هنداو افغانستان هغه دوه لرغوني،تاریخي اودګډفرهنګ درلودونکي دوست هیوادونه دي چې دتاریخ په بیلابیلو پړاوونوکې ګډوجوهات اوګډافتخارات لري اودلرغونو زمانوراهیسي د دواړوستروولسونوترمنځ ګډې سوداګریزي اوکلتوري اړیکی اوراشه درشه موجوده ده اوپه دغه ستر هیواد کې له سلګونوسلګونوکلونوراهیسي په میلیونو،میلیونوافغانان استوګن شوي اودویاړلي تاریخ درلودونکي دي چې دزمانې په ګږلیچونواولوړوژوروکې په دغه تاریخ هیواد کې تلپاتې میشت شوي اود دغه افسانوي ټاټوبي دګڼوملیتونواوولسونوسره یې اوږه په اوږه دهند دسترهیوادپه ابادی ،پرمختیا اوساتنې په لاره کې کارنده اورغنده برخه اخیستي ده دادی دافغانستان ولس مشرداکتر محمد اشرف غني دهند دوست هیواد ته پخپل لومړني سفر کې دهغودیارلس ملیونوافغانانوچې له دووسوه کلونوراهیسي په دغه هیواد کې استوګن دي په پښتواودري ژبوروان غږیږي هم یادونه وکړه دواړه هیوادونه دریښتیني اوبې شاییبه ټینګي دوستۍ ویاړلي مخینه لري اوټولوافغانانو ته دلمرپه څیر روښانه ده چې په وروستیو څلورولسیزواو آن په معاصر افغانستان کې هند تل له افغان ملت اودولتونوسره دوستانه اوبې غرضه ورورګلویزمناسبات اواړیکي ساتلي دي اوزموږله هیواد سره یې په اقتصادي،پرمختایی ،کرنې اومالدارۍ،ښوونې روزنې،بیارغونې، روغتیا اوښې حکومتداری په بیلابیلواړخونوکې پراخې اودزړه له کومي خالصانه همکاری ترسره کړي دي.

دبیلګي په توګه یې په وروستیوکلونوکې دوه میلیارده ډالره دافغانستان دبیا رغونې په بیلابیلوپروژواواقتصادي سکټورونوکې مرسته کړیده اود۱۳۸۶کال راهیسي یې په ۱۲ سرحدي ولایتونوکې ۲۰ میلونه ډالره دبیارغونې په ۷۰پروژوکې لګولي دي اوهمدارازیې داقتصادي اوسوداګریزو اړیکودپرمختیا اوټینګښت په موخه د ایران له پولي دزرنج اودلارام په لویه لاره چې کابو۲۲۰ کیلومتره اوږدوالی لري ټول ټال۵ ۸میلیونه لګښت ترسره کړی دی دهند د دوست دولت په مرسته بله ستره ګټوره اوټولګټي پروژه دهریرود په سند دسلمادبند دبریښناپروژه ده چې دامنیتي ستونزوسره سره تراوسه ۷۰ میلیونه ډالره پري لګول شویدي اوپه نیږدې راتلونکي کې به دهغه کارونه بشپړاودبریښنادوتولید لپاره به چمتوشي اوپه ایران کې دچابهاربندر پروژه دافغانستان دسوداګریزپرمختګ،غوړیدا اودافغاني سوداګرو دمالونودلیږداورالیږداوترانزیتي اسانتیاوودرامنځته کولوپه موخه دهند د دوست دولت دښه نیت اوریښتیني دوستۍ ښکاره بیلګه ده اودهند دولت غواړي افغانستان دسمندر له لارې دسهیلي اسیا له هیوادونوسره وصل کړي اوپه وچه کې هم دلرغونوزمانوتاریخي لارې دځمکني ترانسپورت پرمخ پرانیزي چې په پایله کې به افغانستان په سیمه اونړۍ کې سوداګریزي سترې اسانتیاوي اوګټې ترلاسه کړي .

دهند د دوست اوورورهیواد ټول پوهنتونونه اواکاډمیک موسسات دافغانانو پرمخ پرانستي اوکابو پنځه زره افغان ځوانان دهند په بیلابیلوپوهنتونونواوعلمي مرکزونوکې په لوړواوتخصصي زده کړوبوخت چې دنړۍ په کچه یې له ګرده هیوادونوشمیره زیاته ده.

له کلونوکلونوراپدیخوا په کابل کې داندراګاندي روغتون دماشومانوپه تداوی اوروغتیا په برخه کې نه ستړي کیدونکي سترخدمتونه ترسره کړیدي اودهغه په څنګ کې افغاني ډاکټران هم په دغه روغتون کې دتخصص ترکچې روزل شویدي .

همدارازهندي پانګوالان په افغانستان کې دپانګې اچونې په برخه کې پوره چمتووالی لري اودکانواوصنایعوپه برخه هندي متخصصین څرګندې لاسته راوړنې لري اوپه دې لاره کې د دوی پلتنې اومسلکي مرستې لادوام لري.دهند دولت دافغاني افسرانواوپوځي پرسونل په روزنه کې هم برخه اخیستي اودپوځي ارکانحرب ترکچې یې افغاني افسران روزلي دي اودافغانستان د دولت او ولس سره یې دروانې جګړې دپایته رسیدواوبشپړ ټیکاو درامنځته کولو په لاره کې دزړه له کومي مرستې ترسره کړي دي اوپه دغه سترهیواد کې تراوسه افغان دوښمنه ځالې اومرکزونه نه دي جوړشوي بلکې دافغانستان سره درښتیني دوستۍ له امله دپاکستان دتورمخوڅارګرو په نغوته اونیغ په نیغه همکاری دترهګروداړه مارانو له خوادافغانستان په دننه کې د دوی سفارت اوقونسولګری په بمونوالوزول شوی ځاني او مالي درنه زیانونه وراوښتي دي

. د۲۰۱۳ او۲۰۱۴کلونوپه اوږدوکې دهنداوافغانستان ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه ۶۸۳ میلیونوډالروته رسیدلي او۲۰۰۳او۲۰۱۳ کلونو په منځ کې هندي ۱۷سوداګریزوشرکتونو۱۷ میلونه ډالره پانګونه کړي ده اوپه دي برخه لازیاتې هڅې اوکارونه ترلاس لاندي دي اود داکتراشرف غنې په وینا به په راتلونکو۱۵کلونوکې افغانستان په نړیواله کچه داوسپنې اومسوپه تولید کې لومړی مقام ولري اود۲۵ کلونو په موده کې به افغانستان دمنځنۍ،ختیځي اوسهیلي اسیا دهیوادونو داتصال په مرکزواوړي اوداسي مهال به راورسیږي چې سهارنی به په ډیلي،غرمنی به پیښاوراوماښامنۍ ډوډۍ به په کابل کې وخوری اوداخیال نه بلکې دابه واقعیت واوړي اوافغانستان به داتلسمي پیړۍ سوداګریزاومرکزي امتیاز بیا ترلاسه کړي ځکه افغانستان دنړۍ په کچه د۱۷نادروفلزاتوله ډلې څخه ۱۴ډوله نادرفلزات لري اودځمکې لاندې بډایه شتمني تر دری تریلیونویادرې زره میلیارده ډالروپوري رسیږي چې زموږبې وزله هیواد به دنړۍ دستروبډایه هیوادونوپه قطارکې ودریږي.

دافغانستان روښانه اونیکمرغه راتلونکي اوسنی خونړۍ جګړي ګواښلي اودادافغانانوملي،تاریخي اواسلامي دنده ده چې د دوست اودوښمن په تشخیص کې هوښیاراوسي ا ودملي یووالي اوپیوستون په برکت اوسني ناورین ته چې زموږدتاریخي دوښمنانوپه لمسه اومرسته رامنځته شوی دپای ټکی کیږدي اودافغانستان له غروره اوویاړه ډکه بیړۍ د دوښمنانودرذیلانه توطیوپه سمندر کې له ډوبیدواوبربادیدوڅخه وژغوري اودملي وحدت له مشرانوڅخه هم دافغان جګړه ځپلي اوټپي،ټپي ملت غوښتنه اوهیله داده چې نورداوسنیوستروستونزو په وړاندې سلیقوي اوبابیزه چلند ونه کړي اودزوریدلي ولس دمشرانو په توګه خپل ملي رسالت ترسره اودهیواد دوښمنانوپه وړاندې ګډاورښتینی دریځ خپل کړي.

دهند دوست هیواد ته دافغان ولس مشرسفرچې دهغه په ترځ کې یې دهند له جمهور ریس پرناب مکرجي،صدراعظم نریندرامودي دهند دګانګرس دګوندله مشرې سونیا ګاندي د دغه هیواد دبهرنیوچارو،د دفاع،سوداګرۍ،صنایعواوروغتیا له وزیرانو،دسوداګرۍ اوصنایعودخوني له غړوسره دوستانه کتنې تر سره کړې په نیک فال نیسواود ده په وینا چې افغانستان دزرګونوکلونوپه ترځ کې له هندسره میلیون اړیکي لري دادوستي باید لاپیاوړي اوتلپاتې وساتل شي.

دافغانستان اوهندوستان دلرغوني تاریخي دوستۍ دلاغوړیدواوټینګیدوپه هیله.

هند داسیا په جنوب کې پروت هیواد دی چې شمال لودیزته دپاکستان شمال ته له چین،بوتان،نیپال شمال ختیځ ته له برما،بنګله دیش لویدیځ ته دعرب سمندرختیځ ته بنګال خلیج اوسهیل ته یې دهند اوقیانوس اوسمندرپروت دی.

۳۴۰۲۸۷۳کیلومتره مربع مساحت لري څه ناڅه درې ځلې له افغانستانه لوی دی.۱۲۲۰۸۰۰۳۵۹یومیلیارد دوه سوه شل میلیونه اته لکه دري سوه نه پنځوس میلیونه نفوس لري اوله چین څخه وروسته په نړۍ کې دویم مقام لري.پلازمېنه یې نوی ډیلی دی .بمبیی یې ستربندري سوداګریزښار دی چې ۱۴ میلیونه اوسیدونکي لري.ټول ټال یې دسترو ښارونوشمیر۳۵ته رسیږي.هندله میلاده دمخه دري زره کاله دمخه زوړتاریخ اوفرهنګ لري اوپه دې هیوادکې بیلابیل نژادونه ،مذهبونه،آیینونه،ډول ډول فرهنګونه په سلګونوژبې اوزرګونولهجې شتون لري هندي اوانګلیسي یې رسمي ژبې دي اوپه نورو ایالتونوکې هم ۲۲ژبې رسمي ژبې دي .مقننه قوه یې له دوومجلسونوجوړه ده چې دراجیاسبا(سنا)اولوک سابا(عوام)په نومونویادیږي اوپه دغه هیوادکې ۷۰۰سیاسي ګوندونه شتون لري چې په ملي،منطقوي،ایالتي سیمه ییزوګوندونوویشل شویدي سترګوندونه یې ګانګرس بهارتیاجاناتاب ی پ،مارکسیست کمونیست ګوندونه دي چې ترټولو پیاوړی ګوند یې دګانګرس ګوند دی چې دهند دپلارمهماتاګاندي په مشری یې دهند دخپلواکی غورځنګونه رهبري اود دغه ګوند دبریالیومبارزو په پایله کې یې په ۱۹۴۷م کال کې دانګلستان دښکیلاکګرځواک څخه خپله خپلواکي ترلاسه کړه. دهندلومړی صدرارعظم پندیت جواهرلال نهرو دی اودهندخلکو دپندیت دښوونکي په مانا لقب ورکړیدی اودهند دهژمونی اومشرتابه واک ترکلونوپوري د دوی په کورنۍ پوري تړلی چې اندراګاندي دهغه لور،راجیوګاندي دهغه لمسی اودګانګرس اوسنی مشره سونیاګاندي دیادولووړدي.

په هند کې جمهوري ریاست تشریفاتي مقام دی خوبیاهم اجراییوي اوقانوني ستر واکونه لري اودوسله وال پوځ داعلی سرقومندان دنده هم ترسره کوي دهندصدراعظم د دري ګونوقواووپه سرکې ستراجراییوي مقام دی.

دنړی په کچه هند څلورم اقتصادي ځواک بلل کیږي اوکال په کال یې اقتصاد اومدرنه ټیکنالوژي دڅرګند پرمختګ په حال کې ده.په دغه هیواد کې۱۴۰ تلویزیني کانالونه منظمې خپرونې لري چې ۱۹کانالونه دولتي اوپاتې خصوصي اوځانګړي کانالونه دي.همداراز۶۲۴۸۳ورځپاڼي اوموقوته خپرونې په ۱۲۳ژبوخپریږي .په نړیواله سطحه دلوړتیراژلرونکي ورځپاڼه ټایمزاف انډیاپه انګلیسي ژبه هره ورځ ۳۱۴میلیونوپه تیراژخپرونې لري.

هند دسینماتوګرافی اوفلمونوپه جوړولواوتولیدکې نړیوال شهرت لري اوهرکال ۹۰۰فلمونه تولیدیږي اودبالییووډ دسینمایې فلمونومحصولات دهندپه سوداګری اونړیوال شهرت په درلودلو سره جوت اوځلانده ځای لري.

په زړه پوري داده په نړۍ کې دغواوودشمیرله مخې چې سلګونومیلیونوته رسیږي هند لومړی مقام لري اوپه هند کې غواته دتقدس په سترګه کتل کیږي اوهندي مذهبه یې غوښه ناروابولي اوهغه نه خوري .هند وروسته له چین څخه دوریجوپه تولیدکې دویم ځای لري په ۲۰۱۴کال کې یې۱۲۴میلیونه ټنه وریجي تولید کړي اوپه ۲۰۰۵کال کې یې د۱۵۰میلیارده ډالروپه ارزښت کرنیزتولیدات درلودل چې په نړۍ کې دویم ځای لری.

اوداد دغه سترهیوادچې لاپخوادطلایې مرغۍ په نوم یادیده دحاصلخیزې کرنیزي ځمکې اودهمالیا داسمان څکوغرونودمرطوب اوباراني اقلیم برکت دی.خودیوه هندي کرنیزپوهاندپه خبره خپله لیکنه رانغاړم چې ویل یې..افغانستان دومره لویې کرنیزي دښتې اوځمکې لري چې حاصلات یې نه یوازې دافغانستان دخلکولپاره بلکې دلوی هنددمیلیوني وګړولپاره هم بسنه کوي.

دګران هیواد دهمدغسې غوړیدلي اوځلانده راتلونکي په هیله.

بسم الله اکبري

۲۹/۴/۲۰۱۵هالنډ