سردار محمد همدرد

خبريال او ټولنه

 

خبريالي يو ډېر لوی هنر دی، زموږ په هېواد کې خبريالي کول ډېر ستونزمن هم دي، حتی د سر په بيه تماميږي.

خبريال د خپلې ټولنې يو ښه ترجمان دی، په نړۍ کې د مثبتو تغيراتو په راوستلو کې خبريالانو مهم او اساسي رول لوبولی دی، خبريالي يوازې دې ته نه وايي چې، ته مايک، کېمره واخله، تصوير او اواز ثبت کړې، بلکې ښه خبريال بايد د علم او پوهې خاوند وي، ليکوال وي، څېړونکی وي او له خپل مسلکه په پوره توګه خبر وي.

کله چې موږ د مسلکي خبريالانو خبره کوو، په مسلکي خبريالانو کې پورته هنر موجود وي، زه کله نا کله د يو شمېر خبريالانو په کړنو ځورېږم، هغه په دې مانا چې د دې سپېڅلي مسلک سره جفا کوي او ناوړه ګټه ترې اخلي.

يوه ستونزه چې سته په دغه ډګر کې داسې خلک ورګډ سول چې دا مسلک يې بدنام کړ، که څه هم له معتبرو رسنيو سره کار کوي خو بيا يې هم ونه سول کولی چې د ژورنالېزم اخلاق وساتي، اصول يې پر ځای کړي او په درنښت ورته وګوري.

ما خپله ډېری داسې خبريالان ليدلي دي چې د ژورنالېزم مسلک يې د خپلو شخصي ګټو قربان کړی، دښمني يې پرې له خلکو سره وکړه، ځينې خلک يې وځورول، چې همدا لامل دی د پاکو خبريالانو پر وړاندې هم اوس ګڼې ستونزې سته او تر ډېره څوک باور پرې نه کوي او يا مشکلات ورته جوړوي.

ژورنالېزم چې ډېره پاکه لاره ده، په نوره نړۍ کې خبريالان د ټولنې د سمون او فساد د ورکولو لپاره کار کوي، خلک هم د دغه ډګر لارويانو ته ډېر ارزښت ورکوي او په درنه سترګه ورته ګوري، خو زموږ په هېواد کې چې له يوې خوا ژورنالېزم نوی دی او تر ډېره مروج نه دی، بل پلو ځينو زورواکو او چارواکو هم دا مسلک انحصار کړی دی او نه پرېږدي چې پرمختګ وکړي.

حتی يو شمېر خبريالان موږ او تاسو وليدل د زورواکو لخوا ووهل سول، ووژل سول او تهديد سول، چې دا يوه لويه ستونزه ده، داسې ستونزه چې تر اوسه يې نه دولت غم خوړلی او نه هم خپلواکو ټولنو کومه ځانګړي پاليسي جوړه کړې ده چې د خبريال ژوند دې خوندي سي او د زورواکو له تهديد او ګواښ څخه وژغورل سي.

مطبوعات چې څلورمه قوه ګڼل کېږي، که وګورو په نړۍ کې يې د اداري فساد د مخنيوي، د نشه يي توکو او د انسانانو د قاچاق د مخنيوي، د تروريزم او افراطيت د له منځه وړلو، د ناقانونه کډوالۍ د مخنيوي او د هوا د ککړتيا په اړه د عامه پوهاوي په خپرولو کې ستر رول لوبولی دی او دا هغه موضوعات دي چې د نړۍ په کچه مطرح سوي دي او مطبوعاتو يې په مخنيوي کې لويه برخه اخيستې ده.

خبريالي چې د ټولنې د اصلاح لپاره کار کوي، د بې عدالتيو مخه نيسي او د ظالمانو رازونه افشا کوي، ورسره د ښه ژورنالېزم او ژورناليستانو له برکته ټولنه مختګ کوي او ښې حکومتولۍ ته زمينه جوړوي.

په ټوله کې خبريال بايد عالي اخلاق ولري، د لوی حوصلې څښتن وي، پاک نفسه وي، فساد ضد وي او د دغه مسلک د ښه مخته بېولو لپاره بايد د هيچا خيال او پروا ونه ساتي، نو بيا کېدلی سي چې هم مو ټولنه پرمختګ وکړي، هم ظلم او فساد ورک سي او هم د ژورنالېزم مقدس مسلک سپېڅلی وساتل سي.

په ټولنه کې د ژورنالېزم د غوړېدا په هېله!

۱۳۹۵ /۲/۱۵