امرالدین سرحد

 

د افغان توری شرنګ

 

دې ملک کې دافغان دتوری شرنګ دی

همدا ده څی دښمن دلته په تنګ دی

دا شاړي شاړي ځمکي دغه غرونه

خاوند یې هرافغان دی ورته ژمن دی

دې ملک کې دافغان دتورې شرنګ دی

اباد به کړووطن چې ټول ګلزاروي

شړوبه له دې خاورې استعمار وي

ایمان باندې ولاړ یوو خاوره ساتو

ساتنه فرض ګنو حق دوطن دی

دې ملک کې دافغان دتوری شرنګ دی

چې ګران افغانستان بولي افغان دی

دازما دی تني ورورپوخ یې ایمان دی

یوالی په افغان کې مدام شته دی

قوت یې دی همدې کې چې یورنګ دی

دې ملک کې دافغان دتوری شرنګ دی

روښانه مو تاریخ ددی وطن دی

پوه شوی کلی کورکې هرپتمن دی

سرونه مو ورکړي چې آزاد یوو

همدا ده څی دښمن دلته په تنګ دی

دې ملک کې دافغان دتورې شرنګ دی

اغزی زمونږ دهربوټی چوخیږی

په ډډه دپردې مدام لګیږي

له درده یې سوځیږي ټول اندام

شوکارې راته بریښي زخمي رنګ دی

دې ملک کې دافغان دتورې شرنګ دی

راځی څې وطن وژغوروله جنګه

آباد یې کړو ژغوروبه یې له بد رنګه

په څوژبوغږیږو ښه پوهیږو

دا پوهه مو یووالی دوطن دی

دې ملک کې دافغان دتورې شرنګ دی

په ژبه په مذهب مونږ نه بیلیږو

دګډکورله وتلوو مونږ ویریږو

ګډلوی شول ،لمسیان دګډې وینې

سرحد نصیب لیکلی دې قلم دی

دې ملک کې دافغان دتورې شرنګ دی

امرالدین سرحد

مسکو

۲۲/۰۵/۲۰۱۶