خوست دسرو وینو په ډنډکې

په زړه بوږنوونکي ستره خواشینۍ دغیرتي او ننګیالیوخوستیانو د نن ورځې خونړی ناورین په اړه دخوشال باباپه کلام دخپل غمجن اوویرجن ټپي،ټپي زړه ،سوي کړیکه باسم.

زړه مې زخمي دی ویني ترې څاڅي

ژاړم لــه درده څـــــــړیکي ترې پاڅ

په ژورخپګان اوتاسف چې دنوروزپه وږمواودپسرلي په ښیرازه موسم کې ګلالې اوښکلې خوست دخزان په سیلیواوغمجن ناتارکې دڅوتنودزراوزوردلیونیوواکمنانودزورازموینې په ټس کې پریووت. .

کرغیړن اوتورمخی پنجابي ابلیس دانسان په جامه کې ګڼ شمیرقومي مخور،مشران اوځوانان په وینوکې ولمبول ډېری شهیدان اوټپیان شول اوګڼ شمیرکورنۍ دویراوماتم په ټغرکیناستې .شهیدانوته فردوس جنت اوټپیانوته دعاجلې شفا اوعافیت هیله کوم..

په دغوقومي مخوروشهیدانو کې یوهم زمادکاکا ارواښادسناتورعلي جان صبري زوی الحاج خان زمان صبري په شهادت ورسید ماته ګران اوقدرمن خان زمان چې دلوړوانساني اخلاقو،سترزغم ،میني اوخواخوږۍ سمبول دجرګو،مرکو،نرخ اوڅلي ،دخپګانونوداواری اوجوړجاړی دبې ساري استعداد خاونداوبې کبره وطنپال شخصیت وچې دهمدغولوړوانساني ځانګړنواوښیګڼوله کبله دصبریومیړني قوم هغه په پراخه قومي جرګه کې دخپل ویاړلي اومنلي مشر په توګه وټاکه اوهمدا لامل وچې دکورنیو،قومونواوولسونوترمنځ هري ستونزي،شخړي اولانجې اواري ته یی ځان رساوه دسپیڅلي زړه اوروغ نیتې په درلودلوسره یوبریمن اوسوبمن مشروپخپل قوم اوسیمه کې دستردرنښت اوعزت وړو.

دریغا! دریغا!

زموږکورنۍ دکلونوکلونوراهیسي خپل هیواد قوم اوولس ته دمیني په توراوګناه په خپلوسرووینوکې لمبیږي لامودیوه شهید ویراوماتم ورک نه وي چې دیوه بل شهید جنازه زموږدکلي دستري غونډۍ توروخاوروته روانه وي دورکواودتوروشپوخوړلو شهیدانوپه یادله قلمه ویني څاڅي.

څومره درنې ،خیالیګره اوغیرتي سټي وي چې دملي سپیڅلوارمانونوپه لاره کې یی خپل سرونه ځارکړل..

دزړګي سره خان زمانه!

په ویاله اودینداره ټنډه دې ښکلوم دخپلوسروکفنو شهیدووروڼواوسره کفنه شهید وورارونواوخپل ارواښاد ویاړلي پلار په څنګ کې آرامه ویده شه په هسکه شمله ورته نارې کړه چې ستاسودویاړلوشهیدانوپه پله به دګران افغانستان په نوم خپل سرونه بایلو.
داروي که زندان وي که شرنګ دزولنو

موږ په دې وطن دسرلوړی سندره بولو

د دغه دردوونکي ماتم له کبله دغیرتي خوست ټولوقومونواوولسونومشرانو،کشرانواوغمجنوکورنیوته دژورتسلیت اوزغم غوښتنه کوم دصبریو دقوم مشرانو،درنه اوقدرمن کاکازوی الحاج میرزمان صبري ګران محمدزمان صبري اوخپلي ویرجنې کورنۍ ته دجمیل صبراوزړه تسل غواړم.

انا لله وانا الیه راجعون.

اروایی ښاده اویادیی تل ځلانده اوسه

مرد نمیردبه مرګ،مرګ ازو نام جست

نام چون جاوید شد،مردنش آسان کجاست

بسم الله اکبري هالینډ

۲۰۱۵/۰۴/۰۲