موقته اداره یعنې د نظام نسکورول!

طالبان او په کور دننه یو شمیر محدود کسان چې فکر کوي په موقته اداره کې به یوازې ولسمشر اشرف غني ګوښه شي او نظام به روغ او سالم پاتې شي، حقیقت کې د ولسمشر غني د ګوښه توب تر ماسک لاندې، نظام سره د دښمنۍ لپاره راوړاندې شوي دي. په ماسکو کې د طالبي سیاسي دفتر او د سولې پلاوي د مرستیال عباس ستانکزي څرګندونې چې د ولسمشر د استعفی او موقتې ادارې په اړه يي کړې، د طالبي جهاد د رسوايۍ تشت له بامه راخطاکړ او دا يي وښوده چې دې ډله کې د ستانکزي پشان جګړه پالو جهاد، یوازې د څوکۍ لپاره کړی او ترې اخوا هېواد کې د سولې او خیر ښېګڼې لپاره بله هیڅ کومه موخه نه لري!

په ۲۰۰۱ کال، کله چې د بن کنفرانس کې د افغانستان لپاره د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ موقت حکومت جوړېده، د موقتې ادارې له زیانونو سره سره چې ناخوالې يي تر اوسه افغانان ګالي، بیا هم هلته د هغې په اړه سیمه ایز او نړیوال توافق موجود وو. په موجوده حالاتو کې په کور دننه او له هېواد بهر، په دسې حال کې چې هېواد کې د ولسمشر غني په مشرۍ منتخب حکومت او نظام موجود دی، نه په موقته اداره توافق شته او نه ورته اړتیا لېدل کیږي.

د طالبي موقتې ادارې غوښتنه په بهر کې یوازې د اسلام اباد د چارواکو له خولې راوتلی او په ماسکو کې د ستانکزي په خوله تکراریږي چې شاته يي د ماسکو تایید هم ورسره مل ښکاري.

په کور دننه د اسلام اباد او نن د ماسکو له څو محدودو ګوډاګیانو پرته، چې څېرې او تېرې کارنامې يي افغانانو ته څرګندې دي، هیڅ یو افغان هېواد کې بیا موقته اداره نه غواړي او موقته اداره د نظام د نسکورولو لپاره توطیه بولي.

د دښمن دا څرګندونې چې وايي، دوی نظام ساتي خو غواړي چې یوازې منتخب ولسمشر اشرف غني ليرې شي؛ د دوی ټول تبلیغ په دې راڅرخي چې د ولسمشر په ګوښه کېدو جګړه ختمیږي، د دوی موقته اداره به سوله راولي او وطن به ګل و ګلزار کړي؛ خو افغانانو د دښمن دا ډول خبرې، فریب او توطیه په ۱۹۹۲ کال هم لېدلې او نه غواړي هغه بیا تکرار شي.

د طالبي او په کور دننه د څو نورو ګوډاګیانو د موقته ادارې په اړه، ولسمشر غني په انلاین توګه اسپین امنیتي غونډې ته وايي« موږ لنډمهالې ادارې لرلې چې د وینې بهېدنې لامل شوې. کابل ۱۹۹۲ کې د یوې لنډمهالې ادارې لخوا ویجاړ شو، صدر اعظم (ګلبدین، زما په قلم) پر خپل ولسمشر (برهان الدین، زما په قلم) بمونه وغورځول او ولسمشر له صدر اعظم سره جنګېده.»

طالبي او د څو نورو ګوډاګیانو موقته اداره به د ۱۹۹۲ کال د رباني په مشرۍ د موقت حکومت او په ۱۹۹۶ کال د طالبي امارت غمیزه بیا تکرار کړي او افغانان به بیا د لاندې برخلیک سره مخ شي:

ــ موجوده نظام او اساسي قانون به چې د سیمې په کچه ساری نه لري، له منځه یووړل شي

ــ د ولسمشر غني د حکومت په ړنګېدو سره به د ۱۹۹۲ کال پشان د حکومت او مرکزي واک خلا رامنځته شي، کابلښار او ولایتونه به بیا د طالبانو او جنګسالارانو ترمنځ د واک په بېلابېلو حوزو وویشل شي او کورنې جګړه چې د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۶ کلونو له کورنیو جګړو څخه به څو ځلې خونړۍ او ویجاړوونکې وي، پیل او ادامه پیدا کړي.

ــ د هېواد اردو او امنیتي ځواکونه به د حکومت په نشتون او د واک خلا کې وپاشل شي او دا وضعه به د کورنۍ جګړې لا تودېدو ته لار هواره کړي

ــ د اردو او امنیتي ځواکونو وسلې به چې په خورا سختیو تهیه شوې، بیا لکه د نویمو کلنو پشان پاکستان ته وچلیږي؛ ټاکونه او نورې درنې وسلې به د عادي اوسپنو په بیه پر پاکستان خرڅې او یا وړیا پاکستان ته ورکړل شي

ــ الوتکې که څه هم دا مهال لکه د نویمو کلونو غوندې ډېرې نلرو، دا به هم پاکستان ته کباړ شي

ــ دولتي ملکیتونه به لوټ شي او د طالبي او جهادي غلو ترمنځ به وویشل شي

ــ د خلکو شخصي ملکیتونه به لوټ شي، د شهزاده سرای او د پیسو د تبادلې نور ځایونه به لکه په نویمو کلنو کې چې د نظارشورا لخوا لومړی لوټ او بیا ورته اور واچول شو، بیا چور او وسوځول شي

ــ پوهنتونونه، ښوونځي، مدرسي به لومړی لوټ شي او به وسوځول شي

ــ روغتونونه، درملتونونه او کلنیکونه به هم لومړی چور او وروسته به وسوځول شي

ــ زده کوونکې، محصلین، ښوونکي او استاذان به څه ووژل شي او نور به بیا کډوال شي

ــ ډاکټران، انجینران، څېړونکې، څارنوالان، خبریالان، لیکوالان، شاعران، قاضیان، جنرالان او افسران به ووژل شي او څه به بیا کډوال شي

ــ منورې ښځې به ووژل شي او نورې به په کورونو کې بندیوانې شي

ــ بېسوادي، ناپوهي او جهالت به له سره وهڅول شي

ــ سپي جنګول، مړزجنګول او چرګان جنګول به د سقاو د حکومت پشان بیا رونق ومومي

ــ د اوبو بیالې به شاړې شي او خلک به د بارانونو لپاره د استرخا لمونځونو ته وهڅول شي، کرهڼه به په ټپه ودریږي او ویل کیږي به چې خدای خیرالرازقین دی، کار مه کوۍ اوغم هم مه خورۍ

ــ جوړ سړکونه به په بلدوزرونه ویجاړ شي او د هېواد ترنسپورټ به په ټپه ودریږي

ــ هېواد به له نړۍ ګوښه او د پنجاب د امرونهې لاندې به واک چلوي

ــ ملي تاریخ، ملي هویت اوکلتور به مسخه شي، هېواد به د عربۍ اوثقالانو او پنجابیانو د خرافاتو او مزخرفاتو ټاټوبی وګرځي

ــ د هېواد په څو برخو د پاشل کېدو خطره به په حقیقت بدله شي او په پای کې به هېواد لکه د پخوانۍ یوګوسلاوې پشان په څو ټوټو وویشل شي

پورته نیمګړی انځور چې ما د طالبي او جهادي واک په رامنځته کېدو وړاندې کړ، د داسې واک د کرغېړنو موخو یو له زرګونو هغو بیانوي چې عملي تصویر يي افغانانو په ۱۹۹۲ ــ ۲۰۰۱ کلونو کې په رڼو سترګو لېدلې او د کاغذ پر مخ يي زیات بیان ته اړتیا نه لېدل کیږي.

افغانان باید بیا دغه طالبي ــ جهادی خردجالي حکومت ته لار ورنکړي او په وړاندې يي په میړانه ودریږي.

خدای مه کړه که افغانان نن بیا د ولسمشر غني د منتخب حکومت په وړاندې روانې توطيې ته لکه د غازي امان الله خان د واکمنۍ په وړاندې د سقاو توطيې غوندې چوپ پاتې شي او یا د ۱۹۹۲ کلنو پشان د رباني په مشرۍ د جهادي مافیا او وروسته طالبي واکمنۍ په وړاندې بې توپير پاتې شي، په لسګونو کلونو به شا ته لاړ شي او یا به د یوه ملت ــ هېواد پتوګه د سیمې له جغرافيې محوه شي.

د تېر تاریخ ترخې تجربې نه ښای افغانان بیا پرځان وازمايي!

د ۲۰۲۱ کال د جنورې ۳۰ مه