ھــــرګـــــاوندی درته بمــــونه په زولۍ کی راوړي

ښــکاري ګـلـــونه خـــواورونه په زولۍ کی راوړي

دوی د وفـــــاق په نــــوم مــــدام درته نفاق خوښوي

بــولي یی مینه ، نفـــرتــــــونه په زولۍ کی راوړي

تاپخپـــل کـــورکی د خپل ورورسره په جنګ اچوي

نــوم وربدل کـــړي خوجنګونه په زولۍ کی راوړي

دوی ھمیشه ستا د غــــرور په ماتـــولـــو بوخت دي

تل درته کــــورته پیغـــــورونه په زولۍ کی راوړي

ستــاد جنت په څــــېروطن ېې جھنــــم جـــــوړکړی

دوی د خوښۍ په نــوم غمــونه په زولۍ کی راوړي

ھــــرګــــاونډی دی د بچیانــو ستــــرقاتل جوړشوی

درته د ژونـــد په نــوم مرګونه په زولۍ کی راوړي

ستاھــــر(قیـــام)د ژوند په نوم د مرګ په لاره بیايي

بیــا ستــا د خـــپل ولس سرونه په زولۍ کی راوړي

الحاج الھام الدین قیام

14/12/2014