د وطن ھره دره په وینو سره ده

ھره دښته اومیره په وینوسره ده

اوس د کلي ھرګودرپه وینوسوردی

ھم د ھرکلي دیره په وینوسره ده

ھلته برزمونږقبرونه واړه سره دي

زمونږھره ھدیره په وینوسره ده

ھردیوال یی په سرووینولړل شوی

اوس د ھرملک حُجره په وینوسره ده

اوس د ھرکلي جومات په وینوسوردی

پکی ھره سپاره په وینوسره ده

په ناحقه په دُروخلک وھل کیږي

د ملا صیب دُره په وینو سره ده

لا د سولی اسره مړه نده،ژوندۍ ده

خو قیامه دا اسره په وینو سره ده

الحاج الھام الدین قیام

17/04/2014