په ځینو مواردو کی چی نړیوال دریځونه د افغانستان په هکله مطرح وی بهتره ده هغه کسان تلویزیونی او رادیووی تبصرو کی ونډه واخلی چی لمړی د نړیوالو سیاسی پرنسیبونو او اصولو سره اشنا وی تر څو د صحبت په جریان کی د کلمو او جملو نوع د مطلب په هکله و ټاکلای سی دوهم لکه څنګه چی د هیوادونو سره د اړیکو کچه متفاوته وی لهذا طرز د تفاهم او نوع د برخورد هم متفاوت کیږی مثلا نسی کیدای افغانستان ته د یو لیری غریب او وروسته پاتی افریقایی هیواد سره اړیکی د امریکا د اړیکو سره یو ډول پرتله کړو نو ځکه د هیوادونو د مشرانو سره د ملاقاتونو په وخت کی تبصری متفاوتی کیږی د کومو هیوادونو سره چی اړیکی خپل حساس پړاو کی وی باید تخریش امیزه، زننده او سپکی جملی او کلمات استعمال نسی چی د کار بهیر ته تاوان وانه ړوی او یا ولسی افکار مشوش نکړی.

پدی ورځو کی هرڅوک د بیان د ازادۍ څخه په استفاده د صلحی په هکله او د پاکستانی زمامدارانو د سفرونو په باب ګډوډ نظریات وړاندی کوی. که سیاسی ځواکمنو ګوندونو خاصه نظریه د اعلامیی په ترڅ کی ویلای نو ولس او دولت ته د غور وړ وه دا ځکه چی ګوندونه پس له ډیر غور او څیړنی نظر خپوری خو اوس په انفرادی ډول یو مخ د حساسیته ډک داسی نظریات خپریږی چی هم د دیپلوماتیکو اصولو خلاف او هم بیله منطقی استدلال څخه سترګی پټی یو مخ سوله غندی هم د قطر خبری اتری ردوی او هم هر ډول کتنه د پاکستانی زمامدارانو سره دوکه بولی . لږ تر لږه باید هرڅوک پوه وی چی کوم هیوادونه چی سفارتونه یو له بله سره لری نو مکلف په ځینو خاصو معیارونو وی د دی معیارونو په ترڅ کی حکومت اصولا هڅه کوی تر کومه ځایه چی وکولای سی ګټه پورته کړی. د افغانستان موضوع یوازی په هیواد دننه مربوط قضیه نده بلکه ډیر لیری او نیژدی استخبارات او دیپلوماسی پکښی ښکیل دی موږ باید حقیقت ته رجوع وکړو په یو لسیزه کی د ناټو او امریکا د سل زرو پوځیانو په شتون او د اخری جګړه ایزه تکنالوژی په کارولو نه طالب ورک سو او نه جنګ خلاص سو حتی ورځ تر بلی د جګړی لمنه پراخه سوه نو ایا افغانستان پداسی حال کی چی د جګړی پیټی یوازی ورپه غاړه دۍ غیر له خبرو ، ملاقاتونو او منسجمی دیپلوماسۍ کارولو بل څه کولای سی؟

دی خوا ځنی کسان د قانون او ولس په وړاندی د خپلو کړنو څخه دومره ویره لری چی بیله تحلیل او تفسیر څخه فقط د سولی د نوم سره حساسیت ښیی او حتی د سولی خبری د ځان په وړاندی د مرګ او ژوند فیصله بولی نو ایا د هر ډول خبرو او سولی سره مخالفت کولای سی هیواد و اوسنی جګړه ایز حالت څخه وژغوری ؟ مهمه خو دا چی ځنی مطبوعاتی کسان هم د تیروپیړیو د انسانانو په ډول په نهایت اقتصادی کمزوری او ولسی لوږه کی د لویو هیوادونو په وړاندی داسی مطالب خپروی چی ګواکی افغانستان یو ځواکمن هیواد وی او د هیڅ چا پروا نلری او هیڅ ګاونډی ته اړتیا نلری او په یوازی کولای سی هم جګړو ته د پای ټکۍ کښیږدی او هم اقتصادی بساینه را منځ ته کړی. اهمه خبره داده چی دولتی چارواکی هم د سولی او خبرو اترو او پاکستانی زمامدارانو سره ملاقاتونه نسی زغملای له همدی ځایه ښکاری چی دولت هغه مرکب معجون دۍ چی د مختلفو ایډه لوژیو او مختلفو معیارونو افراد پکښی راټول سویدی حتی ځنی یی د بهرنی استخباراتو سره په تړاو تورن دی نو ځکه طبیعتا نسی کولای پر یوه لاره سره ولاړ سی او نه هم ټولو ته د هیواد او خلګو ګټی اهمیت لری. په یو دولت کی چی والی د یو ولایت د ټول شمال په استازیتوب منتخب ولسمشر ته ګوت څنډنه کوی د هغه دولت د بری امکان به شتون ولری؟ مطلب می دادۍ تر هغه چی زورواکان د ولسونو او هیواد پر سرنوشت حاکم وی هیڅکله به دا هیواد ښه ورځ و نه وینی او هیڅکله به سالم اقتصاد وده وکړی ځکه تجاوز، غصب ، فساد او نور به د پخوا په شان دوام ومومی.

راسۍ چی نور هرڅه د شک او تردید د کړکۍ څخه و نګورو، راځۍ چی د عقده مندانه دریځ څخه تیر سو او ولسی ګټو ته ارجحیت ورکړو،راځۍ چی بشری حقوقو ته درناوی وکړو او د علم او انسانیت په محدوده کی ژوند پیل کړو راسۍ چی یو ځل بیا په پاک زړه پاکستانی زمامدارانو ته د سولی لپاره هرکلی ووایو راځۍ چی د ډاکتر غنی د بهرنی سیاست چی په پنځو حلقو کی یی ترسیم کړیدۍ ملاتړ وکړو او د سولی د لاسته راوړولو لپاره د حکومت د هڅو او سیاست ملاتړ وکړو هغه چی د هند ، ایران او پاکستان په وړاندی یی طرح کړیدۍ ، هیله می داده چی هر بی خبره ځان دیپلومات و نه ګڼی او د رسنیو له لاره پر هغه مهمو سیاستونو چی د دولت لخوا طرح کیږی د بی ځایه نیوکو څخه ډډه وکړی. جلا د هغو خلګو څخه چی یا په بهرنیو استخباراتی کړیو تړلی او یا د کړی جرایمو له کبله د حکومت د سولی له هڅو سره مخالفت کوی یو تعداد نور داسی روشنفکر ډوله بی خبران د ازادی رادیو او کورنی تلویزنو له لاری هڅه کوی ځانونه د سیاسی او دیپلوماتیکو مخزنونو متصدیان وښیی داسی نظریات وړاندی کوی چی په ولس کی شک او تردید ایجادوی او یا لااقل د سولی د بهیر د انحلال لپاره کار وکړی دا کسان که په نامعلومو بهرنیو او کورنیو کړیو تړاو هم ولری باید پوه سی د د لوی هوډ په وړاندی به هیڅکله خنډ و نګرځی او په نهایت کی به ولس ددوی څیری رسوا سی.

خلاصه د پاکستانی زمامدارانو اوسنی سفر ته باید د ډاکتر غنی د نوی سیاست د پایلو په سترګه و کتل سی او هرکلی یی وسی هیڅ وخت د نن په اندازه د سولی امکانات ډیر سوی نه وه له کوچنی ترین امکان څخه باید د سولی او اقتصادی بسیاینی په هیله ګټه پورته سی ، شرایطو ته په کتو داسی بریښی چی پاکستان تر بل هر وخت اوس د تروریزم څخه زیانمن دۍ نو ځکه د افغانستان سره و تفاهم او سولی ته یی اړتیا ډیره سوی ده . دا هم د درک وړ ده چی خاماخا ځنی جرمی عناصر د ځان د ساتنی او بقا په منظور د سولی او او افغان پاک دوستی مخالفت کوی خو دا کسان د ولسی عزم په وړاندی په ګونډو کیدونکی او د تاریخ زباله دانۍ ته د سپارل کیدو په درشل کی دی. اما دا خبره هم اړینه ده چی ارګ په دولتی چوکاټ کی د جګپوړو چارواکو په تغیر او تعین څومره چی ژر امکان ولری لاس پوری کړی توڅو له یوی خوا د حکومت د بی عزتۍ مخه ونیول سی او له بله اړخه و حکومتی پرستیژ ته د تاوان اړولو مخه ډپ سی او بلی خوا د سولی او خبرو کړنلاره په دقت او خلاص لاس مخ ته یووړل سی.