درنو، خوږو، خوږمنو، حساسو او مینه ناکو ملګرو!

لکه څنګه چې د زلمي رسول د کمپاین پر مهال د افغانستان ټول سیاسیون د تحول او تداوم د ټیم پر خلاف د غلو، فرصت طلبو او فاسدانو په دوو سنګرونو، یعنې د زلمي رسول او لنډه غرو په کمپاین کې را ټول شول، نن یو ځل بیا هماغه فرصت طلبه مافیایي او غاصب وګړي په یوه بله جبهه کې را ټول شوي، هماغه آجنډا یې، چې د تحول مخنیوی و، رامخې ته کړې او په لا پرمختللي او منظم شکل د نظام او بدلون پر خلاف توطیې کوي. هغه وخت دې مافیایي بانډ د دولت له امکاناتو د ملت د رأیې پر خلاف کار اخیست، خو اوس بیا له خپلو مافیایي امکاناتو، پټو کړیو پیسو، د ګاونډیانو له تورو پیسو، شته مایوسیو، بې کاریو او مختلفو وسیلو د نظام پر خلاف کار اخلي.
همدا اوس په کورنیو چارو وزارت کې له
۹۵۰ قراردادونو څخه په ۸۸۸ کې په داسې کچه فساد موجود دی چې په قانوني لحاظ باید دا هر قرارداد فسخه شي. که دا قراردادونه فسخه کېږي، نو معنا یې دا ده چې د پولیسو په اعاشه او اکمالاتو کې ځنډ راځي او نظام ته ګواښ پېښېږي. که نه قطع کېږي، معنا یې دا ده چې هره ورځ د ملت په ملیونونو افغانۍ ضایع کېږي. که دولت د دې غلو او فاسدانو مخنیوی کوي، غله او فاسدان له خپلو امکاناتو کار اخلي، د کرزي ټیم ته بسپنې ورکوي او د نظام پر خلاف په ډول ډول توطیو لاس پورې کوي. یو مثال یې د بانک د مشرۍ لپاره د معرفي شوي کس ردېدل دي. د افغانستان مافیایي بانکونو د اصلاحاتو د مخنیوي او د دوی د فساد د رسوایۍ له وېرې د هغه پر ضد د کمپاین لپاره په پارلمان کې په ملیونونو ډالر ولګول، د کرزي له بانډ سره یې لاس یو کړ. د دې کار هدف یواځې او یواځې د بانکدارۍ په سکتور کې د اصلاحاتو مخنیوی و.
دغه رنګ د معارف، شهیدانو او معلولینو، دفاع او نور وزارتونه در واخلئ.
غني پر دوه لارې ولاړ دی. یا به نظام اصلاح کوي، چې دا کار قیمت لري. قیمت یې همدا دی چې غله او داړه مار یې پر خلاف له کرزي سره لاس یو کوي او په مختلفو بهانو د نظام د سقوط توطیې کوي.

یا به غني د اوسني فساد دوام ته غاړه ږدي، رشوتونه ورکول به پيلوي او د توطیه کارو شرطونو ته به غاړه ږدي. په دې صورت کې به لس کاله نور هم د ملت وینې زبېښل کېږي.

زه پوهېږم چې پر ځای ګیلې او شکایتونه شته، له غني، له ټیم څخه یې، له نظام څخه، خو تاسې یې ټول وینئ چې د غني پر خلاف له کاندیدېدلو سره سم دومره توطیې پیل شوې چې که دا توطیې د غره پر خلاف وشي، غر به ونړېږي.

زما پر ملګرو او دوستانو خدایي غږ دی. والله بالله تالله که هیڅ شخصي غرض لرم. لکه څنګه مو چې غني د زلمي رسول له توطیې څخه ګټلی و، نن یو وار بیا دا کار د سوشیل میډیا کاروونکیو ته ور پاتې دی.

غني دې ته حاضر نه دی چې طلوع ته ملیونونه ډالره حق السکوت ورکړي، دې ته حاضر نه دی چې د وکیلانو شرطونه ومني، د کندهار د اصلاحاتو پر سر معامله وکړي، د دفاع، کورنیو او معارف وزارتونو په غلاوو، د څارنوالۍ په فساد سترګې پټې کړي خو والله بالله تالله پر غني ټول فشاد د همدې خبرو لپاره دی.

زه د غني د ملاتړي په حیث نه، د یوه داسې چا په حیث چې ستاسې او خپلو ماشومانو د راتلونکي غم د جنون تر حده نا آرامه کړی یو، له ټولو ملګرو هیله کوم چې د دې جګړې د ګټلو لپاره لاس پر کار شي. له خپل کوره، چاپېریاله، او ګاونډه یې پیل کړي.
وروستۍ جګړه ده، وروستی وار دی. که پر خپلو ګټو، خپل وطن، خپل نظام، خپل بیت المال، خپلو سرتېرو ننګه کوئ، دا وروستۍ اروایي معرکه خپله وګڼئ.
د غني لپاره نه، د ځان لپاره هم نه، د ګران افغانستان لپاره.