د اسلام اباد د بلنو شا ته څه روان دي؟ 

داسې ښکاري چې د امریکا او طالبانو د دوحۍ هوکړه لیک په درشل کې د امریکا، اسلام اباد او طالبانو ترمنځ؛ په ټوله کې د افغانستان د راتلونکي برخلیک او په ځانګړې توګه د حکومت د ډول او نظام په اړه، معامله شوې ده. د درېواړه لورو په وروستیو څرګندونو او اقداماتو کې د ورته توب داسې نښې نښاني له ورایه ښکاري چې د یوې ګډې معاملې تعفن ترې خېژي!

د امریکا له لوري، رسنیو ته مخکې هم څڅول شوې وه چې د دوحۍ په هوکړه لیک کې دوه داسې پرېکړې (یا ښای له دوو زیاتې!) چې د هوکړې په ښکاره متن کې نه دي بیان شوي، ځای پر ځای شوي دي. دا دوه پرېکړې چې هوکړه لیک کې ځای کړی شوي خو رسنیو، افغان دولت او افغانانو څخه پتې ساتل شوی؛ داسې مثال لري چې وویل شی؛ هغه څه شی دی چې په رنګ ژيړ، په خوند تریو او په بڼه ګرد دی؟ طبعآ سړی پوهیږي چې نارنج دی.

اوس سړی پوهېدای شي چې هغه پټې پریکړې به موقت حکومت، د اسلام اباد تر عینکو او واک لاندې د افغانستان راتلونکي برخلیک، حکومت او نظام ټاکل او د هېواد برخلیک د ۱۹۹۲ کال، لېدل شوي فلم او سناریو ته بیا غورځول وي!

له نیکه مرغه په افغان حکومت او دولت کې ملي کسان دغې پټې سناریو ته له مخکې متوجه شوي او د رسنیو په کچه يي رسوا کړې.

د روان لمریز کال د غبرګولي په ۲۶ مه، ولسمشر غني د انتلانتیک شورا سره په یو ویديويي کنفرانس کې د دې پوښتنې په ځواب کې، که د سولې لپاره له واکه د هغه لېرې کېدل یو شرط وي، هغه به يي ومني؟ وویل، «دا یو تکرار شوی فلم دی، موږ دغه فلم په ژوند لېدلی دی. هیله کوو چې له موږ د دغه فلم د بیا تکرار غوښتنه مه کوۍ. موږ پوهیږو انجام يي څه دي»!

همدارنګه د تلې په ۲۹ مه، د هېواد د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، BBC سره په خبرو کې هم وویل، هېواد د کورنۍ جګړې د یو ریښتینې ګواښ سره مخامخ دی. محب خبرداری ورکړ چې طالبان جوړ جاړي او د امریکا په منځګړتوب د سولې تړون ته چې په ټپه درېدلی اوسني حالت مات کړي، چمتو نه دي.

د افغان سولې په چارو کې د امریکا استازی، خلیل زاد د دوحۍ تر هوکړې وروسته که څه هم په خبرو کې وايی، «پر دواړو لورو خپلې خبرې منو، له فشار هم کار اخلو، تاند د تلې ۱۷ مه»، خو په عمل کې فشار یوازې پر افغان دولت لېدل کیږي، پر طالب لوري چې امریکایان وايي د دوحۍ هوکړه کې يي دوی سره د «اورکم» ژمنه کړېو فشار هیڅ نه ښکاري؛ برعکس جګړه زیاته شوې او د هېواد تقریبآ ټولو ولایتونو ته غځېدلې ده!

افغان دولت څه د پاسه ۵۰۰۰ طالب بندیان د ښه نیت او ریښتیني اور بند په موخه، خوشې کړل او په نورو برخو کې يی هم تر ډېره بریده، له خپلخوا زیات نرمښت ښودلی؛ خو طالب لوري په یومخیز ډول د جګړې زیاتوالي او غځېدو ته مخه کړې چې تازه بېلګه يي د هلمند خونړۍ او ویجاړوونکي جګړه ښودلی شو!

د امریکا لخوا «پر دواړ لورو» د خپرو منل او فشار یو رسنیز اعلان او طالب ته د لا فرصت ورکولو لپاره یوه مخکینۍ خبرتیا  ګڼلی شو. دا فشار په عمل کې یوازې پر افغان دولت اچول کیږي او طالبانو ته فرصت ورکوي چې له هغې په ګټه خپلې روانې جګړې ته شدت او نوي ابعاد ورکړي!

اسلام اباد ته د ګلبدین سفر هم د دې لويي سناریو یوه برخه ګڼل کیږي او دوحه کې د سولې خبرو د په ټپه درېدو او د امریکا، اسلام اباد او طالبانو د درې اړخیزې معاملې سره نږدې تړاو لري.

د افغانستان لپاره د موقت حکومت بولاله چې ګلبدین په اسلام اباد کې یو ځل بیا رسنیزه کړه، د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان زړه طرحه ده چې د روان لمریز کال د وري په ۵ مه يي د ایکسپریس تریبیون پاکستانۍ ورځپاڼې د راپور له مخې خبریالانو ته په اسلام اباد کې کړې وه. عمران خان خبریالانو ته ویلي ول،«د افغان سولې بهیر به هغه وخت بریالی شي چې په افغانستان کې یو بې طرفه موقت حکومت شتون ولري»

دا چې طالبان دوحه کې د سولې د خبرو په اجندا کې د «اوربند» پرځای لومړی د نظام په بدلون ټينګار کوي، د عمران خان او ګلبدین د موقت حکومت له توطيې څخه سرچینه اخلي او د دوحیې امریکايي ــ طالبي هوکړه لیک ورته هم زمینه برابره کړې ده.

 په ۱۹۹۲ کال د مۍ میاشت په ۲۱ مه، په تکببر نومې مجله کې چې کراچۍ ښار کې خپرېده، پر پوښ يی د جنرال اسلم بیګ او جنرال حمید ګل له خولې لیکل شوي ول «د حکمتیار پرته هیڅ حل امکان نه لري. افغانستان زموږ بهرنی سیاست نه، بلکې زموږ د وجود برخه ده، فیسبوک څخه»

حتی د ISI دې پخواني مشر جنرال حمید ګل خو دا هم ویل چې ګلبدین تر ما (حمیدګل) زیات پاکستانی دی!

د اسلام اباد لخوا په وروستیو کې د سولې د شورا مشر عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار، د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني او ورسره پلاوي او د اوازو له مخې په راتلونکې کې د اسلامي جمعیت د یوې څانګې مشر صلاح الدین رباني ته بلنې چې په ډېر تودښت ورکول کیږي؛ په دوحه کې د ولاړو خبرو او د افغانستان په ډګر د طالبانو د تودې جګړې څخه د عامه افکاو د اړولو لپاره د اسلام اباد یوه هڅه ګڼلی شو.

پرون د اکتوبر په ۲۶ مه، اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ غونډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرشامحمود قریشي د امریکا او طالبانو ترمنځ موافقه تاریخي وبلله، خو په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمېدا يي په بین الافغاني خبرو کې له پرمختګ سره تړلې وګڼله. په بین الافغاني خبرو کې له پرمختګ څخه د قریشي موخه د موقت حکومت په اړه ده چې په ښکاره يي ګلبدین ته دنده سپارلې او تر پردې شاته يي طالبان لمسولي او د ولسي جرګې مشر رحماني او ورسره پلاوی پر غوږ وهي چې د اسلام اباد په اند، تر سره کېدونکي سناریو سره  له مخکې د خپل سازش چمتووالي ولري او د افغان مرکزي حکومت څخه مخ وګرځوي.

په دې غونډه کې د اسلام باد هڅه په دې خبره څرخېده چې وښۍ وروستیو کلونو کې د دواړو هېوادو ترمنځ کلنۍ سوداګرۍ له دوه نیم میلیارد ډالرو تر یو میلیارد هم ټيټه شوې ده او پړه يي افغان لوري ته اوړې چې ګنې افغان حکومت له سویل نه شمال ته پام اړولی، د منځنۍ اسیا هېوادونو سره يي اړیکې پراخې کړې، ایران سره يي سوداګري پراخه کړې، د چابهار بندر درې اړخیز تړون يي کړی او همدارنګه د سیمې هېوادو سره يي اقتصادي دهلیزونه پرانیستې دي، بي بي سي»

د اسلام اباد د بلنو تر شا که یوخوا په دوحه کې د سولې د خبرو د نه پرمختګ او د جګړې په میدان د طالب د وحشتونو د پټولو هڅه روانه ده، بلخوا د طالب پر لوري د افغان مرکزي حکومت څخه د ځینو ډلو او کړیو د جلاکولو او تېښتې هڅه بللی شو چې اسلام اباد سره يي لا په اتیا یمو کلونو کې د افغانستان ضد اړېکې درلودلې!

د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر ۲۷ مه

سرلوڅ مرادزی