د ارواښاد لایق منځلاری شخصیت ته لنډه کتنه

I

 

مرحوم لایق په داسې مهال د ژوند پر ډګر قدم کېښود چې لا د هغه په تنکۍ ځوانۍ کې له هېواد سربېره ټوله سیمه او نړۍ د نړیوالې دوهمې جګړې څخه د راپاڅېدونکو اغیزو د پراخېدو او غځېدو په حال کې وه. تر دې جګړې وروسته د افغانستان په ګاونډ کې د پخواني شوروی اتحاد لا پیاوړتیا او د دوه نړیوالو متضادو سوسیالیستي او پانګوالي سیستمو سیالي او بلخوا له برتانوي هند څخه د انګریزانو وتون او پر هند او پاکستان د هند د نیمې وچې ویش او همدارنګه هېواد کې دننه په شاهي نظام کې ځینې بدلونونه او یو لړ مدني او سیاسي جوړښتونه چې هغو کې د ویښ ځلمیانو، د وطن په نوم جمعیت او د خلکو ګوند یادولی شو، باید پام کې ولرو.

لږ وروسته په ۱۳۴۲ کال کې د خلکو دیموکراتیک سازمان او بیا افغان ملت، نوی دیموکراتیک سازمان(شعله جاوید)، د افغانستان دیموکرات سازمان( مساوات، د میوندوال ګوند) او د ځوانو مسلمانانو سازمان (اسلامي جمعیت او اسلامي ګوند) چې د ۱۳۴۴ کال د اساسي قانون پر بنسټ يي رامنځته کېدو ته لار هواره شوې وه، میدان ته راووتل.

دغې بدلېدونکي او توپانی سیاسي فضا د هغه مهال پرځوانو کادرونو، سیاستوالو، رسنوالو، شاعرانو او لیکوالو خپل ځانګړی اغیز ښنده او لایق صیب هم په همدغسې سیاسي او ټولنیز چاپیریال کې په سیاست، لیکوالۍ او شاعرۍ کې خپل بخت ازمایه او په دې ټولو ډګرونو کې په لومړۍ لیکه کې روان وو.

کله چې موږ د دې مهال سیاسي چاپیریال او بیا د دغه مهال پر بنسټ راولاړېدونکې پېښې، لکه د مرحوم داوودخان د ۱۳۵۲ کال کودتا، د ۱۳۵۷ کال د ثور پوځي پاڅون او وروسته د هېواد په ډګر د دوه زبرځواکونو او د هغو د سیمه یزو شریکباڼو لاسوهنې، ټکرونه اوجګړې وینو؛ د هېواد سیاستوال، لیکوال او شاعران يي هم له پېښو جلا او مجزا نه شو ارزولی.

باید هېره نه شي چې هېواد د اوسمهال په څېر په تېرمهال هم د ژر بدلېدونکو پېښو، دریځونو او سیاستونو سره مخ وو او د داسې وضعیت سره سم شخصیتونه هم مستثنی نه وو.

خو تر کوم ځایه چې دلایق صیب په ټولنیز او سیاستي چلند پورې اړه لري، نوموړی د هېواد په داسې توپاني حالاتو او کلونو کې کې یو منځلاری شخصیت پاتې شوی او تل يي د ګوند په دننه او له هغه بهر د نرمښت، سازش، پخلاوالی او یووالي تګلار پاللې ده. لایق چې اوږدمهال د ختیځ زون په مرکز جلال اباد او هلته په کاري ساحه کې سره ګډ پاتې شوي یوو، څو ځلي يي زما مخکې ویلي چې تر سیاسته ورته شعر ښاغلی او منلی دی.

د لایق شعري دنیا بیا له دغه یادو ټولنیزو او سیاسي ښېګنو نوره هم بډایه او شتمنه ده. که د هغه په شعر کې د شکل له مخې کومه توپاني دنیا وینو، خو مضمون يي بیا د انساني ښېګڼو ماموره دی او د همدغه حالاتو مستقیم تاثیر دي. زه د شعر د یو لوستونکي په توګه، د لایق شعر چې هر څونه لولم، ما نه ستړی کوي او لا مې هڅوي چې لوستلو ته ادامه ورکړم. هر ځل يي لوستلي شعر کې په بیا لوستلو نوي مفاهیم، مانا او ښکلاوې مومم. زما نارام زړه ته تسلا، زما اوږدوغوښتنو او هیلو ته ځواب او زما د خیالونو او پروازونو خړوبتیا یوازې د لایق شعر کې موندلی شي.

د لایق شعر په ټوله مانا«خوناب د زخمي زړه دی»

د هغه په شعر کې له شپانه نیولې تر بزګر، کارګر، کسبګر، یتیم او د هر بېوزلي غوښتنې او هیلې په جادوګر او کوډګر شعري ترکیب، وزن او انداز بیان شوي. په دې لامل لایق ته د بېوزلانو او بېنوایانو شاعر ویلی شو. د هېواد او افغان ملت کوم برم، لویا او عظمت چې د لایق په شعر کې انځور شوی او بیا چې د پنجابي یرغل په وړاندې لایق د هېواد په دفاع کې هېوادپاله ونډه اخیستي، هغه موږ ته د مغلو په وړاندې د خوشال خان بزم او رزم دواړه رایادوي او له لایق څخه زموږ د مهال خوشال خان انځوروي.

د لایق شعر د هېواد د درو، غرونو، سیندونو او نورطبیعي ښکلاوو یو نندارتون دی چې که سیلانیان يی په ژبه پوهېدای شوای، د هغوی د خبرتیا او ګرځندوی په برخه کې بډایه زیرمه ګڼل کېدای شي.

خو د خپلو یادو ټولو ښېګڼو او بریاوو سره سره، لایق په کور دننه او بهر د سیالانو، مخالفینو او دښمانانو له نیښ او ګزند څخه خوندي نه دي. دښمنان يي له هر څه څخه لومړی که چیری ژوندی وای، له فیزیکي شتون څخه؛ مخالفین يي له ټولو معنوي ښکلاوو او ابعادو څخه او سیالان يي د شعري نووښت، برم، لویا او ټولنیز هر اړخیز شخصیت څخه په تراشلو،غواړي؛ هه مسخه کړي.

خو لکه د ژوند پشان،لایق پخپله مړینه هم په دغه ټولو جبهو کې مخالفین او حریفان په میدان مات کړی دی.

که چیري له تهمتونو څوک ژغورل کېدای شوی، هغه به زموږ ټولنه کې سلیمان لایق وايی!

پښتانه به د لایق ارمان څه وخت وروسته وکړي، خو هغه وخت به ډېر ناوخته شوی وي!

اروا يي ښاده او یاد يي تلپاتي!

د لایق د مړینې خوشې اوازه ده

خپل اثار يي د تلپاتې ژوند پاسره

هغه ځمکه به لایق څنګه کړي خاورې

چې اروا يي په افغان هېواد خپره ده

د ۲۰۲۰ کال د اګست ۴ مه