څېړونکی: پوهنيار نور احمد اېمل

د هلمند فرهنګي وضعيت

۲۳مه برخه

دریمه برخه

په هلمند کي فرهنګي او ادبي فعالین:

احساس، حسنیه

حسنیه احساس د عبدالرحیم لور ده، په ۱۳۷۳ل. کال د غبرګولي پر ۱۶ نېټه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کي زیږېدلي ده، نوموړي خپل لومړنۍ زده کړي د لښکرګاه ښار د انجونو په عالي لیسه کي بشپړي کړي او فعالآ د هلمند پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځی د پښتو څانګي د لومړي کال محصله ده. اغلی احساس په هلمند کي د یوې سیمیزي راډيو(مسکا) چي ټولي خپورني یې ښځينو ته ځانګړي دي مسوله ده او همداسي د ډیوه د میرمنو ټولني چاري او مسولیت هم په غاړه لري، یادي میرمني په بېلابېلو وختونو کي یو لړ جایزي او مقامونه هم تر لاسه کړي دي، چي د ځينو یادول يې اړین بولم: د هلمند ولایت د ښځو چارو د ریاست له لوري په هلمند کي د غوره میرمني مډال، په ۱۳۹۲ ل. کال د هلمند ولایت مقام له خوا د ښځينه ژورنالستانو په منځ کي د لومړي ژورنالستي مډال او په دې وروستیو کي د افغان ښځو ټولنی له لوري د کال غوره پېغلي او فعالي میرمني جایزه او لقب اخستی دی. اغلی حسنیه درې چاپ ته چمتو اثر لري ( کاش پوهیدای! ) (ښځه او کور) ( ښځه او کورنۍ) دي. یاده میرمن شعر او ډېر وخت لنډي ادبي ټوټې لیکي، چي یوه بېلګه يې دلته راوړم.

هغه؟

هغه نه پوهیږم څوک؟

د کومه سو؟

د څه وخته زما د ژوند یوه برخه سوه؟

له کله يې زما زړه دومره خپل کړی دی؟

خو هغه زما د ژوند یوه برخه ګرځېدلې نه پوهیږم څنګه؟

خو!

هغه اوس زما ژوند دی، د هغه میني زما په رګ ـ رګ کي ځای نیولی دی.

هغه!!

چي کله زما پر ذهن او زړه خپور سو.

راته یې هر څه زده کړل.

هغه څه چي د ژوند په نوولس پسرلیو کي ورڅخه محرومه وم.

هغه!!

راته د ژوند کولو او د میني یو مثال وګرځېد.

لکه شاعر زما خیال یې رنګین کړ.

لکه طبیب زما د روح دوا سو

لکه اوښکه راته يې د میني زده کړه راکړه

خو هغه څوک دی.

هغه څوک، چي مینه یې راکړې ده.

نور په بله برخه کې. . .