ــ په خولو لوند دغه شکیدلی کمیس،
په ما له بدې ورځې ګران دی ګران
چې تور اوښتی زما دزیارخولوو کې
دڅوکلونو په اوږدوکې
نوی خو نشو کنه !
تاخو لیدلی ده دا ،
زما دمینې او ژوندون کمیس.

دخیټورسودخورپه تورپټي کې
همدا دژوند کمیس می نوی نشو
خیردی ........
دا لږ شکیدلی
دادرې تڼۍ یې ماتې
بله یې ځوړنده ده
چې کورته لاړ شم دابۍ څنګ ته مې
هغه به یې وګنډي په لاس دکونډې
لږ شانته زوړ ښکارې
اوس یې ان رنګ ترې تللی
غوصه به نه کوو
بی غوصې لاره لڼده
داخپل مزل به وهوو.
زما دهیلو ګرانه !
زړګیه !
یې ستومانه .

جواري خو شنه ښکاري نن ،
دخدای باران په کروندې به وشي ؟
ته خبر نه یې؟
په ایجاره نیولې مځکه هسې وچه ښکاري
ابۍ په کور کې لوی امید کړی ،
جواري به راوړې،خوټوو به یې دزړه له کومې ،
ته راته ووایه زړګیه !
څه به ترې وریبم له دې کروندې،
اوس راته وایه ،
هماغه ته داوښکوو  کیسې !
زما دمینې د ژوندون د کمیس،
له خولو ډک به یې ورنکړم چاته
دا خو ابۍ راته په لاس کنډلی
سپین خمتایې کمیس مې هرموده
ان په ښادې کې
هم په خوشالۍ کې
چې زما ملګري
ټول زما غوندې وي
دا دبیوزلوو او خوارانو ښادي
چې مونږ په ګډه سره ولمانځو ټول
جامې دهر یوه یو رنګ وي ښکلې
دچا ګریوان شکیدلی
دچا تڼۍ وي کږه
دچا هم داسې وي زما په شان
چا ته هم ورته وي کمیس مې په ځان.
ویاړم دزړه له کومې
چې خپله ډله بولم ډله خپله
په څو خوږو ژبو خبرې کړو مونږ
خو دپټې او کروندې په ژوند
مونږ یو تربله اشنایې ټول لرو
لا جوماتونه مو جلا دې جلا
خو خدای مو یو دی هغه
چې ټول په ګډه
مدام لپې نیسو
هغه پوهیږي
چې مونږ نه بیلیږو .

خیردی توپیردبنده ګانو شته دی
یو کوي ژوند لکه دخدای ګاونډۍ
بل تر سهاره ژړوي ټول کلی
بل ګناه کاندې خو دی خدای یادوي
هغه هرڅه هم کوي
خدای ترې خپه وي هم ډیر
خو بیا هامغه کوي
کارونه یې ټول دي په چم
خلک ترې ژاړې له غم
له ده جوړ شوی ماتم
خداې تر ې خپه دې هر دم
همدا ناولی ،خيټور له خدایه زښته لرې
دلوی جومات هغه لومړي کتار کې
دا ګناهګار له ټولو وړاندې وي ناست
دی څې جګیږي خواران ټول جیګیږي
هر مجاهد ،ملا ،چړی او طالب
دده په پل ګدي قدم

مونږه هم خدای یادوو
جومات مونږ نه هیرو
خدای ته سجدې مونږ کوو
زمونږ درک دې تل هامغه خرک
خو په ایمان کې زمونږ دخلکو ایمان
قوت مونږ بولو ټول دپاک انسان
جامې زړې او که وي نوې په ځان
زمونږه ورور په په جهان
چې خلک نه ځوروي
دخدای بنده مهربان

امرالدین سرحد
مسکو
۰۲-۰۶-۲۰۱۵