هسې راپیادې شوې پخوانۍ کیسې
زړه کې مې کنګلې شوې زړې سړې
رنګ مې د قلم په ژړا ولیکل
یاد ته مې نژدې شوي څو ترخې کترې
نه یمه ستومانه کسې لولمه
ماته راپیاد شوې تورې نیمې شپې
کله چې دژوند خواږه ترخه شمیرم
بیرته را پیاد شي د وطن ګیلې
نن مې لوڅ په پښوغریب افغان ولید
مخ یې وشوکارې دی و لوڅې پښې
ما ته ژړا راغله په سلګوو شومه
لاره کې لاروي راته خندل وو درې
ماپه غصه غږ وکړ چې شرم دی
دا صغیر افغان دی ولې ځوروې
لاړل په خندا شول دوی بیغمه ول
زما زړې خبرې شوې لږ څه پخې
سوچ مې راته تریخ شو ورځ تیاره شوله
پښې مې په سوری بوټو کې یخې شوې
ماهم لاره ونیوه مزل ته شوم
مل شو م له سرحد سره خبرې شوې.
امرالدین سرحد
مسکو
۰۵۰۶-۲۰۱۵