په پاکستان کې د ترهګرو د ملاتړ په اړه، د ولسمشر غني په روستي دریځ کې ویل کیږي« زه د پاکستان له ملت او دولت څخه پوښتنه کوم چې که فرضا یوه ډله دغسې یو قتل عام چې د کابل په شاه شهید کې وشو، په اسلام اباد کې تر سره کړي او دغه ډله د افغانستان په خاوره کې پناه ګاه ولري او زموږ په لویو ښارونو کې یې دفترونه او د روزنې مرکزونه وي، ستاسې عکس العمل به څه وي؟ ایا بیا به مونږ ته د دوستانو په سترګه ګورئ، که د دښمنانو؟»

همداراز ولسمشر د خپل دریځ په بله برخه کې زیاتوي« وروستیو څو ورځو وښودله چې د انتحاریانو د روزنې کمپونه او د بم جوړولو فابریکې، چې زموږ خلک وژني، د پخوا په شان په پاکستان کې فعالې دي. موږ سولې ته هیله لرله، خو د پاکستان له لوري د جنګ پیغامونه رالېږل کېږي.»

د پاکستان په اړه، د ولسمشرله روستي دریځ څخه نه یوازې په کور دننه غوڅ ملاتړ چې ساری يی پخوا لږ لېدل شوی ادامه لري، بلکې د سیمې ځينو هېوادو او نړیوالو هم له داسې دریځه څرګند ملاتړ اعلان کړ.

د اګست په ۹ مه،په افغانستان کې د وروستیو ترهګریزونو بریدونه په اړه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۵ غړو هېوادونو د لومړي ځل لپاره، اعلامیه خپره کړه چې د هغې په یوه برخه کې راغلي« د امنیت شورا غړي په ټولو امکاناتو، د ملګروملتو له منشور سره سم د ترهګرو له لوري نړیوالې سولې او امنیت ته له ګواښ سره د مبارزې پر اړتیا ټینګار کوي او هر ډول تروریستي اقدام که په هر هدف، د هر چا لخوا، هر ځای او هر وخت وي، جنایت او د نه توجیه وړ بولي.»

بلخوا نن د اګست په ۱۲ مه،په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفیر مایکل مکینلي وايي«هیواد یې د پاکستان په وړاندې د افغانستان د حکومت د وروستیو دریځونو ملاتړ کوي.

د امریکا سفیر د چهارشنبې په ورځ د افغانستان له اجرايي رييس عبدالله عبدالله سره په کتنه کې په افغانستان کې پر وروستیو بریدونو د ژور خپګان د څرګندولو په ترڅ کې دا حملې وحشیانه او بزدلانه وبللې.

ده وویل چې د امریکا متحد ایالتونه د پاکستان په وړاندې د افغانستان د وروستي دریځ ملاتړ کوي او نړیواله ټولنه به د ترهګرۍ په وړاندې د افغانستان حکومت او امنیتي ځواکونه یوازې پرېنږدي او اجازه به ورنه کړي چې دا هیواد یو وار بیا د تروریستانو پر ځالې بدل شي چې د نړۍ امنیت ته خطر پېښ کړي.

د امریکا سفیر ترهګري، تاوتریخوالی او انتحار د افغانستان او امریکا د خلکو او نړیوالو ګډ دښمن وباله او د هغه د پوپناه کولو لپاره یې پر کلکې مبارزې ټینګار وکاوه. تاند»

همداراز د سعودي عربستان چارواکو هم په کابل کې د روستیو بریدونو د غندنې ترڅنګ، د افغانستان له روستي دریځه خپله ننګه ښودلې ده.

داسې ښکاري چې د نړۍ ځیني هېوادونه په کور دننه د ترهګرو له ډاره هم اړوځي چې د تروریزم په وړاندې له افغانستان سره چې د مبارزې په لومړۍ لیکه کې ولاړ دی، خپله همدردي اوملاتړ څرګند کړي.

که د امریکا او اروپا پشان نړیوال ځواکمن هېوادونه د ترهګرو په ټکولو کې چې ځالي او اډې يي په پاکستان کې دي، له افغانستان سره په ریښتیا ودریږي، افغانان د دې وس او هوډ لري چې ترهګر هغه ځای کې له منځه یوسي، چیری چې پټنځایونه او مرکزونه لري.

افغانان نور له امریکا، اروپا او نړۍ څخه د دوی سرتیري او افسران نه غواړي او نه ورته اړتیا لري، بلکې د ترهګرو او د هغو د حامي دولت په وړاندې له دوي څخه د وسلو او مهماتو ترڅنګ، کلک سیاسي او معنوي نړیوال ملاتړ غواړي!

که افغانان داسې نړیوال ملاتړ چې هغه په خبرو او ژمنو کې یوازې نه وي بلکې عملي اړخ ولري، ترلاسه کړي، د ترهګرو په ټکولو کې د پاکستانۍ خاورې په دننه کې هم چې له هغه ځایه افغانستان او نړۍ ته صادریږي، عملیات کولای او هغوی له منځه وړلای شي.

ترڅو چې د پاکستاني دولت ( په تېره بیا پوځ او ISI ) په وړاندې چې د ترهګرو اصلي ملاتړی دی، د افغانستان پر محوریو ډول سیمه یزه او نړیواله ټلواله د کلمي په ریښتیني مفهوم رامنځته نه شي او د افغانستان په څنګ او ملاتړ کې ونه دریږي، سیمې او ټولې نړۍ ته به ترهګر تل له پاکستانه صادریږي او په افغانستان کې به د نړیوالو هڅې او شوې مرستې هم په اوبو لاهو کیږي.

افغانان د ترهګرو او د هغو د حامي دولت په وړاندې د خپلو امکاناتو او تدبیرونو ترڅنګ، د افغانستان له روستي دریځه د نړیوال شوي ملاتړ په ستاینه، د هغې نورې پراختیا او اغیزمنتوب ته سترګې په لار دي!

د ۲۰۱۵ کال د اګست ۱۲ مه

سرلوڅ مرادزی