مواضع حزب وطن در رابطه با رویداد اخیر به مناسبت

۲۴ مین سال شهادت دوکتورنجیب الله

بسم الله الرحمن الرحیم

څو ساده پوښتنې :

درنو هیوادوالو !

ستاسو په شاهدی او منځګړتوب ، ټوپک مارانو ته بلنه ورکوو چه د لږ وخت له پاره د خشونت او زور زیاتی منطق په تاقچه کی کیږدي ، خپل ماغزه وکاروئ او د استدلال پر مټ ووايي چه ولی د ډاکتر نجیب الله پلویان او خواخوږي حق نه لری چه د هغه د شهادت تلین ولمانځی ؟

ولی ، بله هره ډله او کړۍ کولای شی د خپلي خوښی د شهید یاد تازه وساتی ، خو د ډاکترنجیب الله ملګري او خواخوږي لدی حق نه بی برخي دي ؟

مونږ پوښتو چه تاسی د انسانی او په اساسی قانون کی د  تسجیل شوو ارزښتنو ، د بیان په ازادی او د غونډو د دایرولو په حقونو باور لری که نه ؟

 ډاکترنجیب الله چه د افغانستان جمهور رئیس وو او د خپل ورور سره په مظلومانه توګه د ټولو انسانی ، اسلامی او افغانی دودونو او ارزښتونو خلاف شهیدان شول ، د هغوي د یادوني غونډه  کومه قانونی ستونزه لری ؟

څرګنده ده چه هیڅ قانونی خنډ او ستونزه نشته ، یوازینۍ ستونزه او خنډ ټوپک سالاری او زورواکی ده . د ځینو افرادو او کړیو سلیقه او کرکه  چه تل هر قانون تر پښو لاندی کړی او  کوی ،  ددی لاری خنډ دی ، او هماغسی ئی چه د ښوونځیو د نجونو پر مخ ئي تیزاب پاشل ، اوس د ډاکترنجیب د شهادت د یادونی د غونډی د اخلال او مخنیوی لپاره د ارګ ، پارلمان او د لویي  جرګې د خیمې د محاصری امر صادروی .

ولی د ډاکترنجیب الله یاد په تاسو اور بلوی ؟ هغه نور جسماً مړ دی او بیرته نه را ژوندی کیږی خو دا ډار ستاسو له زړونو  څخه نه اوزی . ځني کسان بی واکه خوله پرانیزی او تهمت لګوی چه ډاکترنجیب الله مړي ئي کړي !

راځی دا خبره به  وڅیړو:   

هغوې چه په شهید ډاکترنجیب الله اتهام واردوی دا  جرئت او اخلاقی  شهامت لری چه خپل ګریوان ته هم  سرونه ټیټ کړي ؟  خدای پاک حاضر او ناظر وګڼئ ،  که نورو ته نشي ویلای د لومړی ځل لپاره دی ځان ته رښتیا ووائی چه دوي څومره خلک  وژلي ؟ دوي ته ددی جرم په خاطر کله او چا سزا ورکړه ؟ دا قاتلین لا اوس هم سرې سترګې ګرځي او بی شملی خانی کوي او حکمونه صادروي !

دوي دی دا ووائي په دی جرم تر اوسه څوک اعدام شوی ؟ اعدام پریږده ، څو تنه بندیان شوې ؟

ددی ټولو ګناکار ډاکترنجیب الله وه چه خپلو مخالیفینو او له هغی جملی همدوی ته ئي ورونه وویل ، د ملی پخلاینی په لاره کی ئی سر کښیښود ، له واک او اقتداره ئی لاس واخست او په ملی ګټو ئي له هیچا سره معامله ونکړه ؟

راڅئ که دي تورو سپینوو ته حاضر یاست مونږ په ورین تندۍ بحث او مناظری ته حاضر یو !

خوش بود گر محک تجربه آید به میان

تا سیاه روی شود هرکه در در او غش باشد

رفقا و دوستان !

جایگاه ارج گذاری به حماسه شهادت داکترنجیب الله و همه شهدای راه آزادی در قلب ملیون ها انسان هموطن ماست . با لجن پراگنی چند یاوه سرا گزندی به آن نمیرسد . شما شاهد بودید که هزاران هموطن ما علاقمند شرکت در محفل یادبود او بودند ، شما ملاحظه نمودید که صد ها جوان پرشور با احساسات پاک با وجود همه تهدید ها حاضربودند سینه های خود را سپر گلوله نموده و با متانت و شجاعت در برابر زورگویان ایستاده ګی نمایند .

آنانیکه خلاف تمام ارزش های انسانی و آزادی های مدنی حتی از یادبود شهادت یک فرد هراس دارند و چنین دیوانه وار عکس العمل نشان میدهند ، روشنترین نمادی از تعصب ، تحجر و غلامی بیگانه گان اند.

ما رشادت و دلیری نسل جوان و بالنده ترقیخواه و حق طلب را تحسین نموده و خطاب واژه های ناصواب و اتهامات ذهنی را بر آنها حد اقل بی انصافی و غرض آلود میدانیم ، آنان را از مکر فرصت طلبان وشر ماجراجویان برحذر میداریم . مبادا فرصت طلبان کمین نشسته اراده و نیت نیک آنانرا در پارچه نمودن هرچه بیشتر حزب وطن و هواخواهان آن سو‌‌ء استفاده نمایند .

جوانان بیدار !

همانطوریکه در برابر ارتجاع سیاه مردانه ایستادید ، به آنانیکه ساطور بدست ، آماده جدا نمودن پارچه دیگری از حزب وطن اند ایستاده گی نموده نه بگوئید .

 راه ما راه صلح و مصالحه و راه مشعلدار شجاع آن شهیدداکترنجیب الله است . در حراست از راه و اندیشه نجیب الله و تحفظ میراث معنوی وی (حزب وطن) در پهلوی شما قرار داریم . 

رفقا !

یکجا با همه وطنپرستان با صفوف فشرده از هر زمینه ممکن برای یادبود سالروز شهادت رهبر تان استفاده معقول نمایید .

زمستان می گذرد ، سیاه رویی به ذغال می ماند !

یاد داکترنجیب الله و همه شهدا را ګرامی میداریم !

شعبه تبلیغات و مطالعات سیاسی وستراتیژیک حزب وطن

میزان ۱۳۹۹ ـ سپتمبر ۲۰۲۰