د اسلام اباد د تظاهر او منافقت نوې څپه

د امریکا په ټاکنو کې د جوبایډن انتخاب چې د راتلونکې ۲۰۲۱ کال د جنوري په ۲۰ مه به په رسمي توګه د هغه هېواد د ولسمشر پتوګه دنده تر لاسه کړي، پاکستاني چارواکې هڅولي چې مخکې تر مخکي د امریکا نوي مشرتوب ته ځان بېوزلي او د ترهګرو لخوا قرباني وښۍ، چې ګوندې د ختیځ لوري هند او د لوېدیځ لوري افغانستان له ترهګرو ملاتړ کوي او په کور دننه د پاکستان امنیت ته يی ګواښ پېښ کړی دی.

د امریکايي ټاکنو د پایلو د اعلان سره سم، اسلام اباد د افغانستان او هند په وړاندې هممهال په بې سرو بوله او زهرجنو تبلیغاتو پیل کړی چې هغه د دې هېواد د تظاهر او منافقت تازه څپه ګڼلای شو!

د پاکستان د پوځ ویاند بابر افتخار د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي سره په ګډه ناسته کې د تېرې شنبې په ورځ ادعا کړې چې پاکستان کې د ترهګرو ډلو طراح او ملاتړی د هند د استخباراتو یو ډګروال (راجیش) دی چې کابل کې د هند سفارت کې کارکوي. د پاکستاني پوځ دې ویاند دا ادعا هم کړې وه چې د پېښور د کرنې پر پوهنتون بریدونو کې د ننګرهار یو قومي مشر (فریدون خان مومند) چې اوس په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی دی،لاس درلود.

دغو ادعاوو ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې اعلامیه کې وايی«د افغانستان اسلامي جمهوریت په روښانه ټکو یو ځل بیا ټینګار کوي چې موږ د ترهګرۍ د یوه عمده قرباني هېواد په توګه، د هر ډول ترهګرۍ پر وړاندې له توپیر پرته مبارزې ته ژمن یو او هېڅکله د دې اجازه نه ورکوو چې د افغانستان له خاورې څخه دې د نورو هېوادونو پر وړاندې د ورانکاره فعالیتونو لپاره کار واخیستل شي» او زیاتوي«د حقیقتونو د روښانه کولو لپاره دې یو نړیوال باصلاحیته پلاوی وټاکل شي»

تر کومه ځایه چې د پېښور د کرنې پر پوهنتون برید کې د پاکستان استخبارات او پوځ د (فریدون خان مومند» لاس لرلو ته ګوته نیسي، نوموړي څخه د شته پېژند په تړاو ویل کېدای شي چې هغه خپله د پاکستان استخباراتو ته ډېر نږدې کس شمېرل کیږي او د پاکستان د پوځ دا ادعا د ننګرهار ولسونه ښه ارزولی او ردولای شي.

د پاکستان پوځ، استخبارات او رسنۍ يي په سیمه او نړۍ کې په درواغ ویلو، بوهتان، سبوتاژ او له حقیقته په انکار کې نړیوال ریکارډ لري. خپله لوړپوړي چارواکي يی هم  یو وخت په وارونو وارونو په هېواد کې دننه د ترهګرو په شتون او ملاتړ اعتراف کوي؛ خو بله ورځ د سیمې او نړۍ په سترګو کې ننوځي او د ترهګرو په ملاتړ نور ملامتوي!

له بده مرغه د پاکستان په نوم، سیمه او نړۍ د یوه داسې شیطان هېواد او د داسې چارواکو سره مخ ده چې په هیڅ هم نه شرمیږي!

پاکستاني چارواکي د ایبټ اباد پوځي چوڼۍ ته څېرمه، بن لادین نړیوال ترهګر ته هم ځای ورکوي او د پوځ پخواني مشر پرویز مشرف يي «د پاکستان اتل» بولي.

په افغانستان کې د هند په اړه د اسلام اباد وروستۍ څرګندونې او ادعاوې که څه هم زړې او له موده لوېدلې، خو د امریکا نوی مشرتوب ته يی د دې لپاره ځلوي چې د ترهګرو په پاللو کې د امریکا او نړۍ پام له ځانه بچ او د افغانستان او هند په لور يي وګرځوي.

اسلام اباد چې په کور دننه د پښتنو، بلوڅو او سندیش له قومي غورځنګونو سره مخ دی او د هرې ورځې په تېرېدو سره د دغه غورځنګونو د نویو قومي غوښتنو او څپو سره مخامخیږي؛ یوخوا د دغه غورځنګونو د بې اعتبارولو لپاره د دوی په ملاتړ د افغانستان او هند نوم اخلي او بلخوا د دغو غورځنګونو سره د مقابلې لپاره د پوځ تر څنګ ترهګرو ډلو ته اړتیا لري چې پخپله يي روزي او پالي، خو د بدنامولو لپاره يي د افغانستان او هند ملاتړ پرغاړه وراچوي.

بې ځایه نه ده چې د پوځ ویاند بابر افتخار وايی«بلوچستان ایالت کې د بلوچ لیبرېشن ارمي (د بلوچستان د خپلواکۍ سر تیري، بي ایل اې) په وسیله د کړکېچ رامنځته کولو هڅه کېده، چې په وینا یې اوس هم روانه ده. (کراچۍ کې د الطاف حسین ګوند اړوند وسله والو ته د وسلې ورکولو له لارې هند له دې ډلو سره مالي مرستې کولې» او دغه راز تور پورې کوي،«هند د ټولو ترهګرو ډلو تر منځ د یوې ټلوالې رامنځته کول غواړي، بي بي سي»

د پوځ د ویاند بابر افتخار په خبرو کې تازه ټکی چې د پاکستان پوځ او ISI به يی له دې وروسته زیات تبلیغوي او ګواښونه به کوي، هغه په پاکستان کې ملتپال ګوندونه او په تېره بیا د پښتنو قومي غورځنګ «P.T.M » دي. نو ځکه نوموړی وايی«دې کې د ملتپالو ګوندونو اړوند ډلې هم شته»

داسې ښکاري چې ISI او پوځ د P.T.M سره د نوي او زیات زور زیاتي لپاره تیاري نیسي!

پاکستان چې د ملي بودیجي او بهرنیو پورونو زیاته برخه په پوځ او استخباراتو لګوي او د عام ولس د خیر ښېګڼې چارې يي په ټپه ولاړې دي، د دې هېواد بحراني وضعه نوره هم بحراني کوي. بلخوا د خپلې بودیجې یوه برخه د ترهګرو په روزلو لګوي چې د کشمیر په جبهه او په افغانستان کې يي د اجیرو طالبانو د اړتیاوو لپاره مصرفوي. په ورته وخت په څو جبهو کې د اسلام اباد توده جګړه او په کور دننه او سیمې سره د برتانوي هند زوړ سیاست اسلام اباد اړباسي چې په تبلیغاتي ډګر کې د درواغو ماشین لا فعال وساتي.

په همدې لامل يي د افغانستان او هند پر غاړه د خپلو روزلو ترهګرو وراچول، د نن ورځې تود شعار ټاکلی دی!

د ۲۰۲۰ کال د نومبر ۱۵ مه

سرلوڅ مرادزی