جهادي مافیا او امرالله صالح

که څه هم د مرکزي حکومت او جهادي مافیا تر منځ شخړه راوروسته دوه لسیزې او تر هغې وړاندې هم مخینه لري، خو د ۲۰۲۰ کال له ټاکنو وروسته چې  ولسمشر غني او دولت ساز ټیم په ټاکنو کې بریالی شو، دا شخړه یو بل پړاو ته ورننوځي.

د دولت سازټيم تګلار یوازې د ټاکنو لپاره یو لنډمهاله طرحه او غوښتنه نه ده، بلکې دا د افغانستان لپاره چې مرکزي دولت يي د بهرنۍ لاسوهنې او تیري او بلخوا د جهادي مافیا د بېلا بېلو ډلو ترمنځ کورنۍ جګړې له منځه وړی وو، یوه بنسټیزه او مبرمه طرحه ده چې ټول هېوادپال باید د هغې په پلیتوب کې د دولت ساز ټیم سره د زړه له کومي همکاري وکړي او پرینږدي چې د مرکزي دولت مخالف ځواکونه دا  تګلار شنډه کړي.

د مرکزي دولت له سمون او پیاوړتیا پرته، نه هېواد ته امنیت اوسوله راتلای شي، نه جګړه ختمېدلی شي او نه د هېواد د ابادۍ او د افغانانو د سوکالۍ غوښتنې او هیلې ترسره کېدای شي.

په وروستیو څو کلونو کې د جهادي مافیا هڅه دا وه او لا ادامه لري چې هېواد بیا د واک په بېلا بېلو برخو وپاشي او په هره برخه يي د ۱۹۹۲ کلونو پشان خپل واک وچلوي. جهادي مافیا په تېرو دوه لسیزو کې د داسې ملي ضد هڅو په وړاندې ډار او پیاوړی مقاومت نه وو حس کړی لکه نن چې يي د دولت ساز ټیم د هڅو له کبله احساسوۍ.

د جهادي مافیا د بېلا بېلو ډلو او نورو فاسدو کړیو او د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال ښاغلي امرالله صالح ترمنځ وروستۍ ناندرۍ او شخړه هم د مرکزي دولت د سمون او پیاوړتیا او بل لورته له مرکزي دولته د تېښتې او بیا ملوک الطوافي ته د پنا وړلو لپاره ترسره کیږي.

له هغه ورځې چې ښاغلي صالح د ولسمشر لخوا د«امنیتي میثاق» په طرحه لومړی د کابلښار او وروسته د نورو لسو لویو ښارونو د امنیتي او یو لړ نورو چارو د سمون لپاره ګمارل شوی، جهادي مافیايي په ملي شورا(ولسي جرګه او مشرانو جرګه)، حکومت کې دننه او رسنیو کې پر وړاندې بېسارې غوغا پیل کړې او له هیڅ ډول کرکې او سپکاوۍ ډډه نه کوي!

د «امنیتي میثاق» په وړاندې د جهادي مافیا په سر سر کې عطامحمد نور او د هغه نږدې حواریون او لارویان رامخته کیږي. عطا نور څه مهال وړاندې ویلي ول چې امرالله صالح د ولسمشر د لومړي مرستیال د دندو پرځای د نورو ادارو په چارو کې لاسوهنه کوي. د عطانور همداسې څرګندونو د هغه او د ښاغلي امرالله ترمنځ اړیکې خړې کړې. د عطا نور اندیښنه د حیرتانو بندر د عوایدو په اړه د پوهېدو وړ ده. ښاغلي صالح ویلي ول« حیرتان له مفسدینو پاکوم» او د عطانور د اندیښنو په تړاو يي زیاته کړې وه« میثاق امنیتی سند محرم نیست. از مقام ولایت بلخ خواهیم خواست که آنرا به اختیار همه نهاد های دولتی و غیر دولتی بگذارد. ضمایم میثاق فهرست آدم هایی است که در انواع مختلف فعالیت های ضد نظم عامه ازجمله باج گیری و زور گویی و غصب زمین دست دارند.آن فهرست را نیز نشر خواهیم نمود تا مردم نظر بدهند که کجایش خطاست. پاک کاری بندر حیرتان از وجود مامورین موریانه صفت که سالهاست نظام مالی کشور را از درون ضعیف و پوسیده کرده اند نیز شامل کار است»

د حیرتانو د بندر عواید اسلامي جمعیت او د عطانور د بدماشۍ لپاره یوه زرینه سرچینه او لنګه غوا ده. د مزار  جهادي مافیا او په سر کې يي عطا نور د دي بندر او بلخ ولایت کې د نورو زیرمو او د ولایت د اهمیت په اړه خپلې موخې نه پټوي او هغه د امرالله صالح په وړاندې داسې بیانوي«اگر رویدادهای تاریخی کشور را بدرستی بخوانید و درک کنید، جبهه بلخ در پیروزی جهاد به عنوان باب الفتح کشور شمرده میشود و همینگونه پیروزی مقاومت در کشور در نزدهم عقرب سال ۱۳۸۰ از بلخ رقم خورد و در کنار آن از نخستین کسانی هستم که پایه‌های حکومت مرکزی را از بلخ تقویت کردم»

خو عطا نور چې وايی «پایه های حکومت مرکزی را از بلخ تقویت کردیم»، بیا د امرالله صالح په وړاندې چې د حیرتانو د بندر عواید مرکزی دولت ته غواړي او په دې برخه کې د مافیا د تصفیه کولو خبره کوي، ولې مخې ته دریږي؟

عطا نور باید وپوهیږي چې مقاومت او جهاد دواړه زړې او له موده لوېدلې کلمې دي او افغانان پوهیږي چې دواړه د غنیمت، شتمنۍ او مافیايي واک لپاره کارېدلي او نن هم کاریږي!

په ولسی جرګه کې د ښاغلي امرالله صالح په وړاندې، د ولسي جرګې د سرخېل  میر رحمان رحماني او یو محدود شمېر وکیلانو غوغا هم، په اسلامي جمعیت کې د عطانور او الله ګل مجاهد غوندې کسانو له لمسون څخه رامنځته شوې.

میر رحمان رحماني چې د پخواني کودتاچې جنرال بابه جان ورور او جمعیتی پرچمي دی، د ۱۹۹۲ کال راهیسې له بغاوت او کودتا وو څخه پخه تجربه لري؛ نن هم چې ولسمشر غني او د هغه مرستیالانو ته د استعفی ګواښونه کوي، توپیر يي یوازې دا دی چې نن د دیموکراسۍ په اکټ او بویه د مدنې «استعفی» په مټ غواړي بغاوت ته لار هواره کړي او مرکزی حکومت دا ځل د بلخ له لارې نه، بلکې د ولسي جرګې له لارې نسکور کړي.

باید هېره نه کړو د ښاغلي صالح په وړاندې زهرجنو تبلیغاتو هغه مهال لا زور واخیست چې هغه د کابل پوهنتون د انتحاري برید په اړه، خپل فیسبوک پاڼه کې ولیکل« د کابل پوهنتون د برید طرحه ګر پنجشیری دی او ونېول شو» صالح زیاتوي« ياد کس عادل نوميږي او د محمد عارف زوی دی، چې اصلي د پنجشير ولايت اوسېدونکی دی خو د کابل په څرخي پُل سيمه کې اوسيږي. ياد کس څو اړخيز هويت لري چې پر طالبانو، حزب التحرير او داعش پوري تړاو لري. تر درېيم ټولګي یې شرعياتو پوهنځي کې زده کړې دي او بيا وروسته حقاني شبکې ته تللی دی. ياد کس ته ويل شوي چې برید  په دې موخه وکړي، چې حکومت بدنامه او کمزوری وښيي او د خلکو زړه ترې تور کړي، روهي بریښناپاڼه»

الله ګل مجاهد چې د ښاغلي امرالله صالح په وینا «نه الله دی، نه ګل دی او نه مجاهد»، خبره هغه مهال رسنیز شوه چې د کابلښار د دولسمې حوزې د پولیسو امر څو تنه نامسووله وسلوال ونېول او د دې پېښې په وړاندې الله ګل د نوموړې حوزې امر وګواښه. د دغه نامسووله کسانو په کورونو کې چې الله ګل ته نږدې دي، وسلې او مهمات نېول شوي دي.

په ۱۳۹۲ کال د چنګاښ میاشت په ۱۲ مه هم د الله ګل کسانو په ده سبز ولسوالۍ کې ۹ ولسي کسان وژلي ول چې هغه مهال د کابل پولیسو د جنايي جرمونو ضد برخې مشر له افغان حکومت او ملي شورا غوښتي ول چې په ولسي جرګه کې د کابل وکیل الله ګل مجاهد د نېولو حکم ورکړي.

خو د همدغه الله ګل په تړاو، عطانور ښاغلي امرالله صالح ته وايی«به قول برادر گرامی الله گل مجاهد متوجه باشید با من اشتک بازی نکنید که طرف شما بخشی از تاریخ این سرزمین است.»

عطانور د امرالله صالح د هېوادپاله هڅو په وړاندې، د الله ګل غوندې لنډه غر د دې هېواد د تاریخ برخه بولي. سل افسوسه! دې ته وايی د یوه لنډه غر په اړه د بل لنډه غر قضاوت!

د کورنیو چارو وزارت غوښتل چې د فوټبال د فیدراسیون پخواني سرخېل کرام الدین کریم چې د فوټبال نجونو په جنسي ځورونې محکوم دی په یو پلان شوي عملیاتو کې ونیسي، خو همدغه مافیايي کړیو تر اوسه کریم په پنجشیر کې پټ ساتلی او د مرکز په وړاندې بغاوت ته دوام ورکوي.

د ۲۰۲۰ کال د نومبر ۲۵ مه

سرلوڅ مرادزی