د بن لادن له مړینې روسته، د پاکستان د کراچۍ ښار په یوه روغتون کې د ملاعمر مړینې، په نړیواله کچه پاکستان یو ځل بیا رسواکړ چې دا هېواد لاهم د ترهګرو دایمي ځاله او ټاټوبی شمېرل کیږي.

پنجابي واکمنانو څه د پاسه لس کاله نړیوال ترهګر، بن لادن په یوې پوځي سیمه، ایبټ اباد کې چې اسلام اباد ته نږدي موقعیت لري، له نړیوالو پټ وساته. همدارنګه دغو واکمنانو د ملاعمر په اړه هم چې په پاکستان کې میشت او له هغه ځایه يي د افغانستان په وړاندې د ترهګرۍ جګړه مخې ته وړله، څوارلس کاله انکار وکړ، خو بلاخره دا توطیه يي هم د مخکینې هغې پشان رسوا شوه چې نوموړي دوه کاله مخکې د پاکستان د کراچۍ په یوه روغتون کې سا ورکړې ده!

په پاکستان کې د بن لادن او ملاعمر شتون او روسته مړینې، د افغانانو دا ادعا چې د افغانستان په وړاندې د ترهګرۍ جګړه، د پاکستان له خاورې او د هغه هېواد د استخباراتو ISI په مشرۍ پر مخ وړل کیږي، تایید او ثبوت کړه.

بلخوا څه د پاسه دوه کاله د ملاعمر په نوم پرلپسې شبنامې، اعلاميي او پیغامونه خپاره شوي او په دې موده کې د هغه له نومه په افغانستان کې خونړۍ جګړه پرمخ وړل شویده.

همدارنګه دا چې د ملاعمر له مړینې دوه کاله او د حقاني له مړینې یو کال تیریږي، خو د افغانستان پر ضد جګړه کې د کمښت او سړښت پرځای زیاتوالی او تودښت راغلي، څرګندوي چې پخوا هم د هغوی د ژوند په مهال په جګړه کې د دغه دوه جګړه یزو سرخېلانو عملي ونډه، بې اهمیته او جګړه یوازې د دوی په نوم د پاکستان پوځ او ISI پرمخ وړې ده.

که څه هم د افغانانو دا حق خوندي دی، څو په دې اړه پوښتنه وکړي او ځواب يي ترلاسه کړي چې چا او ولې د ملاعمرله نومه داسې رسنیز فعالیتونه ترسره کړي او بلخوا يي د هغه له نومه په افغانستان کې خونړۍ جګړه پر مخ وړې ده؟

خو د پاکستان له خاورې او د ISI په مشرۍ په افغانستان کې د ترهګرۍ جګړې له تریخ شالید سره سره، د جګړې د نورې پراختیا د مخنیوي او د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو له لارې سولې ته د رسیدو لپاره هلې ځلې باید د جګړې د تریخ شالید تر سیورې لاندې رانه شي.

ریښتیا يي ویلي، په اور هغه ځای سوځي چې اور پرې بل وي!

دا چې ملاعمر په زهرو مړ شو او که په نوش دارو، چې بد ګرځي بد به پرځي! خو مړینه يي باید د نورې جګړې د مخنیوي او سولې لپاره یو نیک فال ونیسو.

د ملاعمر او همدارنګه د ده له مړینې سره یوځای د حقاني د مړینې له اعلان روسته، د جګړې د مخنیوي او د خبرواترو له لارې د سولې لپاره نظرونه په دوه بېلو بېلو لارو سره ویشلي ښکاري.

یو لوری چې پر بل لوري برلاسی ښکاري، وايي چې اوس د پخوا په نسبت د خبرواترو له لارې د سولې چانس زیات شوی او ټوله هڅه او پام باید د افغان لوري او طالبانو ترمنځ د خبراترو بیا پیل کېدا او سولې ته واړول شي.

بل لوری وايي چې د ملاعمر مړینې د سولې خبرې ټکنۍ کړې او په طالبانو کې به ځینې ډلګۍ، د پاکستاني استخباراتو ځینې کړۍ او د سیمې او نړۍ ځیني نور ښکېل ځواکونه، د خبرو اترو او سولې مخه ډب کړي.

د اګست په دریمه، افغان ولسمشر اشرف غني له جرمني څخه د ویډیو کنفرانس له لارې د هېواد د رسنیو له یو شمېر مسوولینو او خبریالانو سره په افغانستان او سیمه کې د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې وکړي. هغه پخپلو خبرو کې د ملاعمر د مړینې په تړاو وویل«د ملاعمر د مړینې معلومات د افغانستان د حکومت له لوري تایید شول او د افغانستان د حکومت د اعلامیې له خپرولو وروسته طالبان مجبور شول چې د هغه مړینه ومني.

جمهور رئیس د سولې د مذاکراتو په هکله وویل، زما ټینګار دادی چې مخالفې وسله والې ډلې باید خپلې سیاسي ستونزې د مذاکرې له لارې حل کړي، ځکه  اوس په افغانستان او سیمه کې د پایداره سولې د تامین او د جګړې د پای نوې لارپرانیستل شوې ده »

همدارنګه «هغه وروستي بدلونونه د سولې د مذاکراتو د بریالیتوب دریڅه وبلله.»

پخوا هم په دې اړه، د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې ویل شوی وو« افغان حکومت په دې باور دی چې د سولې مذاکراتو ته اوس تر بل هر وخت ښه زمینه مساعده ده. پر دې اساس، پر ټولو مخالفو وسلوالو ډلو غږ کوي چې له دې فرصته په استفادې، د سولې له خبرو سره یوځای شي.»

تاند بریښناپاڼې هم د سپینې ماڼۍ یو خبر رااخیستي او لیکي« سپینه ماڼۍ وايي، د ملا عمر مړینې د افغانستان سولې او ثبات ته لار هواره کړه» په دې خبر کې زیاتیږي«د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي رييس جان ارنیست تېره شپه په یوه اعلامیه کې وویل:د امریکا د متحدو ایالتونو استخباراتي ادارو له څېړنو وروسته څرګنده کړه چې د طالبانو پخوانی مشر ملا محمد عمر مړ شوی دی. سره له دې چې د نوموړي د مړینې دقیق څرنګوالی لا معلوم نه دی خو له لسیزو جګړو او د زرګونو انسانانو له وژل کېدو وروسته د ملا عمر مړینه د افغانستان د ثبات، او امنیت لور ته د پرمختګ لپاره یو بل فرصت دی.»

په افغانستان کې نړیوالو ځواکونو قوماندان جنرال کیمبل هم وايي« د ملاعمر د مړینې د خبر د خپریدو وروسته، اوس ښه فرصت دی چې د افغانستان حکومت طالبان سولې ته راوبولي. هغه دا هم وايي چې د ملاعمر مړینه به په طالبانو کې انشعاب راولي.

جنرال کیمبل دغه څرګندونې په هغه بحث کې وکړي چې د بروکینګز په انستیتوت کې (د افغانستان راتلونکي) په اړه جوړ شوی و.

جنرال کیمبل وویل: د ملا عمر د مړینې قضیه، او دا چې هغه دوه نیم کاله مخکې مړ شوی دی، تغیرات به راولي. د طالبانو په منځ کې به د انشعاب سبب شي. دغه به ځینې طالبان دې ته تشویق کړي چې ژر د سولې خبرو ته حاضر شي او امکان یې شته چې ځینې نور بیا ژر د داعش یا اسلامي دولت د ډلې سره یو ځای شي.

جنرال کیمبل وویل چې طالبان اوس پوهیږي چې ملا عمر څو کاله وړاندې مړ شوی دی او دوی به اوس له ځانو سره دا پوښتنه کوي ولې ورته دروغ ویل شوي و.

جنرال جان کیمبل وویل چې اوس د افغانستان او پاکستان لپاره فرصت دی چې طالبان د سولې پروسې ته وهڅوي.»

همدارنګه پرون د اګست په ۴ مه، د پاکستان پوځ لوى درستيز جنرال راحيل شريف « د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې د افغانستان او سيمې د سولې او ثبات لپاره مهمې او د دې بهیر رخنه ګر او تخريبوونکي یې د افغانستان او سيمې د سولې دښمنان وبلل.

د پاکستان پوځ مطبوعاتو دفتر ISPR پر سېشنبه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې لوى درستيز یې دا څرګندونې په راولپېنډۍ کې د پوځ جګپوړو قومندانانو په غونډه کې، چې د ملک اوسنۍ امنيتي وضعيت څېړلو لپاره جوړه شوې وه، کړې دي.»

که څه هم پاکستاني جګپوړو چارواکو پخوا هم د سولې په اړه د خبرواترو په اهمیت څرګندونې او ژمنې کړې، خو په عمل کې بیا جګړې دوام میندلی. دا ځل به هم وکتل شي چې د سولې او روغې جوړې په اړه دا څرګندونې او ژمنې څونه پرځای او عملي دي!

اوس دې کې شک نشته چې له ملاعمر روسته طالبان به په څو ډلو ویشل کیږي. افغان حکومت ته پکار دي چې د طالبانو هغه ډلو سره چې خبرو ته چمتووالی لري، د خبرو اترو لړۍ جاري وساتي او سولې ته يي رامات کړي. بلخوا باید د پاکستاني چارواکو سره هم چې د طالبانو حامي دي، خبرې وشي چې هغوی هم طالبان وهڅوي او هم خپله دې ته چمتو شي چې له روانې شخړې او جګړې څخه روغې جوړې او سولې ته د حل لار پرانیزي.

خو که له نویو حالاتو څخه ګټه پورته نه شي او په کور دننه او بهرځیني ځواکونه طالبانو سره خبرې اترې عبث وګڼي، په ولسونو کې شک خپور شي او د جګړې نغارې وغږول شي، د طالبانو یو غټ شمېر به په لویلاس د داعش په لور ورټېل وهل شي. په دې صورت کې دا ځواکونه باید په دې وپوهیږي چې افغانستان ته د دوی زیان او خطر د طالبانو له هغه برخې څخه چې اوس هم په جګړه ټينګار کوي، کم نه دی او دواړه د یوې سکې دوه مخونه دي!

د ۲۰۱۵ کال د اګست ۵ مه

سرلوڅ مرادزی