د طالبانو په لاس په کندز ولایت کې د چهار درې او ارچې ولسوالیو له نیول کېدو روسته، چې د چاردرې ولسوالۍ بیرته د دولت ترکنترول لاندې راغلې، خو د ارچې ولسوالۍ لا اوس هم د طالبانو په لاس کې ده، د جون په ۲۲ مه پر ولسي جرګې ځانمرګي برید او په ننګرهار ولایت کې د داعش تازه ګواښونه او بریدونه، د ځینو کورنیو او بهرنیو رسنیو د خبرونو غټ سرټکې شمېرل کیږي.

داعش د ننګرهار ولایت په څو ولسوالیو کې د ننګرهار د ولایتي شورا د غړي عبیدالله شینواري په وینا، خبرپاڼې ویشلې او په هغو کې يي ښځو ته خبرداری ورکړی چې له کوره دې نه وځي او قومي مشران يي ګواښلي چې له دې روسته به شخړې د پښتنې دود او جرګو په مټ نه هواروي!

له یادو خونړیو پېښو سربېره، په تازه راپور کې ویل کیږي د نورستان د وانټ ویګل ولسوالي د افغان حکومت له کنتروله وتلې او طالبانو او په ټوله کې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په ۲۵ ولایتونو کې د طالب او یا داعش په لاس ځايي نښتې او د اولسي وګړو ټولوژنه د هرې ګړۍ او شېبې جارې پېښې ګڼل کیږي.

د طالب او داعش په لاس، د زیاتېدونکو نښتو او جګړو د انځور تر څنګ ، په بل انځور کې د افغان دولت سره پر یو میز د خبرو لپاره د طالبانو د کښينولو په اړه، د پاکستاني جګپوړو چارواکو ژمنې او خبرې هم تودیږي او ورځ تربلې زور اخلی، خو عملي پایله يی د پخوا پشان اوس هم افغانانو ته ځلوب(سراب) ښکاري.

په دواړه انځورونو کې د پېښو پراختیا په تکرار ښۍ هرڅونه چې افغان لوري سره، د پاکستاني مشرانو ژمنې زیاتیږي او تودیږي، هومره د افغانستان په ټولو ولایتونو کې جګړه زور اخلي او پراخیږي!

خبرو ته د طالبانو د چمتو کولو او د سولې په اړه، د پاکستاني چارواکو خبرې او ژمنې هغه بلکیو، لرګواو تیلو ته ورته پاتیږي چې پر هغو د جګړې اور لا پراخ شوی او په غرغنډو شوی دی. د پاکستان د هرې ژمنې او وعدې شاته څو تنه ځانمرګي په کمین کې چمتو ناست دي. کابل ته د پاکستاني چارواکو د هر سفر په سبا د افغانستان یوه ولسوالي او یا ښار په وینو لمبېدلی دی. همدارنګه اسلام اباد ته د هر افغان چارواکي تګ او تود هرکلی یوازې څو ساعته روسته په لویه نهیلۍ او غټې ناکامۍ بدل شوی دی.

پاکستاني چارواکي د افغانانو په فکر هومره اومه، پریوتي او سپک شوي چې پخېدل، درنېدل او پرې باور به ډېر پړاوونه او اږده وختونه ونیسي. د اړیکو په داسې خړه پړه فضا کې، که چیري پاکستاني چارواکي یوه ژمنه هم په ریښتیا ترسره کړي( چې تر اوسه يي نه ده ترسره کړې) ګرانه او سخته به وي چې افغانان پرې باور وکړی!

افغانان پر پاکستاني چارواکو دومره بې باوره شوي چې سړي ته د (شپون او لیوه) مشهوره قصه رایادوي!

دا چې د دواړو ګاونډيوهېوادو د حکومتونو او وګړو ترمنځ بایللی اعتماد بیرته ژوندی او رامنځته شي، ډېر څه کول پکار دي.

په اوسنیو حالاتو کې څه باید وشي؟

افغان لوري او په سر سر کې ولسمشر غني په کور دننه او بهرنیو مخالفتونو سره سره، د دواړو هېوادو ترمنځ د له منځه تللي اعتماد د بیا بسیا لپاره، لومړني او اړین ګامونه پورته کړل، خو د اړیکو بیا سمبالښت او متاقبل اعتماد یوه ستوی واټ نه دی او اوس په اسلام اباد پورې اړه لري چې په دې اړه عملي ګامونه واخلي.

که څه هم د دواړو هېوادو د رسمي مقامونو په وینا امنیتي هوکړه لیک تر اوسه نه دی لاسلیک شوی، خو اسلام اباد ولیدل چې د اړیکو د رغېدا په لار کې څونه خنډونه پراته دي او افغانان پر پاکستان، څونه بې باوره دي.

ولسمشر غني اسلام اباد ته په استولي لیک کې، پاکستاني چارواکو ته یوه میاشت وخت ټاکلی وو چې په دې فرصت کې دې اسلام اباد، طالبان د خبرو میز ته چمتو کړي او بلخوا دې په پاکستان کې د ترهګرو ټولې اډې چې له هغه ځایه طالبان او ترهګر په افغانستان کې د وژنو او ورانۍ لپاره استول کیږي، وتړي.

ولسمشرغني په روستیو څرګندونو کې دا هم ویلي چې پر افغانستان د تپل شوې او نا اعلان شوې جګړې په اړه د اصلي لوري پتوګه پاکستان سره خبرې کوي او له هغوی غواړي طالبان چې هلته د دوی په اډو کې دېره دي، د خبرو میز ته کښينوي. بلخوا يي طالبانو ته هم په ډاګه کړې، هغوی چې نه غواړي د اختلاف وړ خبرې د جرګو پر میز حل کړي او لا هم جګړه کوي، د سوک ځواب به په څوک وویني! همداراز د ولسمشر غني دا زغرده څرګندونه، هغه نیوکګرو ته هم وړ ځواب دی چې وايي، ولسمشر غني د دوست او دښمن په اړه روښانه دریځ نلري.

بلخوا د افغانستان ولسمشر اشرف غني وايي چې په هیواد کې پر جګړې د تسلط لپاره حکومت د «جګړې نقشه» جوړه کړې ده.

که څه هم په تازه څرګندونو کې د پاکستان د بهرنیو چارو او ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز وايي « د دغه هیواد حکومت تېره میاشت د چین په ارومچي ښار کې د طالبانو او افغان حکومت د استازو ترمنځ د غونډې امکانات برابر کړل او بله غونډه د روانې میاشتې (جون) تر پایته رسېدو مخکې پلان شوې ده. تاند»

طالبانو په دې غونډه کې افغان لوري سره خبرې کول رد کړي. سره له دې چې داسې غونډه شوې، خو د سولې په عمومي بهیر يي اغیز څرګند نه دی!

طالبان دې ورځو کې د پخوا په توپیر، په رسنیو کې له ای ایس ای څخه ځان خپلواک راپېژني چې دلته هم د ډېرو په اند، ای ایس ای غواړي افغان لوري او نړیوالو ته داسې وځلوي چې اوس پاکستان پر طالبانو ډېر واک نلري او د افغانستان دا غوښتنه چې اسلام اباد دې طالبان د خبرو میز ته چمتو کړي، د دوی له واکه ډېره نه ده پوره.

همداراز د پاکستاني چارواکو له پرلپسې ژمنو او بلخوا د افغانستان په سنګر د جګړې تازه تودښت څرګندوي چې اسلام اباد افغان لورې سره ټال چال ځي او غواړي وخت سپما کړي. اسلام اباد په دې تمه دی چې په دې فرصت کې به طالبان د جګړې په مورچل یو څه بریاوې ترلاسه کړي او دوی به بیا د هغو پر مټ، د خبرو پر میز له افغان لوري د پاکستان په ګټه، ډېرې لاسته راوړنې ولري.

د جون په ۲۲ مه، پر ولسي جرګې د ځانمرګی برید په اړه، د افغانستان د ملي امنیت د ریاست ویاند عبدالحسیب صدیقي د امریکا غږ پوښتنو ته په ځواب کې وویل:«د افغانستان پر ملي شورا د دوشنبې د ورځې برید، د پاکستان د پیښور ښار د بورډ په سیمه کې د حقاني شبکې او د پاکستاني استخباراتو ادارې، آی ایس آی لخوا په ګډه تنظیم شوی و.»

خو پاکستاني چارواکو د تل پشان دا برید د ای ایس ای په لاس رد کړ او د دې برید پړه يي بې له څرګنده لاسونده، د هندي استخباراتو( راو) پرغاړه واچوله چې (عذر بدتر له ګنا) په معنی دی!

بلخوا چین او په وروستیو کې امریکا هم پاکستاني چارواکو ته ویلي چې هغه هېواد دې پر طالبانو له خپله اغیزه کار واخلي او دوی دې افغان لوري سره خبرو ته کښينوي، خو دلته هم اسلام اباد له هوکي ویلو پرته، په عمل کې څه نه دي ترسره کړي.

کله چې کابل د پاکستان د اوږدو تیریو سره سره چمتو کیږي، پاکستان او سیمې سره د سړې جګړې د مهال اړیکې ورغوي او نوي اړیکې پر داسې ارونو ودروي چې سیمه کې د سولې او هر اړخیز پرمختګ سره مرسته وکړي، یوازې په اسلام اباد او یا بله پلازمېنه کې به سیاسي لیونیان وي چې له داسې فرصته ګټه نه پورته کوي!

د ۲۰۱۵ کال د جون ۲۶ مه

سرلوڅ مرادزی