په ۲۱ مې پېړۍ د انټرنیټ، پرمختللې تخنیک او ګلوبالیزم په پیر، دلته د افغانستان په پلازمېنه کابل کې، د حجر د مهال پیریانو او دیوانو، د مذهب او دین خونړیو ټیکدارانو یو بل تاریخي، نړیوال او ابدي شرم وزیږاوه. په دې لامل د دې روستي شرموونکي، انساني ضد او وحشي اقدام د وړ او مناسب غندلو لپاره، وړاندیز کیږي چې فرخنده دې د جهالت او تورتم په وړاندې د مبارزې علمبرداره او ملي اتله و نومول شي.

د دې ترڅنګ دې د فرخندې د اتلولۍ یو څلی جوړ شي او دا څلی دې د شادوشمشیره پرځای کې ودرول شي، څو هرکال د هېواد لوڼې او ښځي ددې اتلې پرڅلي د ګلانو ګېډۍ کېږدي چې هم د فرخندې یاد تل وپالل شي او هم دا څلی د تورتم او جهالت په وړاندې د افغاني ښځو د مبارزې یو یادګار پاتې شي.

هیله ده روښان ضمیره افغانان د دې وړاندیز ننګه او ملاتړ وکړي، څو دا وړاندیز په عمل کې پلی شي.

د ۱۳۹۴ کال د وري دوهمه

سرلوڅ مرادزی