بې له تانه د جنت په لوري نه ځم                      که دوزخ وی، خو جوړه به درسره ځم

دا څه نـوې خبـر نـــه ده نـازنـیـنې                      ها پــخـپـله پخـوانۍ مـواعـده ځم

چې د عشق په اورکې سوی تک تور سکور یم                  همـدا لاره مې ده لــویه فــریضه ځم

د رقـیـب له تـهمتونو مې باک نـشته                          زه پخپـله کره لار، غــره غــره ځم

څو ژوندی یم، څوچې ساه مې ځان کې ښـوري                  دا د عشق او عاشقانـو پــه نعــره ځم

بل مې هیـڅـوک رهنما او رهبـر نشتـه                   بس د میـنې پــه فرمان او رائحه ځم

ماچې ځـــان د خـپـل وطن له پاره وقــف کړ                پښیمان نه یمه، هـمدا مې ګزینه ځم

زما ځــواک کمزوری مه بـوله رقـیـبـه                       تنها نـه ځـم د ملګرو مـجموعه ځم