زمونږ سوله د پاکستان په لومو کښی !

ولی ؟

پاکستان د سیاسی ، ټولنیزو – اقتصادی اړیکو او جغرافیایی جوړښت د لحاظه یو زیان منونکی هیواد دی .  یو کم سورۍ او نری هیواد دی چه عملاً د بیلا بیلو قومونو د ټوپک د سیوری لاندی فدرالیزم او د ایالتونو تر منځ د اقتصادی ودی وحشتناکه توپیر ، ددی هیواد د ماتیدو ضریب په لوړه کچه ساتلی دی .

له هغه ځایه چه ددی هیواد د قدرت اصلی واګی د نظامیانو په لاس کی دی ، د ټولنیزی او اقتصادی متوازنه ودی د ستراتیژی ، نظامی استراتیژی ددی ډار پر بنسټ غوره شوی ده چه د پاکستان د ماتیدو لاملونه ددی هیواد ددوام په تناسب ډیر پیاوړی دی . دی هیواد د بنګله دیش د تجربی نه په معکوس ډول زدکړه او د سرکوب او فشار پر بالیسی لا پسی تکیه شو.

د پاکستان اصلی واکمنان ددی ډار د ختمولو په خاطر ، د خپل افغانی سیاست بنیادی مسئله « عمق ستراتیژیک » یا ستراتیژیک ژوروالی په نامه  نظامی ، سیاسی دکتورین ته مخه کړه .

په نظامی برخه کی  د خپلو « نیابتی » او اجیرو ځواکونو په ذریعه ، په افغانستان کی د جنګونو ، بی ثباتی او افتراق په رامنځته کولو او پکۍ وهلو داسی اعمال ترسره کړل چه افغانستان باید دومره ضعیف شي چه پاکستان وکولای شی په ډیره آسانۍ کم ترکمه د هندوکش په لمنو کی ځای په ځای شی . 

په سیاسی لحاظ  داسی قوتونه باید په افغانستان حاکم شی چه د پاکستان لاس پوڅې وې او یا لږ ترلږه ددوي د نامشروع ګټو ساتندوی وي . او په اقتصادی لحاظ افغانستان له یوی خوا ددوی د « تلپتو» او وراسته موادو مصرفی بازار وی اوله بلی خوا دوي وکولای شی چه په آزاده او بلا مانع ډول مرکزی آسیا سره راکړه ورکړه وکړي .

وسایل ئي څه دي ؟

په خواشینۍ سره چه د شلمی پیړی په شپیتمو او اویاومو لسیزو کی د پښتونخوا او افغانستان د ځینو سیاسی او دولتی مشرانو د قصدي یا سهوې تیروتنو په نتیجه کی ، پاکستان ته ځنی بهانې او وسایل په لاس ورغلل او بیا کله چه اخوانیان ( چه دوی  تنظیمي ډلې تری جوړکړل )  دوی ته په لاس ورغلل  ورپسی په افغانستان باندی د شوروی اتحاد د یرغل په نتیجه او د ساړه جنګ په اوج کی چه د ډیرو غربی او عربی هیوادونو د مادی او معنوی او نظامی مرستو څخه هم برخورداره شول ، ددوی جرأت ، شدت عمل ، ښکاره او بربنډ لاس وهنه دومره زیات شو چه نور دوي دا عمل « خپل مشروع حق » بولی ځکه هم وسایل ( جهادی تنظیونه ) او هم پریمانه مالی امکانات ئي پیدا کړل ، تر هغه ځایه چه ځان يي د اټومی سلاح تر لاسته راوړلو پوری تقویت کړل .

نور نو پاکستان د افغاتستان په برخه کی ځان مطلق برلاسۍ ګڼی ځکه تنظیمی مشران ( په خاص ډول افراطې کړې ) ، ډیری جنګی قومندانان ، یوشمیر«سیاسیون» او تکنوکراتان داسی ددوی د استخباراتی ادارو او په سر کی د آی اس آی په لومو کی بند شول چه خپله به  په ټول ژوند څه چه ددوی اولادونه به هم په دي لومو کی بند او ددوی وسایل به وی . په همدي دلایلو او امکاناتو پاکستان نه په اتایمه لسیزه کی د ژنیو د پریکړو پروا وساتل او نه ددوی وفادارانو د افغانستان د دولت او شهیدډاکترنجیب الله د ملی مصالحی غږ ته مثبت ځواب ووایه  او نه هم د ملګرو ملتونو د سولی پنځه فقره ایزه طرحی ته ئی غاړه کښیښودله .

کله چه تنظیمی ډلې کابل ته ننوتلې په لمړنۍ ګذار ئی د آی اس آی په هدایت د افغانستان د مسلحو قواوو جرړې وایستلی او وروسته پسی ټولي دولتی او  اقتصادی زیربناوی ئي نیست او نابود کړلي ، هیواد او په خاص ډول کابل ئی په کنډواله بدله کړ. په زرهاوو انسانان ووژل شو او په زرهاوو هیواد پریښود چه دا ټول پلان شوی او په «مراد» برابر وو .

د تنظیمی جګړو په دوران کی یو شمیر «مجاهدین» چه جهاد ته ئی د یوه دینی فریضې په توګه کتل او یو شمیر نورو ته ئي چه د وطن په فضا کی د هیواد سره مینه پیدا شو ، د پاکستان د سیاستونو په مخالفت ودریدل ، له بلې خوا د ګډوډۍ په فضا کی د افغانستان ټولو نږدی او لیری ګاونډیو ته د آزاد لاس وهنې او د نیابتې «مفرزو» جوړولو امکان برابر شو چه د پاکستان د ګټو سره برابر نه وو ، د پاکستان ټول پلانونه ددوی په خوښه عملی نشو . نو طالب ئی د «سولی» د راوستلو په پلمه رامنځ ته کړ ، د پاکستان پلان دومره دقیق وو چه حتی پخوانی پاچا هم د طالب په راتګ سره خپل د  «بوټانو بندونه» وتړل !

طالب خپله واکمنۍ کی سوله تآمین کړه  خو د حضیری سوله !

د افغانانو د ملی غرور ، تاریخ او فرهنګ له منځه وړل او  سپکاوۍ دی حد ته ورسیدل چه یو پاکستانۍ کرنیل تقریباً ټول افغانستان یی اداره کوو او فرمان ئی ورکوو . وروستې قضایاوی هم ټولو ته معلومي دي .

په دی وروستۍ شلو کلنو کی د افغانستان او پاکستان د دولتی مشرانو په تګ او راتګ ، د لس هاوو بی نتیجې رنګارنګ کمیسیونو په جوړولو ، د امریکی او ناټو په موجودیت او کله کله ظاهری منځګړتوب ، بیا هم وینو چه د پاکستان په پالیسۍ او عمل کی یو انچ تغیر هم ندی راغلی او په همدی ډول طالبان هم د خپلو غوښتونو څخه یوه وجب هم شاته کیږی نه .

د حل لاره څه ده ؟

سره له دی چه دی سوال ته ځواب ډیر مشکل او پیچلۍ دی خو زما له نظره افغانان باید په لاندی ټکو سره صلاح شئ :

افغانستان په اوس وخت کی دا توان نلری چه پاکستان ته «دسرو سترګو په ښودلو» هغه په خپل ځای کښینوی . سره له دی چه ټوله نړی او په افغانستان کی موجود بهرنیان ټول حتی زمونږ نه په ښه ډول پوهیږی چه پاکستان څه کوی او څه غواړی ، خو دوي ته خپلې ګټې مهمې دې ، مګر د هیواد واکمنان بیا هم دوي ته زارۍ وکړی چه پاکستان مونږ ته ووهه یا پر خپل ځای ئی کښینوه ؟ ټول پوهیږو چه دا ناشونی ده ، مګرهغه وخت چه ددوې خپلې ګټې وغواړی . نو یوه لاره شته چه مونږ په خپلو پښو ودریږو او په خپلو امکاناتو دحل لاره پیدا کړو هغه د ٬٬ خپل مات لاس د پردی تر روغ لاس ښه ګڼل دی ٬٬  . څنګه ؟

د سوله غوښتونکو خلکو په حیث د با عزتی سولی د مذاکراتوملاتړ وکړواو پرټولو جمهوری غوښتونکو قوتونو فشار راوړو چه د نظر او عمل یووالي ته ورسیږي .

څومره چه کیدای شی ټول ملی ، دموکرات او ترقی غوښتونکي احزاب ، حلقې او اشخاص ، ټولو ته په یوه منونکی ، عملی او معقوله اډانه د ټولو پخوانیو ګِلو او ناندرو په پریښودلو ، د هیواد د راتلونکی په خاطر سره یو ځای شئ . په پرون کی ژوند کول پریږدي .

د ټولو جمهوری غوښتونکو او دموکراسی پلوه ډلو سره مشترکه ژبه پیداکړی .

د هیواد د ملی امنیتی ځواکونو بی دریغه ملاتړ وشی .

د دولت د هغه پلانونو ځنی چه د نوي ترانزیتی لارو ( ځمکنۍ او هوایی ) ایجادول دې حمایت وشی او ټولو ګاونډیو هیوادو سره د چین په شمول ، نوې ترانزیتې لارې پیداشی تر څو د پاکستان د انحصار ځنی خلاص شو.

د هیواد د اوبو په تنظم او« مدیریت » باید ټینګار وشی تر څو ددغی لاری ګاونډیانو سره د «امتیاز» د راکړی ورکړی جوګه شو .

 ددغی تاریخی طرحی ( دا طرحه د ډاکټرنجیب الله له خوا هم وړاندی شوی وو) ځنی چه افغانستان د سوداګری په څلور لاری بدل شی  ، ټینګ ملاتړ وشی تر څو عملی شی .

ددی ټولو عملی کیدل آسانه کار نه دی ، خو د اتحاد یووالی او د خلکو په ټینګه اراده ، په خپلو وطنی امکاناتو عملی کوول ئي نه یوازی چه ناشونی نده ، ممکن ده او ستره وطنی دنده ده چه په نتیجه کی به مونږ نه یوازی د پاکستان په مقابل کی بلکه د ټولو ګاونډیانو د لاس وهنو د مخنیوی په خاطر به مضبوط وسایل په اختیار کی ولرو .

زما له نظره که چیری د افغانستان حکومت هم همدغه پلانونه لری ،  سره له ټولو کمبودیو او نواقصو ، د همدي پلانونو په تطبیق کی د ټینګ ملاتړ وړ ده .  

ډنمارک

04.01.2021‎‎