۴/۱/۱۳۹۴

مسلمان ډوله جاهلان چاته خطاب دۍ؟ طالبانو ته نه وایی ځکه هغوی ایډه لوژیک افراطیون بلل کیږی بلکه هغو کسانو ته خطاب دۍ چی د اسلام سپین نقاب یی پر خپلو تورو او کرغیړنو مخونو ځوړند کړیدۍ . مسلمان ډوله جاهلان هغه مقوله ده چی د عالمانو د شورا مشر د فرخندی پر قتل د اعتراض اړوند استعمال کړه . ایا تاسو تصور کولای سۍ چی ولی هغه ښکلۍ کابل ،هغه د علم او فرهنګ زانګو ، هغه د منورینو، روښان اندو او تحصیل لرونکو مسکن د وحشت، بربریت او جنایت قربانی کیږی؟ کله د پغمان بربریت، کله د کابل په ښار کی په رڼه ورځ د پولیسو په وړاندی صحرایی محکمه او د فرخندی وژل. دا ټوله په کابل کی، د هیواد د دفاعی او امنیتی ځواک په مرکز کی، د هیواد په پایتخت کی، تر هغه هم مهمه دا چی د فرخندی د وژنی په لمړنی غبرګونو کی د دولت منځنی سطحی چارواکو په یو ډول پر فرخندی قاتلانه برید ستاینه وکړه او یا هغه یی موجه وبللۍ ( خانم حسن زاده د اطلاعات و فرهنګ وزارت معینه، د کابل امنیه قوماندان او حکومتی چارواکۍ د وزیر اکبر خان مینی د مسجد مُلا)

هو! دقیقی څیړنی ته لنډه اشاره، کیدای سی پورتنی سوال ته ځواب وګڼل سی. څو لسیزی وړاندی کابل فقط د درو څخه تر پنځو سوه زرو پوری خلګ په خپله غیږه کی ځای کړی وه شواهد ښیی سربیره پر هغه چی اوسیدونکی یی د مختلفو ژبو او ملیتونو لرونکی وه خو د تعلیم ، تربیی، او تحصیل څخه برخمن وه په ښاری اخلاقو هم په کافی اندازه سامبال وه ، د ښاریانو ترمنځ لوی رقابت د اخلاقی معیارونو د جګوالی،سیاست، وطن دوستۍ او تحصیل د لوړوالی په برخه کی ؤ. اما هغوی څه سول ؟ او کابل ولی د ویری او وحشت په مرکز بدل سو؟ یقینا اکثریت د پخوانی ساکنینو څخه د همدی مسلمان ډولو جاهلانو له ویری هیواد پریښود ویره یی لرله چی د لوړ تحصیل او عالی اخلاقو لرولو په تور ونه ځورول سی او یا ونه وژل سی. پر ځای یی یو ډیر تعداد مسلمان ډوله جاهلان چی د اسلام پاک او سپیڅلۍ نوم د خپلو شرارتونو او فساد د دوام لپاره کاروی، د سیلاب په ډول کابل ته راغلل، د چور او تالان په پایله کی یی ثروتونه ترلاسه کړه او د سیلاب په شان تعلیم ،تربیی او تحصیل له کابله فرار وکړ.

له بله اړخه داسی ګنګوسی هم سته چی ګواکی نا امنۍ په پایتخت کی د رجعت غوښتنکو عناصرو غبرګون دۍ د ډاکتر غنی د تحول د برنامی په وړاندی، پر ولس تحمیل سوی قوماندانانو د ځان لپاره ورځ تر بلی په دولت کی امکانات محدود وارزول نو ځکه د ټیکاو د له منځه وړلو په لاره کی هر امکان لټوی او ګټه ځنی پورته کوی د هرات ولایت امنیت همدا مسلمان ډوله جاهلانو په وروستیو کی ټکنی کړیدۍ هغه که د تروریستی اعمالو له طریقه وی یا د زهر اګینه تبلغاتو له طریقه وی. په هر صورت د کابل وروستۍ پیښه دا ضرورت په ګوته کوی چی د مدنی حرکتونو ، رسانه ای تبلیغاتو او ممبرونو له لاری باید همدا جاهلان د وخت په تیریدو اهلی کړل سی،تعلیم او تربیی ته را وبلل سی ، د واقعی اسلام څیره یی په ذهنونو کی منعکسه سی او د نننی ښاری ژوند په ارزښتونو پوه کړل سی ، دوهمه لاره هم داده چی مسلمان ډوله جاهلان بیرته هغو سیمو ته ستانه کړل سی چی راغلی دی. شاید دا ډول واقعات وروستۍ هم نه وی له همدی کبله د خلګو په زړونو کی تر بل هر وخت ویره ډیره سویده هیڅوک ځان خوندی نه احساسوی په خاصه توګه ښځی و ویرول سوی،رجعت غوښتونکی هڅه کوی هغه نیمه او ناتوانه دموکراتیک بنسټونه چی په ډیر ربړ منځ ته راغلی دی له منځه یوسی او پدی ډول د ناامنۍ او جګړو ډګر تود کړی.

داسی بریښی لکه د شاه دو شمشیره علیه رحمه د زیارت او مسجد دننه او دباندی یو جنایی بانډ د ناروا تجارت په منظور جوړ سوۍ وی ددی باند غړی ملایان،موذن،طالبان، د زیارت دننه او دباندی سوالګران، تعویز نویسان او څو څوړه ور لومپینان د څارګرانو په حیث، دی. ولسی غوښتنی داسی دی چی نوموړۍ بانډ له منځه یووړل سی او مسجد د(فرخنده علیه رحمه) په نوم و نومول سی. تر څو د مسلمان ډوله جاهلانو څخه د کابل د پاکولو په لاره کی لمړنی ګام پورته سی او د دوهم ګام په توګه د کارته سخی زیارت او پل خشتی جامع جومات په دقت وڅارل سی او د اړتیا په صورت کی لازم کارونه ترسره سی.