محمد یوسف انتظار

د وطن د لارې د اتل شهيد ډاکټر نجيب الله د شهادت د څلورويشتم تلين په ياد! 

د وطن پر سر يې کېښوده ککره

سر يې لوړ شو له اسمانه ناببره

هسې مه وايه چې مړی دی، تل ژوندی دی

نه يې ياد مري، نه يې مينه، نه خبره

ټيک څلرويشت کاله وړاندې د (۱۳۷۵) لمريز کال د تلې مياشتې په پنځمه نېټه د افغانستان د ازادۍ او پرمختګ دښمنانو د افغانستان پخوانی جمهور رئيس، د ملي روغې جوړې نوښتګر او د وطن ګوند مشر ډاکټر نجيب الله په يوه نړيواله توطيه کې د نړۍ د سترو ښکېلاکګرو هېوادونو په امر او هدايت د اُجرتي قاتلانو په لاس په داسې حال کې شهيد کړل شو چې ده په پلازمېنه کابل کې د ملګرو ملتونو په سياسي استازولۍ کې پنا اخيستې وه. دا زړه بګنونکي پېښه د نړۍ د زبر ځواکونو او تور مخو پنجابي استعمارګرانو له خوا د افغانستان د ميړني او غيور ملت پر خلاف نوی ګزار دی، په دې توګه د افغانستان د تاريخ يوه بله پاڼه په وينو سره شوه، د هېواد په خونړي تاريخ کې يې رېښتينی د شهادت لوړ مقام وموند او خپل هغه لوړ غږ يې رښتيا کړ چې ويل به يې ( وطن يا ګفن) او همدا راز يې د ملګرو ملتونو سپينه جنډه، چې د کابل ښار د پنځه شپېته زره بې ګناه او بې وسو اوسېدونکو په وينو چې د تنظيمي بې فرهنګه ټوپکمارو د خپل منځي جنګ جګړو له امله ليته پيته شوې وه، په خپلو پاکو اوښکو پرېمنځله.

انالله و انا اليه راجعون

ډاکټر نجيب الله د افغان ولس رښينی زوی، د سولې د لارې سرښېندونکی، د ملي روغې جوړې د واټ طراح او اتل و. دی د افغانانو د ملي وحدت سمبول، خپل وطن او خپلو خلکو ته په خپله مينه کې رښتينی او صادق و.

ډاکټر نجيب الله د افغانانو ترمنځ د خپل منځي پوهاوي او ملي روغې جوړې د عملي تطبيق لپاره نه ستړېکېدونکي منډې ترړې وکړې او د هغې د عملي تطبيق لپاره يې ټول امکانات برابر کړل او د دې سياست څخه يوه شېبه هم پر شا نه شو، مګر په سيمه او نړۍ کې داسې هېوادونه ول چې نه يې غوښتل د ملي روغې جوړې او پخلاينې سياست چې په بشپړ ډول يې د افغانانو د هيلو او ارمانونو څخه سرچينه اخيسته په برياليتوب سره سر ته ورسيږي او په افغانستان کې يو سالم، ځواکمن او با ثباته دولت رامنځته شي چې د افغانستان د خلکو د ملي خپلواکۍ او ملي ګټو تمثيل وکړي او يوه ملي واکمني د خلکو د ازادې ارادې پر بنسټ جوړه شي.

افغانان د ډآکټر نجيب الله د شهادت څلرويشتم تلين په داسې شرايطو کې لمانځي چې د بل هر وخت په پر تله د هېواد ځمکنۍ بشپړتيا د له منځه تلو امکانات مخ په زياتېدو دي، وضع او حالات ترېنګلي، له کنتروله وتلي او هېواد په يوه ژور سياسي، اقتصادي او قومي کړکيچ کې ښکېل دی. په اوسنيو شرايطو کې افغانانو ته چې د يووالي په موخه د ملي مشر اړتيا په چټکۍ سره ليدل کېږي او افغانستان د ملي زعامت د تشې سره مخامخ دی نو داسې مشر نه شته چې دا تشه ډګه کړي. کوم مشران چې په اوسنيو شرايطو کې د ملي مشرانو په نوم د هېواد د کړکېچ په هواري کې برخه اخلي، په هغوی کې د مشرۍ او رهبرۍ وړتياوې او ظرفيتونه نه ليدل کېږي او يا هم نورې نيمګړتياوې لري او مهمه نيمګړتيا يې دا ده چې د پرديو په اشاره ناڅي او د هېواد د ملي او عليا ګټو پر ځای د پرديو د ګټو د ساتلو پر سر په خپلو کې په نندريو او چانه بازيو بوخت دي، که څوک ځانته افغان وايي نو د افغانيت لاره دا ده چې له پرديو لاس پر سر شي، خپل منځي ستونزې د مذاکرې او تفاهم له لارې حل کړي او روغه جوړه وکړي.

ډاکټر نجيب الله د افغانستان د يوه پوه، ځيرک او خوځنده سياستوال په توګه کولی شول چې افغانانو ته ډېرې لاسته راوړنې ولري، همدا لامل و چې د نورو پلانونو په ترڅ کې نجيب الله ووژل شو او افغانستان يې د يوه دراک او مبتکر سياستوال څخه محروم کړ.

دا يوازې زموږ ځانګړی نظر نه دی، بلکې د وخت او زمان په تيرېدو سره ثابته شوه چې د شهيد نجيب الله د نشتوالي په نتيجه کې زموږ پر هېواد هغه څه راغلل، کوم چې نجيب الله يې د حتمي پېښېدو خبردارۍ ورکړی و.

اوس مترقي نړۍ او انساني ټولنې په دې اعتراف کوي چې د هغې رول او اغيز زموږ د هېواد لپاره ډېر بااهميته تاثيرات درلودل، په راتلونکي کې به زموږ د وطن ټولو نويو نسلونو ته دا خبره جوته شي چې د دوی د وطن ستر او نوښتګر مشر څنګه د ژوند له نعمته محروم او بې برخې کړل شو.

داسې ويل کېږي چې د ( سي آی اې) او ( کي جي بې) دوزخي استخباراتي سازمانونو د ډاکټر نجيب الله د ملي روغې جوړې او پخلاينې پلان د سبوتاژ او د ده د وژنې لپاره د ملګرو ملتونو سرمنشي او د افغانستان لپاره د هغې ځانګړي استازي بينينسيوان ته چې په ظاهره يې د روغې جوړې پلان پر مخ بېو، پنځه اويا ميليونه امريکايي ډالر ورکړي وو، همدا رنګه د ډاکټر نجيب الله د شهادت وروسته د ايټاليا د استخباراتو يوه مامور د نوم د نه ښودلو په شرط مشرق ورځپاڼې ته داسې ويلي وو: د امريکا د مرکزي استخباراتو ادارې سي ای اې له يوې ايټالوي کمپنۍ څخه چې د ډرک مافيا په کارو بار کې د ککړتيا تور پرې لګېدلی دی د ډاکټر نجيب الله د واکمنۍ د راپرځولو لپاره ديرش ميليونه امريکايي ډالر تر لاسه کړي او هغه يې د شمالي ټلوالې په واک کې ورکړي دي، همدا لاملونه و چې په پايله کې د سولې پر پلان او وطن ګوند د روغې جوړې پر نوښتونو د واشنګټن او مسکو په سپارښتنه  د شا له خوا د ملگرو ملتونو سرمنشي او په کابل کې د ده د خاص استازي په لاس د خنجر ګزار تر سره شو، هېواد د قدر د تشې په ډنډ کې ورګډ شو، د سولې او روغې جوړې پر ځای يوه ملي غميزه او په وينو لړلي تراژيدي د افغان ملت د برخليک لامل شوه چې دا زړه بګنونکي تراژيدي په ټول قوت سره لا هم روانه ده.

واشنګټن د هغه يو شمېر لويديځ انډيوالان او په کابل کې د ملګرو ملتونو سياسي اداره ( يوناما) او د دوی يو شمېر افغاني پلويان د سولې او روغې جوړې په نوم چې کومې خبرې کوي دوی اوس هم عملا په خپلو کړو وړو کې رښتيني او صادق نه دي.

ملګري ملتونه د پخواني شوروي اتحاد د دړې وړې کېدو له مهاله د امريکا د متحده ايالاتو اجيره اداره ده او دوی د دې ادارې له لارې په نړۍ کې خپل شوم او شوينيستي پلانونه پرمخ بيايي. د ډاکټر نجيب الله وژنه د ملګرو ملتونو په لمن د بې ننګۍ تور داغ پرېښود، ترڅو چې دا نړۍ وي او د دوی دا شريکه او اجيره اداره وي دا دې بې ننګۍ تور داغ به د تل لپاره د دوی پر لمن پروت وي، ځکه د شهيد نجيب الله د قتل مسئله د دوی د پلانونو برخه جوړوي.

په اخر کې بايد ووايو، هغه ورځ لرې نه ده چې افغانان به د خپل اتل شهيد پر قبر جنډه ودروي د مبارکۍ لپاره به ورشي ورته وبه وايي:

اتل شهيده!

ته يو رښتينی وطنپان افغان يې، ته د افغان تاريخ نه هېرېدونکی اتل شهيد يې، افغان ولس پر تا وياړي!

موږ تا ته د درناوي وړاندې کولو او ستا څخه د بخښنې په خاطر راغلي يو. موږ په دې باور يو چې اتل شهيد به په ګور کې خپل وطنوالو او ولسونو ته په خندا شي او ورته وبه وايي:

ما خپله وينه د خپل ملت لپاره صدقه کړي او خپل بې رحمه قاتلان مې بخښلي دي، خو تاريخ به کله هم داسې بې رحمه اُجرتي قاتلان معاف نه کړي.

هوکې!

ډاکټر نجيب الله به د خپلو اتلو خلکو په منځ کې تل ژوندی وي، ځکه د خپلې وعدې سره سم يې پر وطن سر کېښود.

روح دې ښاد وي

هيلې او ارمانانو نه دې بريالي وي

د وطن د لارې د اتل شهيد ډاکټر نجيب الله د شهادت د څلرويشتم تلين په ياد،

محمد يوسف انتظار- خوست