«ټق چپه کو ، ټق چپه کو»
«عیسی خان» خپله دا وایې
مونږ دپارلمان یوو امنیتي
حمله وشوه یو ناڅاپه
نن دا لس بجی سهاري
کانتینر کې مونږه ناست وو
وضعه ورانه شوه جاري
بل رقم شوه دغه وضعه
/
راغلل شپږ انتحاري
په مونږ ولویدل هر څه
جوړه مونږ کړه نښاني
«
عیسی خان » شاژور کړ ډک
په دښمن یې کړ خالي
«
ټق چپه کو ،ټق چپه کو »
اوس یې نوم شو لوی خیالي
سرحد ولیکل څو ټکي
افغان هر چیرې نامي
امرالدین سرحد
ددروسیې دکورنیوو چارو وزارت د پولیسو کارمندانو دمسلکي کچې دلوړتیا عمومي اکادمی

ددومادیدووا ښار ګوټی
۲۲-۰۶-۲۰۱۶