راشه پسرلیه بیرته ژوند خلکوته وښیه

ته بیرته د ښکلي ژوندون خوند خلکوته وښیه

ډیره موده کیږي چی له ژوند موښکلا تللي ده

بیرته د ښکلا اوژوند پیوند خلکوته وښیه

ډیروته په سپینومړوندونوخوب ګناه ښکاري

بیرته خوب د خپل یارپه مړوند خلکوته وښیه

ډیرخلک د ژوند سره اوس مینه سترګناه بولي

بیا د ژوند اومینی زد اوبند خلکوته وښیه

ھرڅه خدای پدی دنیا انسان ته پیداکړیدي

راشه دا حکمت د سترخاوند خلکوته وښیه

دلته یی ھیڅوک سپینوخبروته غوږنه نیسي

راشه د قیام د کلام پند خلکوته وښیه

الحاج الھام الدین قیام

15/03/2015