الف.م.الف

حوره

حوره د جنت د بسیا ژوند او شیخانو نه په تنګ شوه . په زړه ئی راوګرځیدل : څه کیدل که د نن او پرون، دغم او ښادۍ دنیا ته

راغلی وای ، او د لټې او هڅې خوند ئی څکلای وای .

د زړونو واکمن هغه دی نړی ته راولیږله ، خو هغی چه کله واوریدل دلته هر ګیره ور ځان د هغی خاوند بولي نو له ویری ئی د ګلو

بڼ ته پناه یوړه ، هلته د ګل بوټو له څانګو راوټوکیده ، غوټی شوه ، وسپړیده او ګل شوه ، او بیا د سهارنی وږمې په غیږ کی پاڼه

پاڼه ورږیده او سا ئی ورکړه .

دریغه چه چا د حوری ښکلا و نه لیدله !