قابیل او هابیل دواړه عیني اوسکني وروڼه دي خویوورورخپل وروروژني یوقاتل بل مقتول یوظالم بل مظلوم یوحاکم بل محکوم یو عادل بل جابرګڼل کیږي اودا داضدادوترمنځ مبارزه دتاریخ یوناپایه تسلسل دی چې هم په طبیعت اوهم په بشري ټولنو کې روانه ده .نیکي اوبدي ، نیکمرغي اوبدمرغي ، مینه اوکرکه ،زغم اوغوسه ،سوله اوجګړه،خوشبیني اوبدبیني،امنیت اونا امني،ابادول اوورانول اوهمدارازد دغه ناپایه ضدینولړۍ لاپسې غزیدای شي چې ان دغه جګړه پخپله دانسان په وجودکې روانه ده په بیولوژیکي اصطلاح انابولیزم،میتابولیزم یاني دحجراتویاژوه نکودترمیم اوتخریب دعملیي په نوم یادیږي دانسان زړه هم دناپاکې اوپاکې ویني دتعویض مبارزه په غاړه لري شریانونه اووریدونه دپاکې اوناپاکې ویني هغه متضاد کوریدورونه اونل لیکي دي چې دژوندي انسان په وجودکې غزیدلي اوپه حقیقت کې دتورواوسروکرویاتومبارزه اومعاوضه د دوی اصلي دنده ده اودانسان زړه هم دپاکې ویني په بري ژوندی دی اوکه ناپاکه وینه لاس بري شي دزړه بیړۍ هم ډوبه اوژوند دتل لپاره پای مومي همدا لوبه په بشري ټولنوکې هم روانه ده عادل اونیاومن زعامت په ټولنه کې دټیکاواوسوکالۍ ضامن اوجابر،غاصب اوغدارزعامت بیا په ټولنه کې بدمرغي،بېوزلي اوسترې ویجاړی رامنځته کوي اوله بده مرغه افغان ولس د دغې خونړۍ جګړې اوزړه بوږنوونکي اوملت ورانوونکي ناورین سره لاس اوګریوان دی ځکه دلته غداراوظالم په بې وزلواومظلوم حاکم دی اوجګړه پرسوله اوټیکاولاس بري ده.چې پایله یې اوسنی ناتاراوویرجن حالت دی چې دنړۍ څه ناڅه پنځوسوځواکمنواوابرځواکونوجګړه ییزماموریت هم په شرموونکي ناکامۍ پای ته ورسیداوزموږپه هیواد کې دجګړې ټپ لاخونړی اوخون چکان شو.

دروسانودپوځي تیري په مهال هم دافغانانوپه کلواوبانډوناپا لم،سکاد،اوره ګان اود درنوبمباریوسکروټې ،بمونه اوتوغندي وا اوریدل اود درغجني دوستۍ ترچترلاندې دافغان اولس ویني وبهیدي اوپه پایله کې زموږبې وزله هیواد دسیمه ییزواونړیوالووحشي څارګروادارواودښکیلاکګرواوزبیښاکګروځواکونودزورازموینې په ډګرواوښت اودادې کلونه کلونه تیرشول چې افغان ولس دناهیلیواوناپایه غمونوپه خونړي سمندرکې لاهو اونړیوال ابرځواکونه دخپلواستعاري موخواوشیطاني نقشودپلي کیدا په تکل کې دي اوزموږګڼ ولسونه اوپرګنې دبې شمیره ستونزوسره مخامخ اوهره ورځ د دغورذیلانه دسیسوبیه پرې کوي .اوداویرجن ناتاردسترومستکبروقوتونواوسیاسي دلالانوپه لاس کې دی.

کلونه پخوا دشهیډاکترنجیب الله دزعامت په دوران کې دهغه وخت دشوروي اتحاد دسولي اوپیوستون دشوراپه بلنه دافغانستان دبیلابیلوقومونواوملیتونودټولنیزومشرانواو مخورویوه درنه جرګه دارواښاد عبدالرحیم هاتف په مشرې شوروي اتحاد ته سفر وکړاودمسکوپه هوایی ډګرکې دنوموړي شورادمشرتابه دغړواوپه مسکوکې دافغانستان سفیرداکترحبیب منګل اودسفارت دکارکوونکوله خوادروند هرکلی وویل شواودجرګې پلاوی دیوشمیرموټرسایکلوپه بدرګه دمسکواړوند مجلل میلمستون ته ورسول شو.دسفر په مهال دجرګې غړودمسکودخینوتاریخي،علمي اوفرهنګي مرکزونوڅخه لیدنه وکړه چې دلوممبا پوهنتون اودمسکودعلومواکاډمۍ غونډی په زړه پوري اوله خاطروډکې وي اودعلومواکاډمۍ په هغه غونډه کې چې دافغانستان دویاړلي اوسرلوړي امپراتوراعلیحظرت احمدشاه بابا دامپراتورې له برمه ډک دوران ته ځانګړي شوي وه دهیواد وتلي فرهنګي ،علمي اوټولنیزشخصیت ارواښادعبدالرحیم هاتف یوه بې ساري علمي،تاریخي اواکاډمیکه وینا واوروله چې نه یوازې دشوروي اکاډمیسیانانواوتاریخ پوهانودژورې پاملرنې اوتایید وړوګرځیده بلکې دوینادغښتلي معلوماتي منځ پانګې له کبله دحیرانتیا په ټال ځنګیدل اودتودوچکچکواوولولوپه څرګندولوسره په هغه غونډه کې هاتف صاحب ته داکاډمۍ له خوا داعلیحظرت احمدشاه بابا دامپراتوری اړوند په روسي ژبه تاریخي کتاب ډالی کړای شو.

بله ورځ دجرګې غړودکریملین په ماڼۍ کې دشوروي اتحاد د دولتي اوحکومتي مشرانوسره ملاقات درلود کله چې افغاني پلاوی چې ما هم پکې دغړیتوب ویاړدرلود کریملین ماڼۍ ته ورسید دشوروي اتحاد دریسه هیت صدراندري ګرومیکو،بهرنیوچا رووزیرشیواردنازې اونوروګوندي اودولتي مشرانو له خواورته دروندهرکلی وویل شوافغاني اوشوروي مشرانودکریملین ماڼۍ په یوه مجلل تالارکې دخبرواترودیوه سترمیز په دواړو غاړوکې کیناستل اود دوستی په فضا کې خبرې اترې پیل شوې اندري ګرومیکودښه راغلاست تشریفاتي لنډوخبرو وروسته دافغاني جرګی مشر هاتف صاحب ته بلنه ورکړه چې خپلي خبري پیل کړي .هاتف صاحب په یوه ځانګړي افغاني درنه غروراودپلوماتیک صلابت اووجاهت سره خبرې پیل کړې.

ارواښاد عبدالرحیم هاتف دخبروپه پیل کې دشوروي اتحاد د دولتي اوګوندي مشرانو دافریقایی اواسیایی هیوادونوسره د دوستی اوپیوستون دشورا دمشرتابه دتاوده هرکلي اومیلمه پالنې څخه دقومي مخورواوټولنیزوشخصیتونوپه استازیتوب دزړه له کومي مننه وکړه اودغه سفر یی د دواړوهیوادونو د دوستانه اړیکو یوه ښه بیلګه وبلله زیاته یی کړه افغان-شوروي دوستي ژوره اوتاریخي مخینه لري

.افغان ولس دشوروي اتحاد دعمراني اوتخنیکي پراخو مرستواودعلمي اومسلکي کادرونو دروزنې په برخه کې منندوی دی اوافغانان یوازې ورته مرستو ته اړتیا لري.هاتف صاحب خورا په زړه پوري،درنې اوتاریخي خبرې وکړې اودخپلې ویناپه ترڅ کې یی دافغانستان دجګړه ییزناورین اوروان ناتارته ګوته ونیوه په څرګندواوسپینو ټکویی دجګړې دپراختیا اوسترکړکیچ یوفاکټوراوعامل دشوروي اتحاد دپوځي لښکرواونظامي حضوروباله چې دسیمه ییزواونړیوالوڅارګرواونظامي ځواکونوپاملرنه اوڅرګنده لاسوهنه دافغانانودوژنې اوزموږ دهیواد دویجاړی سبب شواوزیاته یی کړه سیمه ییزاونړیوال کړکیچونه اوجنګونه هیڅکله هم ستونزي نه شې هوارولی اوسوله یوازې دسوله ییزولاروچاروپه وسیله رامنځته کیدای شي .کله چې هاتف صاحب دیوه افغاني جسارت اووجاهت له دریځه خبرې کولي پخپله د دي لیکنې لیکوال چې دافغاني مخورواودرنوسټوترڅنګه چې درنې شمله وري پګړۍ یی په سراودرنه خړپړافغاني څادرونه اولوپټې یی تر اوږوتاووې ناست وم دافغاني سپیڅلي غرورپه جاموکې نه ځاییدم اودشوروي مشرانو په بڼواوڅیروکې مې جوت بدلون لیده دهاتف خبري داوسني ملاقات څخه په مننی اود دواړوهیوادونود دوستۍ دټینګښت په هیله پای ته ورسیدې.

دهغه په وړاندې اندري ګرومیکودخپل ځان اوورسره ملګروپه استازیتوب دمحترم عبدالرحیم هاتف دهراړخیزي دوستانه وینا له کبله من نه وکړه اودهغه په تایید یی زیاته کړه چې دافغان شوروي د دوستۍ بنسټ دشوروي اتحاد دستر رهبر ولادیمیرایلیچ لینن اودافغانستان دویاړلي پاچا اعلیحظرت امیرامان الله خان دزعامت په دوران کې ایښودل شوی اودوستانه تړونونه لاسلیک شوي دي اودافغان شوروي ګډه پوله دتاریخ په اوږدوکې د دوستۍ دپولي په نوم یادیږي .دوروستیوحا لاتواوپه افغانستان کې دشوروي پوځونو په اړه باید ووایم چې دثورانقلاب دبري له وخته دافغا نستان دګوندي اودولتي مشرانواوچارواکوپه مککرراوپرله پسې غوښتنه ستاسودهیواد ډاډ منې دفاع په منظورشوروي پوځي قطعات افغانستان ته ولیږل شول چې دخپل دوستانه ماموریت په پایته رسیدواودژنیودتوافقاتوپه لاسلیک سره خپل هیواد ته راستانه شول .اوپه افغانستان کې دنوي زعامت دسوله ییزي تګلارې پلوي اوپه افغانستان کې دټیکاوهڅوته ژمن یو.داندري ګرومیکوخبري دافغان شوروي د دوستۍ دټینګښت اودافغاني پلاوي دښه سفر په هیله پای ته ورسیدې.له ویلودی پاتې نه وي چې په شوروي رهبرانوکې اندري ګرومیکو یواځینی لوړپوړی چارواکی وچې په افغانستان کې دپوځي مداخلې په اړه دبرژنیف دسیاسي تګلاري سره په کلکه اوزغرده مخالف و.

همداراز دجرګې غړودسولې اوپیوستون دشورادمشرتابه په ملتیا داورګاډي په وسیله لیننګرادپخواني پطروګراد ښارته سفر وکړپه ټولنیزواوسیاسي غونډوکې دګډون سربیره ېی دپطرودواریس تاریخي ماڼۍ ،دایرمیتاژلرغونۍ تاریخي موزیم،د دویمي نړیوالې جګړې دقهرمانې موردسترڅلي اودسمولني تاریخي کورڅخه لیدنه وکړه اوپه دغه تاریخي ښارکې د درې ورځني سفروروسته دهواله لارې افغاني پلاوي دازبکستان مرکزتاشکند ښارته ورسید دازبکستان د دولتي اوګوندي مشرانوسره دلیدنوکتنواوغونډوسربیره یې دځینوتاریخي اوفرهنګي مرکزونولیدنه وکړه اوپه فرغانه کې یی دمولیان دتاریخي ویالې دلیدلوپه مهال هاتف صاحب دجوی مولیان په اړه درودکي مشهوراوتاریخي شعرچې دهرات په لرغوني ښار کې یې ابونصر ته ویلی ودخپلې ویناپه ترڅ کې چې مطلع یې ده

بوی جوی مولیان اید همی        یاد یارمهربان اید همی

واوروه چې په تودو ولولوسره بدرګه شوهمدارازپه دې غونډه کې قومي مخوراوټولنیزشخصیت ارواښادحاجي محمد څمکني هم په زړه پوري تاريخي اوملي خبرې وکړي چې دغونډې دبرخه والودهرکلي وړ وګرځیدي همدارازدبخارا په ښارکې دابوحنیفه علیه رحمه په اسلامي مدرسه کې زموږلیدنه کتنه خورا په زړه پوري وه د دغه دیني مدرسې استاذان اومدرسین زیاتره دمصر دالازهرپوهنتون لوړې اسلامي زده کړې لري اوله دې کبله ارواښاد هاتف صاحب په عربي ژبه په خورالوړفصاحت اوبلاغت ،علمي اواسلامي فقهی اواصولوپه بنیاداوږده هراړخیزه وینا واوروله چې دابوحنیفه دمدرسې داستاذانواوطالبعلمانود دلچسپی اوزیاتې خوښی وړو ګرځیده غونډه دنوموړي مدرسی دڅوتنواستاذانوپه ویناپای ته ورسیده اودجرګې برخه وال دبخارا اړوند یوه لوړپوړیزمیلمستون ته ورسول شول .

په دغه جرګه کې دشوروي دکې،جې،بې داستخباراتومسلکي غړي د میلمه پالو په جاموکې موظف وو اویوه یی چې زما په اندلوړپوړی څارګراوډیره خشنه بڼه اودسره لبلبوپه څیر یې غټه پوزه اوغټه خیټه درلوده یوه شیبه هم دهاتف صاحب له څنګه نه لیرې کیده زه یوازاد خیاله ژورنالیست اوله اره مې داستخباراتواوڅارګروڅیروڅخه کرکه راځي د دغه قطبي خرس سره مې هم ناببره په زړه کې کرکه اوترهه پیداشوه اوبد مې ایسیده.

دسفرد وروستنی ورځې په ماښام دهمدغه میلمستون په یوه تالارکې یوه ستره میلمستیا چې دازبکستان بیلابیل سیمه ییزخواړه اودتناروځانګړي ډوډۍ په کې وې جوړه شوي وه دجرګې ټولوغړوپه خاصه دلچسپی پکې ګډون وکړاود ډوډۍ دمراسموپه پای کې افغاني میلمانه خپلو خپلوکوټوته روان شول اودخپلوبکسونواوسفري بګاژپه چمتوکولواوخپل ګران هیواد ته دسفر کولوپه تابیا بوخت شول خو له هاتف صاحب سره هماغه غټ خیتی څارګر په خبرولګیاو له ویلودی پاتي نه وي چې هاتف صاحب په انګلیسي ژبه هم روانې خبري کولي وروسته دواړه دمیلمستون دیوه بل میزترشا چې له مخکې په اګاهانه ډول ورته ترتیب شوی و کیناستل اوپه غابونوکې پوډین ډوله خوراک ورته سرویس شودایوعجیبه خوله نیکه مرغه ښه تصادف وچې دهوټل له لیري څنډې نه مې ورته پام شوچې لږه شیبه وروسته دهاتف صاحب فزیکي توازن خراب اوپه زنګیدوشوپه ډیره چابکه منډه مې ځان ورورساوه کلک مې په غیږکې ونیواوقطبي خرس ته مې په سخته غوسه ناکه اواحساساتي لهجه وویل دادستانامرده رذیله توطیه اوعمدي مسموم کول دي اوپه قهرجنوچیغومې دمیلمستون دګارسونانودمرستي اوامبولانس غوښتنه وکړه غټ خیټي ځناور راته وویل چې داسي ناروغی کله کله پیښیږي دلوی هند صدراعظم شاستري هم شوروي اتحاد ته دسفرپه مهال ومړخوما خپل احساسات نه شوای کابوکولی اوهغه ته مې سپکې سپوري ووې په ځواب کې یی راته وویل چوپ شه اوکنه دهوټل دلوړپوړه به دې ښکته ګوزارکړم چې مغزه دې باد باد شي په همدي شیبه کې ډاکټران اوامبولانس راورسیدل هاتف صاحب یی روغتون ته انتقال کړاوماته یی اجازه رانه کړه چې ورسره ولاړشم زه دسترواندیښنواوخپګان سره په هوټل کې پاتې شوم اونورافغاني میلمانه پخپلوکوټوکې په خواږه خوب ویده وو.له نیکه مرغه دشپي ناوخته هاتف صاحب له روغتون څخه هوټل ته راوړل شواو د ده دهدایت له مخې مې دجرګې نور درنه مشران خبرنه کړل شپه تیره شوه اوپه سبامودخپل هیواد په لوري چې په هوایی ډګر کې دمخه ښي درنه مراسم نیول شوی روان شواودارواښاد هاتف صاحب په مشری دافغانستان دبیلابیلوقومونواوملیتونودمخورواومشرانوجرګه هیوادته راستانه شوه.

ویاړپه داسې باشهامته،زړورواوشمله ورومشرانو چې دنړ ۍ دستر ابرځواک په پلازمېنه کریملین ماڼۍ کې یی نیغ په نیغه اوزغرده شوروي مشرانوته دهغوی پوځي بلوسه په سپینوټکو کې وغندله اوله دې کبله یی په خورا نامردی سره د داسې ویاړلي مشردوژنې توطیه په کارواچوله چې له نیکه مرغه بریالي نه شول .ارواښاد داکتر نجیب ته مې دنوموړي دسیسي په اړه خبرکړ هغه له ډیري غوسې سورسورواوښت ویی ویل داډیرنامرده اودنیمي لارې ملګري دي اوقهرجن اسویلی یی ایستل اودهاتف صاحب دلوړاوتاریخي شخصیت په هکله یی درني خبرې وکړې څه موده وروسته په شوروي اتحاد کې سترسیاسي بدلونونه رامنځته اودګرباچف زعامت ته دپای ټکې کیښودل شو.اومسکوته دافغاني مجاهدینوسترپلاوی داستاذبرهان الدین رباني په مشری دمولوي محمد نبي اونورو جهادي بړیڅوپه ګډون په خاصوتشریفاتوسره وبلل شوافغاني جهادي مشرانواوشوروي مشرانویوتربله دورورولۍ اودوستی په غیږوکې سره ونیول اود داکتر نجیب الله په مشری یی دافغان دولت پرضدځپلومجاهدو وروڼوته دهر رازمرستې اوهمکارۍ ټ ټروواهه چې تر ن نه پورۍ دجمیعت اسلامي اونظارشوراسره د دوی په اصطلاح تنګاتنګ راوابط اودوستانه اړیکي لري .او د داکترنجیب الله دواکمنی په راپرځولوکې دروسانودرذیلانه اوشیطاني لاس درلودلوڅخه هیڅوګ سترګې نه شي پټولی اودانګلستان نامتوصدراعظم اوسیاست پوه چرچېل دشوروي د دیپلوماسۍ په اړه پرځای ویلي دي چې دروسانودیپلوماسي روسپي ښځې ته ورته ده چې دپیسو په وړاندې دهرچا په غیږکې لوبیږي .اوارواښاد داکترنجیب الله په افغاني جسارت اوهوډمنه اراده افغانستان ته دروسانوپوځي بلوسه اوراتګ دتوري ورځې اود دوی دوتلواوایستلوورځ دنجات دورځې په نومونوونوموله اودافغانستان په معاصرتاریخ کې یی خپل شهامت اوشجاعت ثبت او په ډاګه کړاود ده په تاریخي پریکړه افغان ولس ویاړي اویاد یی دهروطنپال افغان په زړه کې ژوندی دی.

دادی اوس دښاغلي کیري په لاس جوړشوی په اصطلاح دملي وحدت واکمنان دواک په ګدی ناست دي افغان متفکراوجمهور ریس اشرف غني اوجلالتماب عبدالله عبدالله دسپیني ماڼۍ دسترنړیوال واکمن جمهور ریس اوباما سلامی ته ورغلي اوهیله ده چې سپینه ماڼي په افغانستان دکریملین ماڼۍ له ناکام اومات تاریخ څخه دعبرت درس واخلي اودامنیتي تړون ترچترلاندي د افغانستان په جګړه ځپلي ولس ورحمیږي اودرښتیني سولې دټینګښت په موخه دپاکستان دپوځي اوڅارګروابلیسانو دشیطاني دسیسو مخه ډب کړي افغاني طالبان دپاکستاني طالبانو له لیکو څخه بیل اودوطنپالواوافغانپالورښتیني اسلامي طالبانوسره دخبرواترواودسولي مذاکرات پیل اوپه دې برخه کې دی دافغانانوپه خونړي ټپ دسولې ملهم کیږدي اوافغاني طالبان اوعلمای کرام دی هم دالصلح خیر په پله قدم پورته اونوردافغانستان دتاریخي کرغیړنواوتورمخو دوښمنانو په نغوته او لمسون دخپلومسلمانوورڼو،خویندواوماشومانواوبوډاګانو له قتل عام اووژنوڅخه لاس واخلي وایی وینه په وینو نه منځل کیږي اودافغانستان ټپي ټپي اوماته کشتۍ دهیواد دتاریخي دوښمنانودتوطیو په سمندرکې له ډوبیدوژغوری دخدای ج اورسول مبارک اودهغه امت په وړاندې خپل وجداني،اسلامي اوافغاني دېن اوسوله ییز مسوولیت ادا کړی اوپه اخیرکې دمولوي صاحب متوکل اومولوي صاحب عبداسلام ضعیف څخه استدعاکوم چې نور لاس ترزني کشینني اوډاکتراشرف غني دسوله ییزوهڅو دتحقق اوبري په لاره کې په جسارت اوقاطعیت ګام پورته کړي او دلوی اوتاریځي کندهاره ددرسول اکرم صدخرقی مبارکیاودمیرویس بابا اواحمد شاه بابا له مزاره دحی علی الصلاح افغانانواسلامي ناره پورته کړي.

په ګران هیوادکې درښتیني سولې دټینګښت اودامن دوښمنانودنابودی په هیله .

ب اکبري

۲۴/۳/۲۰۱۵