داختر تعریف ته اړتیا نه وینم ځکه اختر نو دخوشحالۍ او مېلې ورځي دي خو موږ به په دې اختر څه کوو ؟ ایا د مېلې، رخصتۍ،او خوشحالۍ ترڅنګ بله کومه دنده لرو ؟

هو !! دلته داسي کورنۍ سته چي دغم پر ټغر ناست دي ، دځینو پلار او دځینو بیا دکورنۍ نور مشران ددې رواني جګړې ښکار سوي دي او په لکونو ماشومان دخپل پلار جان انتظار باسي ترڅو هغه به ورته داختر مېله ورکوي او یا به يې داسي ځای بیايي چي هلته يې سات تیر سي او یو څو ورځي په خوشحالۍ تیري کړي .

دلته ډیري داسي میندي هم سته چي د خپلو اولادونو غمونو غمجني کړي، له ستونزو سره مخ سوي، لړزېدلي لاسونه ناستي دي او دیتیم سوو لمسیانو ببر سرونه او شکېدلي ګریوانونو ته ګوري .

دلته ځواني پېغلي چي دخپل پېغلتوب ښایست خورا خوشحاله ساتلې وه او تر لنډي مودې وروسته يې ځوان مېړه دلاسه ورکی ، په وینو لړلي لاسونه په کور کښېنسته .

دلته ډیر سپین ږیري پلارونه سته چي ډک کورونه له کوچینیو زامنو، لمسیانو، مږندو، او لورګانو ورته پاته سوي دي او دسر سړي يې تر خاورو لاندي سوي دي ، حق حیران ورته تللی دی .

راځئ چي موږ هم تر یو حده پوري دهغوئ په غم غمجن سو، له هغوی سره اختر ولمانځو خپل وس ورسره شریک کړو .

کوښښ به کوو چي داختر راوړل سوې میوه دهمدې یتیمانو سره شریکه کړو ، که خپلو کوچینیانو ته له کم ځای څخه دهغوی دخوشحالولو لپاره یو شی راوړوو نو دیتیمان حق به هم ورکوو .

که مو نور وس نه رسیږي نو داختر درې ۳ ورځي به له خپل پخ سوي دیګ ( کتغ ) څخه دهغه کورنیو برخه هم ورکو چي یوازي د تورو دېوالونو شاته ناست دی او دمرستي، مهربانۍ او لاسنیوي انتظار باسي .

داختر رواړل سوې میوې څخه به هم هغو ته یو څه ورواستوو ، حد اقل که مو په وس کي وه چي یو من کلچې ورکو نو څه فکر کوئ ددغې سپین سرې مور او پلار ، یتیمو ماشومانو او هغې ځواني خور دزړه اه چي ځوان مېړه يې دلاسه ورکړئ دی او دې هم دیوه ښه ژوند جوړولو فکرونه کول خو ارمان يې پاته دی دهغوی دوعا به زموږ لپاره الله ج قبوله نه کړي ؟

خبري رالنډوم، تر نمایشي لیکنو، نمایشي کارونو او ځانښووني به تېر سو خپل تر توان پوري به هڅه کوو ترڅو دعمل په میدان او دالله درضا لپاره به دغه زموږ په منځ کي زورېدلې ډله غم ته نه پرېیږدو او د اختر په خوشحالیو کي به يې له ځان سره ګډوو.

یا الله ج ته پر موږ ځانګړی رحم وکه ترڅو دغه روان ناورین او جګړه چي پر افغان مظلوم ولس باندي راغلې ده ختمه او پر ځای يې یو ارام او سوکاله ژوند راپه برخه کړه .