د اوبو مهارول او د مخالفتونو چاغېدل!

ګلبدین او بانډ يي چې نظام کې دننه د جهادي مافیا د نورو بانډونو او د هغو د سرخېلانو سره یوځای، مرکزي حکومت او نظام ګواښي، طالبي ترهګرو سره چې له نظام بهر حکومت تهدیدوي، هیڅ توپير نه لري. دوی د نظام او مرکزي حکومت په ویجاړولو کې د ګډې سیناریو بېلا بېلې برخې جوړوي چې د پردیو په تېره بیا د اسلام اباد لخوا ورته وخت په وخت سپارل کیږي.

ګلبدین په ۱۳۹۶ کال د غوايي میاشت په ۱۴ مه، د ولسمشر غني په هڅونې او مهربانۍ د شمشتو د بوین او سپږن کمپ څخه د پنجابي پوځیانو او د  ISIله تحقیر او سپکې غیږي څخه لکه د شاهین په پنجو کې والوځول شو او د دارالامان د ماڼۍ په څنګ کې په ډېر قدر او عزت کښينول شو چې همدا ماڼۍ په ۱۹۹۲ کال او وروسته د ده د صدارت او د برهان الدین رباني د ریاست او نورې جهادي مافیا په جنګونو کې کنډواله شوی وه.

څونه د شرم خبره ده، ګلبدین هغه ارګ او دولت ته د محاصرې او ړنګولو ګواښونه کوي چې د هغوی په ورکړل شویو وسایلو او امکاناتو نن هم په دارالامان کې لکه د شهزادګانو ژوند کوي.

بابوجان وايي:

په وینځلو به يي سپین نکړي بابوجانه

هر لیمڅی چې د وړۍ اصل يي تور وي

ګلبدین او د جهادي مافیا نورې ډلې ټپلې نن سبا ځکه مرکزي حکومت ته ګواښونه کوي چې حکومت لګیا دې د مافیا، فساد او ترهګرو په وړاندې خپلې هلې ځلې ګړندۍ کوي او بلخوا د هېواد د بیارغونې او د افغانانو د هوساینې لپاره يی پراخې طرحې تر لاس لاندې نېولې دي.

هسې خو جهادي مافیا او ګلبدین د دولت د ټولو جوړونکو طرحو او تګلارو سره دښمني لري، خو په دې وروستیو کې د طالبي مافیا د طرحو په رسوايۍ او د هغوی په سیاسي ګوښه توب کې د حکومت کاري تګلار او بلخوا په اقتصادي ډګر او په تېره بیا د اوبو بندونو په جوړولو او مهارولو کې د حکومت نوې بریاوي، د پردیو په لمسون دغه ډلې پارولي دي.

ګلبدین د افغان حکومت او هندوستان ترمنځ د اوبو «شاتوت بند» جوړولو تړون سره غبرګ پر ارګ د محاصرې غږ رااوچت کړ. د روان کال د فبرورۍ په ۹ مه، افغانستان او هند د «شاتوت بند» جوړولو پروژه لاسلیک کړه. «د هوکړې له مخې هند به د دغه بند جوړولو لپاره ۲۸۶ میلون ډالره افغانستان سره مرسته کوي. دې بند سره به د کابل دوه میلیون وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي، BBC»

د مجاهدینو زیات سرخېلان د اسلام اباد ګټو ته کلک ژمن دی، خو په دوی کې ګلبدین بیا په پوره سپينسترګۍ او بېشرمۍ تر نورو لومړی دی. ګلبدین په دولتي غونډو کې د افغانستان ملي بیرغ او ملي سرود ته نه ولاړیږي، خو د جناح بیرغ او پاکستاني سرود ته بیا لاس په نامه ولاړ وي.

خواره دې شي وینځه چې د وینځې کالي مینځي! د ارواښاد ډاکټر نجیب الله دا خبره د ګلبدین په اړه بشپړ ریښتینوالی لري چې د جهادي مافیا سرخېلانو ته يي د غلام پنجاب د غلامۍ په تړاو کړې وه.

پاکستان د مجددي حکومت سره په ۱۹۹۲ کال د جلال اباد ــ تورخم دوهم سرک د جوړولو ژمنه کړې وه خو هغه سرک په تېرو ۲۸ کلونو کې جوړ نه شو. د ګلبدین په ګډون یو مجاهد کبیر هم غږ پورته نه کړ چې د اسلام اباد هغه ژمنه څه شوه؟ درې سوه میلیون کالدارې چې اسلام اباد مجددي ته د افغانستان د ویجاړۍ په بدل کې د بیا رغونې! لپاره ورکړې وې تر اوسه لادرکه دي!

سړی نه پوهیږي چې اسلام اباد په ګلبدین او نورو مجاهدینو څه جادو کړی، چې په افغانستان کې د هغه حکومت هره وراني او ویجاړي، دوی ته وداني ښکاري او د نورو هېوادو او په تېره بیا د هند هره مرسته ورته د سترګو اغزی بریښي او د رسېدو مخکې يي د ویجاړۍ لپاره مټې بډ وهي.

دا چې د ایران ولسمشر روحاني په یوه تلویزیوني وینا کې چې یوټيوب کې ترلاسه کېدای شي، په بېشرمۍ سره وايي چې ایران، د افغانستان په شمال او جنوب کې د کجکي، کمال خان، سلما او د اوبو نور بندونه، نه شي زغملی او د دوی خراسان، سیستان او بلوچستان ته ویجاړن تاوانونه لري او چاپیریال ته يي زیان رسوي، هم د دغه وطني ورانکارې مافیا مغزونو ته ټکان نه ورکوي او تر پخوا زیات د دغه بېشرمو ګاونډیانو په خدمت کې کاریږي.

د هرات په اسلام کلا ګمرک کې د اور غرغنډې او پکي افغاني سوداګرو ته ۴۰ میلیونه تاوان هم د تصادفي پېښې تر څنګ د نوروشکونه مخه نه شي نېولی چې هر اړخیزې څېړنې ته اړتیا لري!

د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ ۱۵ مه

سرلوڅ مرادزی