د طالبانو پر صفوفو او سوچه افغان قوماندانانو غږ

ستاسو مشران خرڅ شوي او تاسې يې د پردې تر شا له ډېرو معاملو نه بې خبره ساتلي یاست. تاسې که ځانونه اصیل افغانان او د هیواد د خپلواکۍ غازيان بولۍ، نو پام وساتئ چې په پټه کې د امریکا او پاکستان تر منځ جوړ جاړی او د افغانستان د ملي ګټو په خلاف ستره معامله شوې ده چې تاسې ترې خبر نه یاست. هغه په راتلونکي کې هم د امریکا د سیمه ییزو او نړیوالو موخو د پاره په افغانستان کې د جګړې اور تازه ساتل او له طالبانو نه د امریکې او پاکستان په خدمت کې د سون موادو په څېر په دې جګرو کې کار اخیستل دي.

ستاسې سیمه ییز قوماندانان باید د اوسنۍ مشرتابه د پرېکړو، په پټو سترګو منلو نه ځان وژغوري او په خپلواکه توګه له افغان حکومت سره د جګرې د لمن د ټولولو د پاره خبرو ته کښېني.

پردیو - امریکا ده که پاکستان دی یا ایران - په خپلو مکرونو سره، په خپلو کې ډېر سره ووژلو. زمونږ سرونه باید اوس د پردې تر شا پر پټو معاملو، خلاص شي. خپلو ګرېوانونو ته سر ټيټ او خپلې ناپوهۍ نه د پردیو په غولونکو لومو کې ښکار کېدو نه باید شرم وکړو.

ستاسې مشران له  امریکې سره خبرې کوي او اوربند ورسره کوي، معنا یې دا ده چې غیر قانوني کاپر يرغلګر او اشغالګر په رسمیت پېژني. هم جوړ جاړی ورسره امضا کوي او هم یې وژل حراموي. مګر له د افغانستان اسلامي جمهوریت سره چې د خپل وطن خلک او مسلمانان دي، په دې پلمه چې ګواکې دوی يې په رسمیت نه پېژني نه خبرې کوي او نه اوربند ورسره کوي، او «جهاد» د خپلو مسلمانو وروڼو په مقابل کې، يعنې د ملکي او نظامي مسلمانو ورڼو وژل، د خلکو روزي ترې اخیستل او د ټاټوبي ورانول،روا بولي.

په داسې حال کې چې اوس د طالبانو د پنځه زره بندیانو په خلاصون سره، ستاسو د مشرتابه ټولې پلمې خلاصې دي، او باید د افغان حکومت ټول شمول هيأت سره د آجندا پرلومړنۍ کرښې چې اوربند دی خبرو ته کښېني، بیا دا ببولالې چې دا هيأت حکومتي دی يا اوربند د خبرو په لومړني پار کې نه منو، سوچ بیا پلمه لټول دي او څرنګه چې د جګړې په غځولو کې د دوی او د پاکستان د نظامیانو د شخصي اقتصادي او سیاسي ګټو خونديتوب ادامه مومي، هڅه کوي د شر لمبه بَله وساتي.

که تاسې ريښتیني سوچه افغانان یاست، نو همدا یې وخت دی په یوه خوله د سولې تر شا ودرېږئ. اوربند اعلان کړئ او راشئ په خپل هيواد کې له خپلو وروڼو سره، بې د امریکې، پاکستان او قطر له شتون نه، خبرو ته کښېنئ!