ډیر پخواکلونه یوسړی دکورداخیستلوپه تکل کې واو په دي موخه د ښار په ګوټ ،ګوټ کې ګرځیده چې دخپلې خوښې وړکور پیداکړي چې له زیاتوهلوځلو وروسته یې دهغه زاړه ښارپه یوه ورانه ویجاړه سیمه کې یو کور پیداکړچې ارخاوندیې خرڅلاوته وړاندې کړی وله خبرواترووروسته یې دنغدوپیسوپه بدل کې کوردهغه له خاوند څخه وپیره اودخرڅلاوسند یې ترلاسه کړ.څه موده وروسته یې له خپلي کورنۍ سره همدغه کورته کډه راوکړه اوخپل ژوندیې پکې پیل کړ.دکورپه د ن نه کې دلرغونوزمانویوزوړدیوال ولاړوسړي وپتییله چې دیوال راونړوي اودهغه پرځای نوي ابادي وکړي. د دیوال په نړولویې پیل وکړچې یوه ورځ یې د دیوال په تل کې دیوي سترې خزانې په لیدلو سترګې ولګیدې داخوراستره دسرو،سپینواونوروقیمتي جواهراتوخزانه وه چې بیه یې په اسانی سره نه شوای ټاکل کیده .سړی دخیالاتواوچورتونو په سمندرکې لاهوشوخودهغه په تن کې دهغه قیمتي خزانې په څیریوقیمتي غمی پروت اوپه ځلیدو وهغه غمی د ده پاک اوسپیڅلی وجدان و، سملاسي یې دخزانې مخ وپوښه اود دغه کوردهغه پخواني څښتن کورته ورغی اودخوشالیوپه ولوولوکې یې زیری ورکړچې ستاپه کورکې مې ستره خزانه ومونده غواړم چې هغه تاسوته ښکاره اووروسته تسلیم کړم.

سړی د دغه خبرپه اوریدوهیښ پیښ اودهغه صداقت ته حیران پاتې شواوله هغه سره یوځای دخزانې دلیدلوته راروان شول .کله یې چې په کورکې خزانه ولیده سملاسي یې مبارکي ورکړه اوورته ویې ویل چې دغه کورهم ما ډیرپخواکلونه اخیستی اواصلي څښتنان یې ټول مړه شویدي .زه دغه خزانه تاته دربښم اودخپل وجدان په نغوته اواحساس دخزانې ملکیت دستا مسلم حق بولم.لنډه داچې دواړودخزانې دنه تسلیمیدوپه اړه شخړه اولانجه دومره زیاته شوه چې دوخت پاچا د دغه په زړه پوري اوحیرانوونکې دعوي اومنازعې څخه خبرشواودخزانې دتثبیت لپاره یې یوپلاوی ولیږه پلاوې دسترې خزانې دپلټنې اوخپلومسلکې مشاهداتوپه اړه پاچا ته پوره معلومات ورکړل اود دوی دواړوسپیڅلواوصادقوانسانانوپاکی اورښتینولی ته حیران پاتې شواو یوه ورځ یې دواړه دعواګیرخپل دربارته راوبلل څودمسا لې په اړه دهغونظریات واوري .دپاچا په وړاندې یوه هغه بل ته ویل چې خزانه ستا ملکیت دی خوهغه بل به انکارکاوه چې نه دخزانې رښتینی مالک تاسویا ست اوزه پکې حق نه لرم.پاچا د دغوسپیڅلواوپاکووجدانونوخاوندانوته خوراسترشاباسی ووایه اود دوی صداقت اورښتینولی په اړوندیې درنه ستاینه وکړه.پاچا له یوه وپوښتل څواولا ده لرې؟په ځواب کې یې ورته وویل یوزوی لرم اودښایسته ځوانی په منګ دی.پاچاهغه بل ته مخ ورواړوه چې ته څواولاده لرې؟هغه په ځواب کې ورته وویل یوه نازولي پیغله لورلرم اونوراولادونه مې تراوسه نشته.پاچا دواړوته وړاندیزاوسپارښتنه وکړه چې تاسودواړه سپیڅلي دستاینې وړګډوجوهات اوځانګړنې لری زما په فرمان به تاسودواړه پخپل منځ کې دوستي کوی ستانازولي پیغله لوره به ستا دزوی سره کوژدنه اوواده کوي اوخزانه به زما دفرمان له مخې د دغه نوي نیکمرغه جوړې ناوې اوزوم ګډاومشترک ملکیت وي .دوی دواړودپاچاپریکړي اوفرمان ته دمنلوغاړه کیښوده . پاچادخپل دربارقاضیانواودچارومسوولینوته د ده دپریکړې اوفرمان دپلي کیدو دنده وسپارله.اوهغوی دواړه نوي دوستان یانی دناوې اوزوم پلرونه له پاچادپیرزوینې اوعدالت په وړاندې خپل ژورعقیدت اودرنښت څرګنداودهغه له حضوره رخصت شول.

څه موده وروسته دپاچافرمان اوپریکړه پرځای شول .دواده شانداره اوبې ساري پرتمین مراسم سرته ورسیدل نوي بختورې جوړې دخپلوسپیڅلووجدان لرونکوپلرونوپه برکت شاهانه ښکلی ژوند پیل کړاودخاوریني جونګړې پرځای مرمرین قصرونه اودنګې ماڼۍ ابادې کړې

یوه ورځ ناوي اوزوم په ښایسته مجلله ګاډۍ کې سپاره اودښاردباندې په یوه ښیرازه ځنګلي سیمه کې په سېل اوچکروتلي وو چې ناببره یې په یوه بوډاملنګ سترګې ولګیدې چې دشنه ،زرغون چمن له پاسه غزیدلی دی اوپه مناجات بوخت ودوی دبوډاحکیم ملنګ مناجات ته غوږونیوچې له ځانه سره یې ویل:

لویه خدایه! ستا له لوی ذاته ډیرمشکور یم چې ماته دې دشنو،پستوبخملوپه څیرتوشکه یانی دغه شین چمن راکړی دی چې له پاسه مې په ښایسته ځلیدونکوغمیوپوښل شوي بړستن یانې په ښکلورڼو ستورومزین شوی اسمان راپیرزوکړی دی.

لویه خدایه زه دشتمنیواواسمان څکوما ڼیووږی نه یم اوهغه درڅخه نه غواړم خویوه هیله اوغوښتنه لرم اوهغه داچې په زړه کې مې دسپیڅلي هیلي ډیوه تل وړانګنه اوانساني وجدان مې له بشري خواخوږی ډک لره.

بختورې جوړې دمناجات په اوریدودخپل کورپه لور روان شول اودملنګ معنوي ځواکمنی یې رښتیني اوتلپاتې شتمني بلله اوخپله ستره شتمني یې دبې وزلانواواړوکسانوچوپړاومرستوپه لاره کې لګوله.

له پورتنی کیسي مې موخه داده چې یواځي شتمنې اوبډایینه دانسانانواوبشري ټولنې نیکمرغي اوسوکالي نه شي تضمینولی بلکې دانسانانواوبشري ټولنې ترمنځ خواخوږي،عاطفه،ترحم اولاسنیوی اومتقابل درناوی اوزغم رښتیني نیکمرغي اوسوله ییزچاپیریال رامنځته کولی شي خوله بده مرغه څوکلنې بې رحمه جګړي چې دسیمه ییزواونړیوالودوښمنانوپه لمسون اونیغ په نیغه ګډون په ټول هیواد تپل شوي دامعنوي اوملي ویاړلي ارزښتونه له منځه وړي اویوبې ساری،زړه بوږنوونکی وحشت اوبربریت یې رامنځته کړیدی چې څووجدان اوبشري احساس دردوونکي ،زوروونکي غمجنی موثقې پیښې دلته په ژوردرد اوتاثرسره وړاندې کوم اودهغه په وړاندې د دیني عالمانواوپوهانواونوروحقوقي ټولنوپاملرنه راجلبول غواړم..

یوه تن دکابل ښاراوسیدونکي دخپلې بې وزلي کورنۍ لپاره دکابل دخوراکي دتوکو په منډه یې کې درې،څلورکیلوکچالووپیرودل اودکچالوکڅوړه یې پخپل څادر کې غوټه اوتراوږې یې واچوله اودخپل کور په لور روان شو.په لاره کې شاهزاده سرای ته ور ننووت اودصرافانو اونوروښاریانو دپیسود تبادلې اوراکړې ورکړې له کتلووروسته دسرای په لویه دروازه دباندې ووت اودخپل کور په لور رهي شو.دسرای په چم ګاونډ کې په کمین کې ناستوغلودهغه په اوږوغوټي ته پام شواوخوشاله شول چې دښکار لپاره یې دپیسوښه غټ پنډ پیداکړی دی اوپه ځیرکی دهغه ترشا روان شول.بې وزلی ښاري دخپل خونړي برخلیک څخه ناخبره اوپه ګړندیو ګړندیوګامونوښاري بس ته پورته اوغلوهم دخپل ګړندي موټر په وسیله بس تعقیب کړپه یوه تم ځای کې هغه بې وزلې چې دکچالوپنډیې کلک په اوږو نیولی ودخپل کور په لور روان شوخپل کورته په نیږدې واټن کې هماغه وسله والوغلودتومانچې په ډزوپه سروویشت اوپه وینولژندسټه یې په خاوروکې ورغړیده اوپه شیبه کې یې ساه ورکړه.غلوپه پوره خوشالی په څادرکې کلکه شوي غوټه ترلاسه کړه اودخپل موټر په لوریې وترپلل اودخونړی پیښې له ځایه وتښتیدل اوخپل بریالي ښکا رته خوشاله ووخوکله یې چې دګنډې غوټه پرانیستله وحشیانه سترګې یې په کچالوګانوولګیدې کټ،کټ یې سره وخندل اودبل ښکارپه تابیاشول.

بله زړه بوږنوونکي پیښه هم دکابل په ویرجن ښارکې رامنځته شوي چې دخوراسخت تاثراوخپګان وړده اوهغه داچی:

دکابل ښار د ده افغانانوپه څلورلار کې دیوې سترې بمې چاودنې له کبله ګڼ شمیرښاریان ښځې،نارینه،ماشومان اوبوډاګان شهیدان اوټپیان شول په سرووینوککړجسدونه هرې خواته پراته ووغمجن محشرودهغوپه منځ کې دیوي شهیدې پیغلي په وینوسورسپین مړوند چې دسروزرووښۍ اوبنګړۍ پکې ویوي چادرۍ والا میرمنې سترګې ولګیدې اوپه ګړندیوګامونوورغله اوپه وینولژند مړوند یې راپورته اودخپلې بوقرې لاندې یې پټ کړاودپیښې له ځایه په وتوشوه یوچا همدغې میرمنې ته پام شوچې له چادرۍ یې ویني څاڅي سملاسي یې دمرستې لپاره ورودانګل اوورته ویې ویل خورجانې ته هم ټپي یې هله چې امبولانس ته دې پورته کړم ښځې ورته وویل زه روغه جوړه یم اوکوم ټپ مې نه دی خوړلی سړي ورته وویل ته په ځان نه پوهیږې له چادرۍ دې ویني څاڅي خوکله یې چې چادري تري پورته کړه دخونخوارې غلې په لاسونوکې یې دزروپه بنګړي پسولل شوی دشهیدي پیغلې په وینوسورمړوند پیدا کړاو کرغیړنه شیشکه په شرمیدلي ځوړند سرلکه دشیطان څلۍ ولاړه وه.

همدارازپه یوه کلیواله سیمه کې داسلامیت،انسانیت اوافغا نیت د دوښمنانو له خواپه خښ شوي بم باندې دسیمه یېزوپولیسوډک موټروالوت اوډیری ځوان وطنپال افسران اوسرتیري پکې شهیدان شول اودزوروري چاودنې له کبله دشهیدانوجسدونه خواره واره پراته وواودیوه ځوان شهید افسر دبدن ورون چې توپانچه پرتړل شوي وه جدا پروت و په همدې شیبه کې یوه تنکې ځوان ورمنډه کړه له ورانه څخه یې تومانچه خلاصه اودپیښې له ځایه وتښتیده.

دویر،ژړا اوماتم ځای دی چې زموږدهیوادوالوزړونه لکه دصحراتورکاڼي سخت شوي اودغه دکلونوکلونوخونړیوجګړوزموږهیواد دځمکې په کره کې دبربریت،وحشت،چوراوچپاول،ظلم اوتیري،ژړاووانګولاوواوناپایه ناورین په یوه بې ساري خونړي ټاټوبي بدل کړی دی نه یواځی ملي،افغاني ارزښتونه بلکې اسلامي ارزښتونه تر پښولاندې شوي دي په دې اړه د دېني عالمانواوپوهانواوټول اسلامي امت دنده ده چې افغان ولس داسلامي اخوت،عطوفت اوانساني خواخوږی اومیني ته راوبولي اوپه زراوزورمین چارواکې هم په دې دربدره غمجن ملت ورحمیږي .وایې یوه ورځ حضرت محمد ص علیه وسلم یو اصحابي ولیدچې یوه قبرته یې ډډه لګولي وه ان حضرت اصحابي ته وفرمایل چې په قبرډډه مه لګوه چې دقبرپه دن نه کې مییت په تکلیف نه شي.

زموږحضرت پیغمبرنه یواځې دمسلمانانومړواوقبروته درناوی درلود بلکې دکفارواویهودومړواوقبرونو ته یې هم درنښت اواحترام درلود..

دعبدالحمیدمومندبابا په دغه شعرخپله لیکنه رانغاړم.

کوڼ اوړوندکړې هسې رنګ دنس هوا

چــــې لــــــــړې ســــــره روا اونــــــــــــاروا

شوخ بې شرمه کړلې حرص ترهسې حده

چې نه شرم کړې لــــه خـــــــــدایه نه پـــــروا

چې دنس په زېرمه خـدای درڅخه هېرشه

داله چاشــــوې وابســـــته لــه چـــا ســـــــوا

نه به ته سرکشه نس په بـــدومــــــــوړکړې

نه به شــــــــــي زهــــــرقاتـــــــــــــــــل دچادوا

څوتیارخوان والوان درســــــــــــره نه شي

په یوه طعـــــــــــــام دې نه یخېږي خــــــــــوا

وړي هــــــزارتـــــــروه تــــــــرخه دناکسانو

وایه ولې په یوه نمــــــــــــــړۍ حــــــــلـــــــوا

چې طلب درڅخه نس خواږه ترخـــــــه کا

زېرموې سباحلــــــــــوا،بېګاښـــــــــــوروا

په حیاکې ســـــــــــړی وږی تږی ښه دی

نه په شهدوشـــــکرمــــــــــوړپه بدرسوا

ورږې سپږې مې دګنډې غېلې غوا دي

زه به څه کړم دچاغېلې دچـــــــــــا غـــــــوا

قناعت هسې دولت (حمیــد)ته ورکـــــــړ

چې بادشاه ګڼي ترځــــــــــــانه بــــــــې نوا

چې په سوال اوږدوې لاس چاته(حمیده)

ښه یې وږی لاس تــــــــــرزنـــــــې بــــې نــــوا

دزوریدلي ولس دخوښی اونیکمرغۍ په هیله .

بسم الله اکبري هالینډ

۲/۳/۲۰۱۵