ولې په حکومت کې ملي لوری تخریبیږي؟

په دولت او په تېره بیا حکومت کې ملي لوری او ملي سیاستونه، زیات تخریبیږي. داسې تخریبونه باید د روغو او سالمو نیوکو سره چې د سیاستونو او تګلارو په سمون او ګټورتوب خپل اغیز ښندي، مغالطه نه شي. طبیعي ده دلته دا پوښتنه رامنځته کیږی چې ولې حکومت کې تر رنځورو، عیب منو او ملي ضد لیدلورو زیات، هغه لیدلوري او تګلارې تخریبیږي چې د هېواد د ملي ګټو، نظام او د قانون د پلیتوب هڅه کوي؟ بلخوا ولې د هغو کړیو په افشا کې چې په ورته وخت د حکومت برخه جوړوي او د حکومت د ناوړتیا او کمزورتیا اصلي لامل هم دي، چوپتیا اختیاریږي؟ همداراز دا پوښتنه هم پرځای ده، کوم عناصر او ورانکارې کړۍ دي چې دا ډول تخریب کوي او تر شا يي څوک او د کومو موخو لپاره په مورچل کې ناست دي؟

د پوهېدو وړ ده، هغه کسان او کړۍ چې ګټې يي د نظام سره په ټکر کې دي، په پوهاوۍ او خبرتیا نظام تخریبوي، د دوی پېژند هم ګران نه دي او ګټې يي څرګندې دي، خو هغه کسان چې په ناپوهۍ او ناخبرۍ نظام تخریبوي او ګټې يي د نظام له پیاوړتیا سره په ټکر کې نه دي، د نظام په وړاندې داسې دریځ يي زیات د اندیښنې وړ دي!

 روانه اوږده جګړه چې د افغانانو د ملي ګټو لپاره نه، بلکې له بهره او د پردیو ګټو په موخه پر هېواد تپل شوې، تر هر څه مخکې په کور دننه هغه کړیو ته لار هواروي چې د نظام، قانون او ملي ګټو په وړاندې دریږي، ملي سیاستونه تخریبوي او ملي کادرونه په نښه کوي.

د مرکزي حکومت په وړاندې دوه ډلې چې خپل منځ کې په وړو ډلو او ګروپونو ویشلي دي، د لید وړ دي. له دې دوو ډلو څخه طالبان چې رهبري يي پاکستان کې ده، د مرکزي حکومت او نظام په وړاندې يي وسله رااخیستي او جګړه کوي؛ خو د ګلبدین په سرخېلۍ د اسلامي ګوند یوه برخه چې هېواد کې دننه ده؛ طالبانو سره په همفکرۍ او خواخوږۍ مرکزي حکومت له وسلوالې جګړې پرته، تخریبوي. اسلام اباد ته د ګلبدین په وروستۍ سفر داسې انګېرل کیږي چې هلته به د استخباراتو (ISI) او پوځیانو په هڅونه ګلبدین د طالب مشرانو سره چې رهبري يی پاکستان کې مېشت ده، ګډ ایتلاف رامنځته کړي.

دوهمه ډله چې د مقاومت او جهاد بولاله پرلپسې تکراروي، حکومت کې غوړه ونډه لري؛ خو نظام او مرکزي حکومت له دننه لکه د لحد چینجي خوري او تخریبوي، د عبدالله عبدالله او نورو جمعیتي سرخېلانو، زړو ستمیانو، جمعیتي پرچمیانو؛ د دوستم، خلیلي او محقق بدماشانو څخه جوړه ده. دغه ډلې او ګروپونه که څه هم د مرکزي حکومت په وړاندې چې د حکومت برخه هم ده، وسلواله جګړه نه کوي؛ خو لکه چې مخکې ورته اشاره وشوه حکومت له دننه تخریبوي، سبوتاژ کوي او نه پرېږدي چې مرکزي حکومت پر پښو ودریږي!

که طالبان، ګلبدین د پاکستان او د ځینوعربي شیخانو په ملاتړ د مرکزي حکومت په وړاندې د ټلوالې د جوړېدو په تکل کې دي، په دې وروستیو کې اسلام اباد، هند او ایران ته د عبدالله عبدالله وارخطا منډې هم که یوخوا ظاهرآ د سولې د شورا د مشر پتوګه طالبانو سره د سولې په خبرو کې د سیمې هېوادو د ملاتړ په موخه تر سره کیږي، بلخوا د مرکزي حکومت په وړاندې د جهادي نیمژواندې ټلوالي د بیا راژوندي کېدو او د طالبانو او ګلبدین د راټوکېدونکي ټلوالې د مقابلې په موخه هم ترسره کیږي.

د عبدالله عبدالله سفر ایران ته د څو لورو د پاموړ دی. له هغه ځایه چې ایران د دوحي په امریکايي ــ طالبي تړون غونډه کې نه وو بلل شوی او ځان  یو ډول ګوښه احساسوي او بلخوا طالبان د خبرو په اجندا کې غواړي چې پریکړې دې یوازې د حنفي مذهب له مخې وشي، دې ټکو ته په پام د عبدالله هڅه به دا وی چې د ایران پاملرنه زیاته د خپلې مړژواندې جهادي ټلوالې د پیاوړتیا په لور راواړي، نسبت دې ته چې د سولې په خبرو کې د طالبانو په وړاندې د ولسمشر غني په مشرۍ د مرکزي حکومت دریځ  پیاوړی شي.

عبدالله او ډلې يي څو میاشتې مخکې په څرګندونو کې د موقت حکومت خبره کوله، خو د لومړي ځل لپاره يي په ایران کې د موقت حکومت په وړاندې خپل دریځ بدل کړ او هغه هم په دې لامل چې ګنې که طالبان په خبرو کې په موقت حکومت چې یوه غوښتنه يي ده، بریالی شی د دوی جهادي ټلواله به له واکه وغورځوي. بلخوا عبدالله دا هڅه هم کوي چې دغه سفرونو کې پخپلو څرګندونو داسې ملاتړ راجلب کړي چې که طالبان سبا د حکومتي واک برخه ګرځي چې مخکې تر مخکې د هغوی واک د محدودیت لپاره لار هواره شوې وي او لکه ګلبدین غوندې يی له دولتي واکه ورو ورو ګوښه او مرور کړی.

کېدای شی طالبان د شمالټلوالې په دغه هڅه پوهېدلې وي چې ټلواله غواړي طالبان په داسې یو حالت د حکومت برخه وګرځوي چې سبا په اسانۍ وکولای شی پر طالبانو غلبه ومومي او له واکه يي ګوښه کړی. لیرې نه ده د طالبانو دا اندیښنه د خبرو د په ټپه درېدا یو لامل وي.

همدارنګه د مرکزي حکومت په وړاندې د هغه کسانو څپڅپانده او کله کله تخریبونکی دریځ چې ګټې يی د مرکزي حکومت د پیاوړتیا او سولې سره تړلي، د اندیښنې وړ دی.

دوی د دې پرځای چې طالبانو، ګلبدین او د عبدالله عبدالله جهادي مافیا ته مخه کړی، خپل زړه په مرکزي حکومت یخوي. دوی زیات وخت د هغه حکومت تګلار غندي چې د دوی د ګټو ملاتړ کوي.

مرکزي حکومت د بلا ستونزو سره مخ دی، باید په مخکې يي نورې ستونزې جوړې نه شي او ملاتړ يي وشی!

یوازې د مرکزي حکومت پیاوړتیا  حللار ده!

د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر ۲۱ مه

سرلوڅ مرادزی