اسلام اباد ته د عبدالله سفر او په غني خیلو کې موټربم 

په داسې حال کې چې اسلام اباد ته د افغانستان د سولې شورا د مشر عبدالله عبدالله او ورسره پلاوي له سفر دوې ورځې تیریږي، افغانان د ننګرهار ولایت په غني خیلو کې چې د ډيورند تپلې کرښې سره نږدې پرته ده، د بلې خونړۍ غمیزې قربانیان دي. په دې ترهګریزه پېښه کې لږ تر لږه ۱۵ کسان شهیدان او له ۴۰ ډېر نور کسان ټیپیان دي. برید چې د ولسوالۍ ودانۍ ته څېرمه شوی، تر ډېره ماشومان او ولسي وګړي پکې وژل شوي دي!

عبدالله عبدالله د سولې شورا مشر د یو پلاوي په ګډون د سیپټمبر په ۲۸ مه د دریو ورځو لپاره اسلام اباد ته په رسمي سفر تللی وو. عبدالله ته اسلام اباد کې د لوړ میلمه پتوګه هرکلی ویل شوی.

په دې سفر کې عبدالله د پاکستان د ولسمشر، لومړي وزیر، د بهرنیو چارو وزیر، د ولسي جرګې مشر او لوی درستیز سره لېده کاته او خبرې کړی او وروسته يي د هغه هېواد د سترتیژیکو څېړنو په مرکز کې وینا کړې ده.

اسلام اباد ته د عبدالله سفر چې له پخوا په پام کې وو او اسلام اباد د خپلو لیدلورو او غوښتنو په تړاو مناسب فرصت ته منتظر وو، د دې سفر لپاره يی بلنه ورکړه او دا سفر ترسره شو. بلخوا دا سفر په داسې وخت ترسره کیږي چې دوحه کې د افغان دولت او طالبانو تحریک د سولې د مرکچي پلاوو ترمنځ د خبرو د اجندا پر سر ستونزه نه ده هواره شوې او خبرې د خنډ سره مخامخ دي.

عبدالله په دې سفر کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي سره په لېدنه کې د افغان سولې بهیر کې د اسلام اباد رول ستایلی او ویلې يي دي چې اوس به دواړه هېوادونه پر یو بل شکونه پریږدي. د ده په خبرو کې هڅه شوې افغانانو او نړیوالو ته د اسلام اباد یوازې یو مخ نندارې ته وړاندې شي. خو د پوځي او استخباراتي لوړپوړو چارواکو سره د عبدالله خبرې، د تړلو دروازو ترشا ترسره شوي او رسنیو ته نه دي راڅڅېدلي.

د اسلام اباد چارواکو د تل پشان افغان پلاوي ته بیا ډېرې لاپې او باټې ویشتلي او تر سفر وروسته عبدالله او د هغه ځیني نږدي خواخوږي له سفر ډېر راضي ښکاري. مګر د خوښۍ او رضایت کوم ښکاره دلایل، بیان او انځور په رسنیو کې نه ګورو او هرڅه د پنډو او تورو پردو ترشا خوندې شوي څرګندیږي!

د اسلام اباد له لاپو یوه دا ده چې قریشي وايی، خبرو میز ته د طالبانو راوستل اسان کار نه وو او اوس چې خبرې پیل شوی دا د سیمې هېوادو له همکارۍ پرته پرمخ نه شي تلای. د سیمې له هېوادو  د قریشي موخه خپل هېواد، پاکستان دي. نوموړی زیاتوي «موږ امن او ارامۍ ته اړتیا لرو او زمونږ [د پاکستان او افغانستان] امن او ارامي سره تړلي دي. زه واضح بیغام ورکول غواړم چې زموږ هیڅ خوښه نه ده او نه غواړو چې ستاسې په داخلي چارو کې لاسوهنه وکړو، موږ ستاسې د حاکمیت، ازادۍ او ځمکني تمامیت درناوی کوو، ډېوه راډیو»

همدارازعبدالله ته غوړې خبرې چې رسنیو ته راوتلي نورې هم شوي، یوه يي دا ده چې پاکستان په تېر کې د افغانستان په اړه تېروتنې کړي او په اینده کې به داسې تېروتنې نه تکراریږي.

د خبرو میز ته د اسلام اباد لخوا د غلامانو پشان د طالبانو وروستل چې طالبان د داسې څرګندونو په خلاف غبرګون نه ښۍ، د طالبانو په رضا دلالت کوي او د دې ادعا څرګند ثبوت دی چې طالبان د اسلام اباد له ملاتړه هیڅ هم نه دي.

بلخوا د خبرو میز ته د طالبانو وروستل، د اسلام اباد د دې څرګندونو سره چې په اینده کې به د افغانستان په اړه تېروتنې نه تکراروي، ښکاره په ټکر او تضاد کې دي!

دا چې اسلام اباد وايی، د دوی له همکارۍ پرته د سولې خبرې پرمخ نه شي تلای، هم د سولې په خبرو او هم د افغانستان په کورنیو چارو کې د دې هېواد ښکاره لاسوهنه بربنډوي.

بلخوا دا چې اسلام اباد وايی د افغانانو حاکمیت، د ځمکې تمامیت او ازادۍ ته درناوي لري، د عبدالله په مشرۍ د افغان پلاوي تر سفر وروسته، درې ورځې هم خپلو وعدو ته ژمن نه پاتیږي او خپلو لاسپوڅو طالبانو ته وايی چې ننګرهار کې غني خيل په نښه کړۍ او یوه لویه غمیزه رامنځته کړي.

د غني خیلو د نننۍ غمیزې په تړاو ولسمشر غني پخپل غبرګون کې وايی« طالبانو او نورو تروریستي ډلو سره لاس یو کړی او هره ورځ بې ګناه وګړي وژني او عام المنفعه تاسیسات وېجاړوي.»

د غني خیلو دا پېښه که بل څوک په هر ډول تعبیر او تفسیر کړي، اسلام اباد ته د عبدالله د وروستي سفر او نوموړي سره د پنجابي واکمنانو د وروستیو لاپو باټو سره  يي بې تړاوه نه شو ګڼلای!

د غني خيلو غمیزې بیا وښوده چې د اسلام اباد په هیڅ ژمنه او قول باور نشته!

د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر ۳ مه

 سرلوڅ مرادزی