مه کړی،دوستي مه کړی له نامردسره

میړانه ښه ښکاریـږي،تل له مــردسره

توري جامې،تورپنجاب اغوستــي دي

تورشیطان، تورو توطیو په پیګرد سـره

دافغان ولس قاتل دی دامکاردوښـــمن

ژاړي میندې، دشهیدزلموپه دردسـره

پاڅیږی ځــوانانو،لاس په تـوره شی

وځپی داعش ،سخت په نبــردسره

داکبري ارمان به هله پوره شوی وي

اوسي،افغانان که یوتربله تل همدردسره

بسم الله اکبري

۲۸-۰۶-۲۰۱۵