو،په محبس کې د بند پاتې ۴۳۰ بندیانو او څېرمه شرق پلازه کې د څلوېښت کورنیو په ژغورلو سره پای ته ورسیده،متاسفانه په دې پېښه کې ۲۵ تنه شهیدان شوي او ۴۸ نور ټپيان دي،همدا راز ۱۰۲۵ بندیان د تېښتې پر مهال بېرته نیول شوي دي.
ننګرهارکې دالمړی وارندی څوموده وړاندی دخیوی په ولسوالی کې دجنازی په مراسمو برید ،کلونه مخکې د کابل بانک پرنماینده ګۍ برید دملی امنیت پرریاست، دهندوستان پرقونسلګری، پرمستوفیت بریدیې مثالونه دی غواړم اساسی عوامل دلته دلوستونکوسره شریک کړم۔
څرنګه چې حکومت اوټولوننګرهاریانوته معلومه ده دننګرهاراداره دڅلورومعلوم الحاله کورنیولخوابرمته ده، دوی داسې ریښې غزولی دی چې ددولتی اداری یژ انحصارکړی اوټول امکاناتویې خپلولاسونوکې نېولې دی ،سربیره پردی دګمرک عواید یې هم خپلوجیبونوکې اچوی ، دننګرهارپه امنیتی وضعیت خرابوالی هم دوی لاس لرل ، اختطاف ،قاچاق اوانسان تښتونه خولاپرځاي پریږده،دوهمه اساسی ستونزه دننګرهارپه ادارواواداری واحدونوکې دګوتوپه شمیرریسا ن ،ولسوالان اوزړی څیرې دی چی دتنظمی، اړیکوپربنسټ ټاکل شوی دی اوکلونه کلونه یې ریاستونه اودولسوالیو مقامونه برمته کړی دی اوپه میراثې ټوګه یې مخ ته وړی که دولایت مقام کوم ادلون بدلون رامینځ ته کوی بیاهم همدا زړی څېرې دیوریاست اویاولسوالی نه بلې ته تبدیلی وی، درحالیکه ننګرهاری ځوانان چې دماستری ترکچې لوړی زده کړی لری بی روزګارګرځې ، قومی مشران هم دهمدغو میراثې چارواکو ترتاثیرلاندی دی، حتې ځېنې مدنی فعالان، اوکرایې لیکوالان ، خودوی ته چک چکې اولاسونه پړقوی اوددوی دستاینه په پارلېکنې کوی اوخپل وجدان دیوڅوډالرواوحکومتی ستاینلیکونوپه پاردپښولاندی کوی۔
همدارارځینې دینې ډلی چې په ظاهر ځانونوته ددینې اواجتماعی سازمانونوم ورکوي اوداسلام دمقدس دین په نوم تجارت کوی ، مګر په باطن کې دګاونډیواستخباراتواجنداوی مخ ته وړی بهرنی ایډیالوژګانی اوسناریوګانې مخته وړی اوعملآ دموجوده نظام پرخلاف ناوړی تبلیغات سازماندهی کوی اوځوانان دحکومت پرخلاف هڅوی، دوی داسې ریښې غځولی دی چې ، رادیو ګانی ،تلویزیونونه، ترانسپورتونه، دارلامعلمینونه، خصوصي ښوونځې ،مدارس اوپوهنتونونه په اختیارکې لری چې داامکانات په چندو راټولو نه پوره کیږی حکومت باید ددوی مالی سرچېنې مالومې کړی اوددوی دپردوشاته کړنواوفعالیتونو وڅیړی اودنظرلاندی یې ونیسې۔
تعلیم یافته اودلوړوزده کړوباندی سمبالو ځوانانو ته دروزګارنشتون هم عمده اواساسی ستونزه ده چې دننګرهارپه امنیت خاص اغیزلری دولتی ادارو ته دځوانانوجلب اومقرریوکې دبی عدالتی له وجې په لوړشمیرځوانان دمخالفینو لېکوته تلل یې ژوندی مثال دی۔
کاراهل کارته نه سپارل دروابطواوذوابطو پراساس دننګرهار حساسو اوعمده ادارو ته دمفسدو اوپه اداری، اخلاقی فسادککړواشخاصو ټاکل دی دمثال ټوګه ویل کیږی چې
دننګرهاردمحبس مدیرله کلونونه په دی پست کې دنده ترسره کړی اوداسی هم ویل کیږی چې نوموړی دبډو اخیستلوپه تور دوځلي له دندی شړل شوی هم دی ، پوښتنه داده چې آیاپه ټول لوی ننګرهارکې چې دپولیسو داکاډمی په لرلوسره چې هلته نظامی کادری اومسکې افسران روزل کیږی،یاد کادرنو قط الرجال دی ؟ اویا دذوابطو اوروابطوله مخې یادشخص تقریبأ یوه اونې مخکې بیا ځلې یادپست ته په رسمی توګه معرفی شو، چې پایله یې ډیرزربربنډه شوه .اوس دی ددی بشریت ضد جنایت چې ترسره شو مسؤل څوک دی؟
د ننګرهار ولایت سرپرست والي، امنیه قومندان، د ملي امنیت رئیس او د ننګرهار محبس قومندان دی لاندی پوښتنو ځوابونه ورکړي:
١- سره له دومره امنیتي کمربندونواوکلکو جدی تدابیروپه لروسره برید کوونکي څنګه وتوانېدل چې د دومره مهماتو سره یې تر محبسه ځانونه ورسول؟
۲- ترهګروسره په لویه پیمانه مهمات چې شل ساعتونه جګړه پری وکړی له کومه ځای ترلاسه کړل اوڅرنګه یې اکمالات وکړل ؟
٣-دمحبس انګړ ته وسله وال څنګه وردننه شوله په انګړ کې درنې وسلې چا ځاى پرځاى کړي وي ؟
٤-ولي یادفسر له دوه ځلۍ تبديلۍ سره بياهم پرځاى پاتي کيږي اوپه ډیروشاندارومراسمو سره معرفی کیږی ، آیا دننګرهاراداره ، امنیه قوماندانۍ دیادقوماندان دپخوانې کاری سوابقو نه بی خبره دی اوکه ځانونه یې خاموشه کړی دی ، دمؤقف اوچوکې په خاطر چوپه اوغلې خوله پاتې ؟ اویاهم نوموړی دمعلوم الحاله چارواکو له خوا حمايه کيږي ؟
٥-همداراز یوه عکس کې د ننګرهار محبس د امر شاته چې د زندان نقشه ورکې ترسیم او ښودل شوی ده او هغه عکس سوشل میډیا کې خپور شوی اوجدی غبرګونونویې راپارولې دی .
دنظامي اسرارو له مخی دا نقشه دومره مهمه اوحساسه ده چې حتی باید پرته له تصمیم نیونکومسؤلینو نور پرسونل بایدورته لاس رسې ونلری۔
پدی خاطرچې د نظامي محرمیت رسوا کول جرم دی اوهم دامنیتې اړخه دنظامی رازافشأ کول ددښمن تبرته دلاستې اچولوپه مانادی؟
٦- همدارنګه دښارپه زړه کې چې هلته، دمحکمی ریاست ،دثبت احوال نفوس،دترافیکوریاست ،دنظامی محکمې ریاست، دطب پوهنځې،ښوونې اوروزنې ریاست، مستوفیت ،مرکزی محبس اوڅارنوالی موقعیت لری حتی دامنیه قوماندانی دامنیت آمریت شتون لری بیاهم دښمن په آزادلاس راځې اودولتی اداری اوتاسیسات تربریدلاندی راولی اوزمونږ بی ګناه ، مظلوم هیوادوال شهیدان وی ،ملی شتمنې اوتاسیسات موویجاړوی۔ دآمینتی مسولینوترڅنګ لوپوړی چارواکې دغفلت په خوب ویددی ، خپلوشخصی ګټواودجیب ډکوولو غم کې دی اوخپل مسولیت یې هیرکړل دی۔ که دچارواکو بی مسؤلیتی دخلکوپه وړاندی همداسی دوام وکړی زمونږخلک او ولسونه به لادډیروبدوپېښواوهمداسی دبشریت ضد کړونوسره لاس اوګریوان وي اوهرکورکې به ماتم وی ،ملی تاسیسات اواداری به له مینځه ځې.


مونږ د دغې خواشينوونکې دردونکې پېښې غندواو عاملینو ته یې د سختو مجازاتو ترڅنګ د عدلي او قضایي ارګانونو ته دمعرفی غوښتونکی یو.
ټول هغه مسولین چې وظیفوي غفلت یې کړی باید له دندو ګوښه او اړونده قضایې ،،څېړونکو ارګانونوته د تحقیق او پلټنو لپاره وروپېژندل شي.

دننګرهارولایت دچارواکواوهمدارنګه دحکومت نه غوښتنه کوو چې دننګرهاروضعیت دسمون په پار کاراهل کارته وسپاری اودننګرهارولایت په اداره کې جدی بدلون راولی، مسلکې کادرنوپه اهمودندو وګماری ، ترڅو دیومنظم پلان له مخی دامنیتی حالاتو دسمون لپاره لازم اوګړندی ګامونه پورته کړی ترڅو ننګرهاریانوته دولتی خدمات ورسوی اودپورته بشریت اوانسانیت ضد کړنو اوپېښومخنیوی وشی.