دوه کسان یا دوه ټیمونه نسی کولای د هیواد د مادی او معنوی شتمنیو واک په خپل منځ کی تقسیم کړی پنځوس فیصده ویش هغه دسیسه ده چی د هیواد ټول قوانین یی ننګولی او د نظام د غیر قانونی بدلون هڅه ده ولس د واک د غصب او پخپل سره ویش په موخه رایه نده کارولی. د ناکامه توافق په پایله کی حالات ورځ تر بلی ترینګلی کیږی تحول د ننګونو سره مخ دۍ د ستونځو تداوم یقینی سو اصلاحات خیالی رنګین کمان او همپالنه په یقینی تربګنۍ تعبیرسوه .د دولت لوړو ارکانو د جهاد جګپوړو قومندانانو او تکنوکرات ډوله اپرچونستانو د حکومت د تضعیف کولو په موخه په یو هماهنګه رسنیزه تبلیغاتی مبارزه لاس پوری کړیدۍ او ځنی تصویری رسنۍ په دی لاره کی ورسره مرسته کوی. د حکومتی چارواکو د ټاکلو په سر د ولس مشر او اجراییه ریس ترمنځ ناندرۍ هغه څه دی چی پر ورځنی ژوند یی بده اغیزه کړی ده تجارتیامور د رکود سره مخ سویدی، امنیتی حالات دورځی په تیریدو ټکنی کیږی،والیان اوس هم سرپرستان دی، ګمرکی عایدات کم سویدی په وزارتونو، ولایتونو او محلاتو کی دولتی بنسټونه کاملا د یو ناکاره سیسټم استازیتوب کوی ولس پوره یو کال د نن او سبا په هیله شپی سبا کړی خو حالات نه یوازی د سمون لوری ته پراختیا نه وموندل بلکه ورځ تر بلی عامه خدمات د محدودیتونه سره مخ کیږی،لوږی، بیکارۍ او بی عدالتۍ د ولس ګریوان کلک نیولۍ دۍ هیڅکله هم افغانستان دومره نه ؤ تحقیر سوۍ لکه نن سبا چی په بهرنی سفرونو کی دوه غبرګولی مشران یو په بل نښتی دوه د خطابی میزونه غواړی په شرمو وشرمیدلو، دا دولتداری ده او که د نانځکو لوبی؟.

لکه څنګه چی له ورایه ښکاریده د امریکا سره امنیتی تړون یوازی د امریکا ګټی په سیمه کی تامین کړی د افغانستان لپاره پخوا یو مخالف خو د امریکا سره تر امنیتی تړون وروسته اوس دوه مخالفین د طالب برسیره داعیش هم پیدا کړل سو داسی بریښی لکه د یو برنامی له مخی له یوه اړخه افغانان به ټاکنیزو ستونځو او غیرقانونی حکومت جوړولو او بیا ځلی مخالفتونو مصروف وساتل سوه له بله اړخه لاره و نوی جنګی جوړښت یا داعیش ته پرانیستل سوه ، نوی پانګونه ، نوی جګړی ، نوی تهدیدونه .

ملی شورا هره ورځ د ملی یووالی حکومت د کړنو څخه اندیښنه څرګندوی او توصیه کوی چی غبرګولی مشرتابه خپلو ژمنو ته وفاداره اوسی. روانو ناندریو او کشمکش هیواد تر ټولو د ستونځمن حالت سره مخ کړۍ دۍ او داسی زمینه یی مساعده کړیده چی د ترقۍ او پراختیا ضد عناصر او پخوانی هغه چارواکی چی خپلی ناروا ګټی یی له لاسه ورکړیدی د یو هماهنګه او تنظیم سوی پلان له مخی ټولنه د انارشۍ کندی ته وغورځوی ترڅو د ولس پر ټټر ښخی کړی منګولی نوری هم پیاوړی کړی.

د اساسی قانون په وړاندی توطیه د ولس او هیواد په وړاندی توطیه ګڼل کیږی پسله ډیرو کړاونو افغان ولس د یو قانونمنده مدنی ټولنی د جوړیدو په موخه یوه ملی وثیقه جوړه کړه او د هغه پر بنسټ یی د ډیرو ناخوالو سره سره نظام جوړ کړ ، ثلاثه قواوی د دموکراسۍ د تمثیل په موخه ایجاد سوی او څه د پاسه یوه لسیزه د هغه پربنسټ حقوقی جوړښتونه ایجاد ، اقتصادی سیسټمونه جوړ او سیاسی او مدنی کړنی تنظیم سوی نو ایا د یو وطن دوسته او عادل افغان لپاره به لازمه وی چی د دا ټوله لاسته راوړنو په وړاندی توطیه وکړی؟ هو : کومه توافقنامه چی د دو ټاکنیزو ټیمونو یا ډاکتر غنی او ډاکتر عبدالله ترمنځ امضا سویده په زغرده د اساسی قانون په وړاندی دسیسه ده او د اساسی قانون په وړاندی دسیسه د ټول نظام د ړنګیدو لپاره هڅه ده! ایا ولس د دی لپاره رایه ورکړه چی د هغوی ملی وثیقه او د نظام بنسټ نقض او ړنګ کړی؟ د اجراییه ریس پُست د اساسی قانون څخه څرګند تیری دۍ همدا رنګه د ولسمشر هغه واک چی اساسی قانون ورکړیدۍ صریحا نقض دۍ په همدی ډول د پنځوس فیصده واک ویش کاملا د اساسی قانون څخه تیرۍ دی ، عملا ریاستی نظام شتون نلری کوم چی اساسی قانون توضیح کړیدۍ او نور او نور

وایی لویان اشتباه نه کوی دواړه مشران پوه خلګ ، عالمان ، ډاکتران، سیاسیون او د درناوی وړ دی اما دوی څنګه داسی توافقنامه سره امضا کړه چی له سره ترپایه د اساسی قانون پر خلاف ده؟ همدا سبب دۍ چی نن ټول هیواد او ولس د بیا ستونځو او کړاونو سره لاس او ګریوان دی امنیت ورځ تربلی ټکنی کیږی صحرایی محکمی د طالبانو د سیمو څخه تر پلازمینی کابل پوری را وغځیدی لا وګورو د سقوط تر پولی نور څه کیږی . جان کیری به زموږ د اساسی قانون څه پروا کوی کله چی ګوری چی دوه لوی افغان مشران داسی توافق سره کوی چی د اساسی قانون نقض خو لاڅه بلکه ټوله نظام تر سوال لاندی راولی. که چیری صادقانه توافق شتون لرلای کیدای سو د پردی شاته د نظام د جړیدو په برخه کی شراکت سره سوۍ وای او که بی اعتمادی دومره وه چی حتمی باید دا توافق سره امضا کړی نو بیا به یی د نړی د نړیوالو معیارونو پر بنسټ موقته اداره اعلان کړی واي پارلمان ،قضا،اساسی قانون او حکومت ځنډیدلی وای او د دوی ترمنځ توافقنامی به د موقت اساسی قانون بڼه خپله کړیوای هغه څه چی رجعت و پخوا ته یا ارتجاع بلل کیږی او پس له یو لسیزی و امریکا او نړۍ ته د پزی پری کول دی.

تر ټولو جالبه خو داده چی پخوا به افغان حکومت او نړیوالو ویل چی طالبان مرکزی مشرتابه نلری بلکه پر ډلو او ګروپونو ویشل سویدی خو اوس چی احیانا د خبرو وخت را ورسید په افغان حکومت کی دومره ژور اختلافات څرګند سوه چی طالبان،چین او پاکستان به حیران وی د افغان حکومت په نماینده ګی له چا سره خبری وکړی، څوک د پریکړی واک لری او څوک د هیواد واکمن دۍ، یقینا د ناتوانه حکومت، تیت او پرک سیاست او نه مرکزیت سره طالب او پاکستان ته د سولی د بهیر وړاندی تګ ستونځمن او غیر عملی معلومیږی او که احتمالا توافق هم رامنځ ته کیږی نو د افغان اداری د کمزورۍ له کبله د هغه عملی کیدل ناممکنه بریښی. تراوسه د خبرو اترو پته نه لګیږی خو ځنی حکومتی چارواکی او جهادی مشران سر له اوسه د طالب سره د سولی په وړاندی تند غبرګونونه ښکاره کوی پداسی حال کی چی ولسمشر کیلومترونه په سوله او خبرو اترو پسی منډی وکړی او د سوال کچکول یی وګرځاوه. داچی ولی ځنی افراد د سولی په وړاندی تند غبرګونونه ښکاره کوی بیل عوامل او دلایل لری چی توضیح یی تکرار دی خو هغه څه چی څرګند دی ځنی چارواکی د خپلو جرمی سوابقو له مخی سوله د ځانونو د محاکمی په معنی تلقی کوی نو ځکه د سولی د کلمی سره وارخطا او په تلوار منفی غبرګون ښکاره کوی.

ټوله رسنۍ په همدی توافقنامه را څرخی خو مهمه داده چی د حل لاره کومه ده ؟هغه چی سویدی نه راګرزی راتلونکی نه سبا باید څه وسی؟ دا یقینی ده چی هیواد د نورو ټاکنو توانمندی نلری او نه هم ولسونه د رایی ورکولو څخه ښه زړه لری نو لطفا اساسی قانون احترام او رعایت کړل سی . پریږدۍ ولسمشر د اساسی قانون سره سم خپل واک وکاروی ترڅو د سرپرستانو موضوع ژرحل ، د ښه حکومتولۍ او د فساد سره د مبارزی اړین کارونه ترسره سی.سبا او بله ورځ وکیلان هم سرپرستان کیږی قضا د پخوا څخه سرپرسته ده نو ګواکی د دولت ډیری برخی به سرپرست وی. بله لنډه د حل لاره نسته ډاکتر عبدالله باید د ملی رسالت پر بنسټ د اجراییه ریاست څخه لاس په سر سی اساسی قانون ته غاړه کښیږدی ،هیواد او نظام د حتمی سقوط څخه وژغوری او یو ځواکمن اپوزیسون جوړ کړی تر څو ټولنه نورهم قانونمنده او د مدنیت او دموکراسی لوری ته رهبری او د راتلونکی لپاره د ولس باور هم ترلاسه کړی یقین دۍ چی ولس به هم د ده قدردانی وکړی د غلو او مفسدینو په بړستنه ننوتل سربیره پر ناکامی تاریخی مسولیت کسبول دی هغه څه چی د ډاکتر عبدالله سره نه ښایی.