حللار حذفول نه، بلکې سره جوړېدل دي 

اوس چې په دوحه کې د افغان دولت او د طالبانو د تحریک د مرکچي پلاوو ترمنځ د روغې جوړې خبرې روانې دي، افغانان انتظار لري چې دا خبرې په دایمي اوربند او په افغانستان کې په تلپاتې سولې پایته ورسیږي.

د افغان دولت او طالبانو د تحریک د پلاوو ګډه ناسته، تر هرڅه مخکې په دې معنی ده چې هم افغان دولت د طالبانو تحریک د یوه افغان تحریک پتوګه پېژني او د دوی د غوښتنو په اړه، د جګړې پرځای خبرو ته ورسره ناست دی او هم طالبان دا مني چې په افغانستان کې د کوم سیاسي تنظیم یا ډلې سره چې د دوی د روا غوښتنو د درک او پلیتوب واک نه لري، نه دي ناست؛ بلکې د یوه دولت سره مخامخ دی چې په ملي او نړیواله کچه په رسميت پېژندل شوی او د طالبانو تحریک روا غوښتنو ته ژمن او د هغو د منلو او پلیتوب واک لري.

افغان دولت د طالبانو تحریک سره د روغې جوړې په موخه د ناستې لپاره، پيچلې لار ووهله او د تحریک سختې غوښتنې يي ومنلې او هغه يي پلې کړي. څه د پاڅه ۵۰۰۰ تنه بندیان يی چې هغوی کې قاچقبر، ټولوژونکي، جنایتکاران او جاسوسان موجود ول، له یو شرطه پرته چې دا کسان به بیرته د جګړې لیکو ته نه ستنیږي، خوشي کړل. تېرکال يي هم ۸۰۰ تنه بندیان د لويي جرګې په غوښتنه طالبانو سره د ښه نیت په موخه له بنده ازاد کړل. په وارونو وارونو يي طالبانو ته د اوربند وړاندیز کړی چې له یو ځل پرته، طالبانو نه دي منلي. په داسې حال کې چې طالبانو هیڅکله حتی په اخترونو او نورو ملي او مذهبي ورځو کې هم افغان حکومت ته د اوربند وړاندیز نه دی کړی او برعکس په داسې ورځو کې يي جګړه هم سخته کړې ده.

بلخوا افغان دولت په ځلونو طالبانو ته وړاندیز کړی چې د مکې معظمې په ګډون هر چیرې چې غواړي، خبرو ته ورسره کښیني؛ خو طالب پرته له دې چې خپله داسې کوم نووښت له ځانه وښۍ، د افغان دولت وړاندیز يی نه دی منلی او د داسې وړاندیزونو په اړه يي ځان ناګاره او بې تفاوته نېولی!

په دې منځ کې د خواشینۍ غټه خبره دا ده چې ډېر ځله طالبانو دا وړاندیزونه د دولت د کمزورۍ نښه ګڼلې ده! 

د دغه بېلګو د وړاندې کولو څخه موخه دا ده چې د دوحۍ د سولې ناسته د افغان حکومت په هلو ځلو، د افغانانو په بې دریغه قربانیو، اوربند او سولې ته د افغانانو د څلویښت کلونو په انتظار رامنځته شوی او نه ښای دا ټولې هڅې او انتظارونه اوبه یوسي او برباد شي. افغانانو ته به ډېره غمجنه وي چې دواړه پلاوي نهیلي او بې نتیجې یو کابل او بل کويټې ته ستانه شي او د جګړي غمیزه لا پسې اوږده او د افغانانو تاریخي حریفان او قسم خوړلي دښمنان خوشاله شي.

دا چې نږدې د یوې میاشتې په تېرېدو، د خبرو د اجند پر سر ډېر پرمختګ نه دی شوی، د ډېرې  خواشینۍ خبر دی!

که د طالبانو تحریک د خبرو په اجندا کې داسې یو څه ځای پرځای کولو ته په تمه وي چې هلته هڅه دا وي چې افغان دولت لومړي د یوې ډلې کچې ته راټيټ کړي او وروسته ورسره په خبرو کې ځان د اسلامي امارت او یا د اسلامي نظام د یو بل نوم  تر چترلاندې د ټول دولتي واک میراثخور وبولي او افغان دولت ته په خپل خیالي انځور شوي نظام کې د یوې ډلې په حیث قایل وي او ونډه يي هم په همدغه کچه له مخکې ټاکل شوي وي، داسې تګلار د روغې جوړې لار نه ده او د افغان دولت د حذف په معنی تعبیریږي.

په یوه رسنیزه څرګندونه کې په دوحه کې د طالبانو د پلاوي ویاند ښاغلی نعیم وردګ وايی چې امریکایانو په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو واکمني نسکوره کړه، اوس چې د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحۍ پریکړې له مخې امریکایان وځي، دولت باید بیرته طالبانو ته وسپارل شي. د ده په وینا طالبان افغان موجوده حکومت په رسمیت نه پېژني، ځکه د ده په وینا دا حکومت د امریکایانو په اشغال کې جوړ شوی.

د طالبانو د ویاند نعیم وردګ خبرې چې د طالبانو رسمي دریځ څرګندوي، د افغان دولت پلاوي سره چې اوس ورسره ګډه ناسته لري، اړوپیچ او متضاد معلومیږي. اړوپیچ يی دا دی، که طالبان موجوده حکومت د امریکايي اشغال ثمره بولي او په دې لامل هغه نه پېژني، بیا څنګه دغه حکومت سره خبرو ته ناست دی؟

طالب چې اوس حکومت سره خبرو ته ناست دی، په داسې څرګندونو ایا د اجندا جوړېدو مخې ته خنډ نه ګرځي؟

طالب باید دا ومني که دا ځل بیا وغواړي یوازې راشي او ټول دولتي واک چې هر نوم ورکوي د ده شي، په یوازې ځان حکومت لکه څنګه چې يي په تېر ځل کې ونه شو کړای، بیا يي هم په هیڅ صورت نه شي کولای!

په یوازې ځان د طالب حکومت به د بلې کورنۍ جګړې پیل وي. که طالب په دې فکر وي چې په موجوده حکومت کې به ځینې کړۍ او یا په ټولنه کې ځیني کسان د ډار او تطمیع له لارې دوی سره ملګري او ډله به يي پیاوړې او د حکومت جوګه به شي، په داسې فالونو او لوړ خیالونو حکومت نه کیږي. بلخوا که طالب دا خیال ولري چې ګنې افغان ولس دوی سره دی، نن افغانان هغه پروني نه دي چې په ۹۰ کلونو کې له مجاهدینو پزې ته راغلي ول او له ډېر مجبوریته يي د طالب په وړاندې غبرګون ونښود. برعکس نن افغانان له ننني طالبانو او پروني مجاهدینو چې له بده مرغه اوسني حکومت کې غوړه ونډه هم لري، له دواړو ښه خاطره نه لري او دواړو ته د غیرې ضروري مجبوریت له مخې لالا وايي!

ګلبدین هم نارې وهلې چې ټول افغان ولس ده او د ده ډلې سره دي، خو په تېرو ټاکنو کې یوازې ۳ ٪ سلنه رايې واخیستي!

د طالبانو وراخوا نورو ډلو لکه اسلامي جمعیت، دوستمیانو او هزارهګانو هم لاپې وهلې چې افغانان دوی سره دي، خو پخپلو ملوک الطوافي واکمنیو کې يي د جګړې مخه ونه شوه نېولی، کورنۍ جګړه يي پیل کړه، هېواد او افغانان يي د نیستۍ کچکول ته کښېنول!

هیڅ ډله د طالب په ګډون په یوازې ځان پر افغانانو حکومت نه شي کولای، سوله نه شي راوستلای او د جګړې مخه نه شي نېولای. د هېواد د ودانۍ او د افغانانو د سوکالۍ کار خو د دوی په اجندا کې نشته!

که طالب اوس هم په دې اند وي چې غواړي په یوازې ځان پر افغانانو حکومت وکړي، سخت تېروتی دی. هغه بهرني هېوادونه لکه پاکستان چې د طالبانو تر شا ولاړ دی، هم نه شي کولای چې طالب په یوازې ځان حکومت ته ورسوي.

نظام ټول باید د طالب نه وي، بلکې طالب دې د نظام برخه شي او برخه دې وي. افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دي او هره ډله حق لري چې د قانون سره سم په واک کې ونډه ولري.

لکه څنګه چې افغان حکومت حق نه لري چې طالب د دولتي واک له ونډې بې برخې کړي، داسې طالب هم حق نه لري چې «میم زرما، ټوله زما» افغانان دولت او یا بله کومه افغان سیاسي ډله له واکه بې برخې وګرځوي.

حللار د یو بل حذفول، ګوښه کول او له منځه وړل نه دي، بلکې یو بل منل او سره جوړېدل دي!

د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر ۱۶ مه

سرلوڅ مرادزی