هڅې باید د مرکزي حکومت پر محور راټولې وي

یونس قانوني چې د اسلامي جمعیت د پخوانیو فعالانو څخه یو دی او اوس د هېواد د سولې د عالي شورا د مشرتابه کمیټې غړی دی، په پنجشنبه یوې غونډې ته په وینا کې وايي« که په دوحه کې روان بین الافغاني مذاکرات ناکام شي، له هغو هېوادونو سره چې له طالبانو سره مخالف دي، په ګډه به د خلکو په راټولولو او د طالبانو پروړاندې مقاومت پیل کړي، BBC»

البته دلته قانوني د هېوادو نومونه نه دي اخیستي چې نوموړی به د هغو په ملاتړ خلک راټولوي او د طالبانو په وړاندې به دوهم مقاومت پیلوي. همدارنګه قانوني د هغه خلکو په اړه هم څرګندونه نه ده کړې چې د بهرنیو هېوادو د ملاتړ په صورت کې به د ده لخوا په جوړ شوي مقاومت کې راټولیږي.

بلخوا قانوني په دې غونډه کې« له حکومت بهر د سیاستوالو لخوا د سولې په اړه د یوې طرحې د جوړولو خبر ورکړ او وایي، د دوی د سولې طرحه به په مذاکراتو کې د ښځو او ځوانانو ځای معلوم او د مثبتې او دوامداره سولې په راتلو به افغانستان له جګړې بهر کړي، همغه زیرمه»

ښاغلی قانوني! که هر وړاندیز او نظر لري، مهرباني وکړه هغه د سولې د مرکچي پلاوې او د سولې د عالي شورا له لارې چې تاسو يي د مشرتابه کمیټې غړي یاست، وړاندې کړه. دواړه نه شي کېدای چې په ورته وخت کې هم د سولې شورا د مشرتابه کمیټې د غړي پتوګه او هم د دې شورا تر چوکاټ اخوا له حکومته بهر د سیاستوالو سره د سولې په اړه جلا طرحه ولري. هغه طرحه چې له حکومته بهر سیاستوالو سره يي لري، همغه طرحه د سولې عالي شورا او د سولې مرکچي پلاوې ته وسپاره.

نورو هېوادونو سره د سولې او جګړې په چارو کې اړیکې هم، د مرکزي حکومت دنده او مسوولیت دی، د سولې شورا د غړي پتوګه له دې اضافي دندې هم تېرشه!

خو ټول پوهیږي چې هم په حکومتي واک او هم له حکومته بهر د دواړو غاړو خوړل د اسلامي جمعیت او نظارشورا زړه او پخوانۍ دنده ده او دوی په هیڅ شان چمتو نه دي چې له دغې ناولې او کرغېړنې لوبې لاس واخلي.

طالبانو سره اوربند او سولې ته د رسېدو لنډه او بېخطره لار، پر مرکزي حکومت راټولېدل او د حکومت لخوا د سولې په اړه له وړاندې شوې «لار نقشې» ننګه او ملاتړ دی.

که په دې حساسو شېبو کې له مرکزي حکومته هرڅونه لیرې کیږو، یا د حکومت تګلار په وړاندې هر څونه بېل بېلې تګلارې وړاندې کوو او خپلې قواوې هر څونه پاشو؛ ګټه يي د سولې دښمنانو ته رسیږي، جګړه او روانه غمیزه اوږدوو.

بل پلو په ورته سناریو، د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني هم وايي، چې د ولسي جرګې په څنګ کې يي«د ولسي جرګې د سولې پلاوی» ټاکلی.

که د مرکزي حکومت د سولې پلاوې اخوا چې هلته هم ټولې ډلې ټپلې پکې خپل خپل استازي لري، نور پلاوي هم زیات شي، موخه يی د مرکزي حکومت د سولې«لار نقشه» شنډول دي.

د همدې پلاوې په پته، رحماني د موقت حکومت چیغه پورته کړه چې د ولسي جرګې هېوادپالو غړو يی په ستونې کې وروچه کړه. د حیرانتیا دا ده چې رحماني د موقت حکومت چیغه اسلام اباد کې د هغه هېواد د لومړي وزیر عمران خان سره د ناستې پاڅې وروسته، ولسې جرګې ته راوړه. بلخوا دا هم لېدل شوي چې د موقت حکومت خبره رحماني ته عطامحمد نور په غوږ کې ورڅڅولې وه.

په دې ورځو کې د میدان وردګ ولایت د بهسودو ولسوالۍ اړوند؛ یو بل لنډه غر، علیپور هم وايي چې زه په بهسودو ولسوالیو کې د مرکزي حکومت اجازې ته اړتیا نه لرم او پخپلسر د ځپلو هزاره وروڼو دفاع کوم. په داسې حال کې چې علیپور د څو کلونو راهیسې په یادو ولسولیو کې بېګنا خلک وژني، د خلکو پر مال او ناموس تیری کوي او له ځان يي د حکومت په وړاندې یاغي باغي جوړ کړی. د افغانستان د اساسي قانون د احکامو له مخې مرکزي حکومت د خپلو اتباعو د امنیت مسوول دی، نه علیپور!

د مرکزي حکومت په وړاندې، د یونس قانوني د یادې طرحې، د میر رحمان رحماني د سولې کمیټې او په بهسودو کې د علیپور د بېځایه منطق او حرکت ترمنځ هیڅ توپیر نه لېدل کیږي.

د دې ترڅنګ لېدل کیږي، د روان ۱۳۹۹ کال د دلوې په ۸ مه، عبدالله عبدالله  ايران ته د طالب پلاوي د سفر په اړه لېکلي«ياد سفر د افغانستان حکومت او د مصالحې عالي شورا سره په مشورې او تفاهم تر سره شوی دی. نوموړي دغه څرګندونې نن ورځ کابل کې د اوربند په اړه د افغان ميرمنو ليدلوري او غوښتنې په نوم يو رسنيز کنفرانس کې کړې دي، روهي بریښناپاڼه»

طالبانو سره د اوربند او سولې خبرو په مهال، د مرکزي حکومت د تګلار په خلاف؛ بېلا بېل دریځونه او خوځښتونه طالبانو ته لار هواروي چې افغان پلاوي سره دوحه کې په سولې خبرو کې کلک دریځ ونیسي او یا د سولې خبرې ناکامې شي!

که د سولې خبرې ناکامیږي، دغه خوځښتونه او طرحه وال يي له مسوولیته ځان نه شي ژغورلای!

د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ ۵ مه

سرلوڅ مرادزی