دري ګوني دولتي ځواکونه مقننه،اجرایېه اوقضایه قوه د دولت دجوړښت اساسي ستنې اوبنسټونه دي چې په دغه دروقواووکې مقننه قوه تر نورو هغود،ولس اوټولنې دباوردرایوپه خپلولوسره لاس برې اومسلم ارجحیت لري خودا پرستیژاواوتوریته دولس اوعاموولسونوپه وړاندې دهغوپه کړوژمنواودخدمت دټټردوهلواونورولاپوشاپوپه اجرا اوتحقق پوري اړه لري هغه استازي چې دخپلې ایماني سپیڅلتیا،ملي اوتاریخي احساس له مخې دخپلوموکلینواوولس دچوپړلپاره دملت په دغه ستراودرنه کورکې خپل وجداني متعهد مسوولیت په زړوری اورښتیني توګه ترسره کوي دخلکواوولس په منځ کې دلادرنښت،وجاهت اوباوروړګرځي ټول هیواد ورباندې ویاړي خوله بده مرغه ځیني نوردخپلوحریصواوځاني ګټواونارواشتمنیواوماڼیودتصاحب اولاسته راوړنوپه موخه نه یوازې دخپلوخلکوسره په کړوژمنوپښې ږدې بلکې دهیواداوټولنې پرضدپه ملي،سیمه ییزه اونړیواله کچه هرډول خاینانه اوشرمناکوجوړجاړیواومعاملوته تیاروي چې داډول څیرې دزهرجنومرخیړیوپه څیرهرچاته څرګندې اوملت ته هرومرورسواکیږي.

زموږاوسنی پارلمان هم همدا دوه ډوله کته ګوری وکیلان لري خوله بده مرغه دزراوزور،سیمه ییز،ژبه نیزاومذهبي تعصباتولرونکوزورمندانواوټوپک سالارانوتله پکې درنه اودالامل وچې پنځه کلنه دوره یې دیواوبل په توهین،دبوتلونواوبوټانوپه ویشتلو،سپکوسپورو،سوکانواولغتووهلواودامنیتي کسانوله خواپه ستره رسوایې له تالاره په ایستلوتیره شوه اوډیریوپکې داسې غوړڅټونه اوورمیږونه وکړل چې پخپلوملیونو،ملیونوډالرواوعصري قصرونواوفرعوني شتمنیوپه شته والي هرچاته دګواښ غوسه ناکې ګوت څنډنې کوي اودهیچاپه کیسه کې نه دي په پنځه کلنه دوره کې یې دومره غټې پانګې پیداکړي چې خپل نسلونه یې بې غمه کړل چې په دې اړوندزموږدیوه کلیوال سپین ږیري خیرالله خان کاکاخبره رایاده شوه هغه کیسه کوله چې دخوارۍ اوبې وزلۍ له کبله مې پاکستان ته دچرګوهګۍ وړي وې چې ناببره څوپاکستاني پولیس اوملیشه راپیداشول اوپه ټوکریوکې هګۍیې ترسترګوشوې هرپولیس یوه هګۍ پورته اوبیایې ژرماته کړي اودسترګوپه رپ کې یې وڅښي بیابله پورته اوپه شیبه کې یې وڅښي ترهغې یې هګۍ وڅښلې چې دخپل زړه ارمان یې په ورک کړاوپولیسانو وویل ډیري خوندورې هګۍ وې داسي هګۍ هروخت راوړه اوپه خپله مخه ولاړل.دهغه په څنګ کې یوملګرې په زوره ورغږکړچې خیرالله خان کاکاپولیسانو خوبه هګۍ ډیرې نه وي درنه څښلي؟خیرالله خان کاکاورته وویل: پوښتنه مه کوه دغودال خوروبچیودومره بې حسابه هګۍ وچیښلي چې په خدای که یې په ژوندکې هم ټوخۍ ووهي..

دخیرالله خان کاکا خبره دغووکیل صاحبانودومره ډالري هګۍ وڅښلې چې دبې وسی له ټوخي یې ځانونه دتل لپاره بې غمه کړل.

داساسي قانونون د۸۳مادې دحکم سره سم دولس جرګې دکارموده دروان کال دچنګاښ دمیاشتې په لومړی نیټه پای ته رسیږي خوپه دې وطن کې ۸۳ماده څه چې څوګ دګرده قانون پروانه لري ولسي جرګه هم بې سرپرسته یانې بې مسوولیته چورجرګه شوه چې په دې اړه ستاسو درنو لوستونکو پاملرنهدپیاوړي اونومیالي فرهنګپال شاعرمین صاحب په زړه پوري ریالیستیک شعراودهغه هنري انځورته راګرځوم.

قوماندان شورا ته ځي

ووې قوماندان:مجاهدینوماته وګورئ!

روی دپاک رسول،دمدینې مولاته وګورئ

کفروطن لاندې کړ،لیږدې بلاته وګورئ

باب ولسمشري شوه،دې ساري وبا ته وګورئ

ماته رایه راکړئ که له کفره خلاصیده غواړئ

نورله مانه څه غواړئ؟

سم سوتره ځان پوه کړئ دغازیانوزه کاندیدیمه

بردجګړه ماروپاټکیانوزه کاندیدیمـــه

لرد(آی اس آی) دپنجابیانوزه کاندیدیمه

بل دځان وژونکوعربانوزه کاندیدیمه

ماته رایه راکړئ که د دین لپاره ښه غواړئ

نورله مانه څه غواړئ؟

زه ستاسې دسیمي قمندان،دتاسې پلاریمه

زه دیرغلګروجهادیانویوســـرداریمه

زه دسخت دریځومشرانوافتخاریمه

ماته راتسلیم شئ،زه ریښتینی ټوپکماریمه

ووایې بدمخو،نورزماپه شان کې څه غواړئ

چیرې ترما ښه غواړئ؟

موږپه پارلمان کې یوه تګ لاره جهادي غواړو

موږه داپینودکرلـــوآزادي غــواړو

موږدجګړه ماروټوپکیانوآبادي غـــواړو

موږه دملګروملتونوبربادي غواړو

نورپه دې مرام کې تردې پورته څه خواږه غواړئ

نورله مانه څه غواړئ؟

زه چې قمندان یم حاجـي،حاجي وکیل به شم

نوم مې خلل خان دی،نوم به واړوم خلیل به شم

کله چې وکیل شم،که خـرګوتی یمه پیل به شم

اوس که تش کدویم،مرچکی اوزنجفیل به شم

شنه ډالربه درکمه،که تاسې له ماسره غواړئ

نورله مانه څه غواړئ؟

زه که رایه یوسم جمهـــوري په جمهوري وهم

واک به زماخپل وي خــونارې به دوروري وهم

سازبه پخوانی وي خونغمه به یې عصري وهم

پټه غلابه پریږدم خـــزانه به حضوري وهم

تاسې چې زماد دبدبې پراخیده غواړئ

نورله مانه څه غواړئ؟

زه که رایه یوسمه،جهادبه رویکارکمه

بیابه تاسې ګرده خـــاوندان داقتدارکمه

بیرته به رواج دقاچاقونوکاروبارکمه

نوي هیرویین به بازارونوته تیارکمه

ای خانه خرابو،له وکیل څخه نورڅه غواړئ

بدغواړئ،که ښه غواړئ؟

زه که رایه یوسم،ستاسې ستونځي به آسانې شي

بل جهادبه پیل شي خبرې به روانې شي

بیابه دتریاکوروپۍ بیرته پریمانې شي

ستاسې کنډوالې اوورانې خوني به ودانې شي

ټینګ شئ دغه کارته که پنځه واره واده غواړئ

نورله مانه څه غواړئ؟

ماشوراته واستوئ چې خلاص موله خواري کمه

زه به سرکاري شم تاسې ټـول به سرکاري کمه

څوک دی هسې نه نګیري چې بیابه خرکاري کمه

یابه دجومات دغلاپه توکوجواري کمه

دغه کارته ټینګ شئ،که دنس ماړه کیده غواړئ

نورله مانه څه غواړئ؟

ښځې درنه لاړې له یوې مخې سرکاري شولې

کورنه لاس په سرشوې،د(یونو)کاروباري شولې

وګورئ عالمه پاکې نجونه مکتبي شولې

لاړې بازاري شوې،دناولیودیاري شولې

ماپسې لښکرشئ،که دشرم ختمیده غواړئ

نورله مانه څه غواړئ؟

ماته رایه راکړئ،تللي ښځې درستنې کــمه

خلاصې یې له درس اوله شورا اوادارې کمه

بیایې افغاني،اومسلمانې پښتنې کمه

کورکې یې چارمیخ کم اوپه شرع یې درنې کمه

ماباندې آمین کړئ که دښځورغېده غواړئ

نورله مانه څه غواړئ؟

ولې خبرنه یاست چې څه کیږي زه پکې یمه

هرمکتب چې سوځي یالوټیږي زه پکې یمه

ګرده کارکوونکي چې قتلیږي زه پکې یمه

چیرته چې فتنه راپورته کیږي زه پکې یمه

تاسې که رښتیاد اسامه په لاره تله غواړئ

نورله مانه څه غواړئ؟

زه یم چې زابل اوارزګان مې دړې وړې کړ

زه یم چې جومات دکندهارمې شنې لوخړي کړ

زه یم چې زرغون جلال آبادمې دبړبــړې کړ

دغه زما لارده،که زماپه پلوتله غواړئ

نورله مانه څه غواړئ؟

زه یوکلینروم په جنګونوکې رهبرشومه

بیادبې هدفه لنډغروسرلښکرشومه

ورو وروپه جهادکې د ډالروملیونرشومه

هم پروفیسور،هم بې سنده انجینرشومه

پنډ شئ زما شاته که په دې رازپوهیده غواړئ

نورله مانه څه غواړئ؟

ای ترایمان ګرانوهېروینودرنه جارشمه

زه درته لوګی شمه،قربان شمه،بخارشمه

دادی زه کاندید یمه چې بیادې خدمتګارشمه

ستاسې سوداګرشم،قاچاقبرشم،ټیکه دارشمه

تاسې به ګلرنګوپاریسیوته ورتله غواړئ

نورله مانه څه غواړئ

(مین)

..........................................................

بسم الله اکبري هالینډ

۲۱/۶/۲۰۱۵