ژبه زما شوه پښتنه !

دا مې ژبه مورنۍ ده

زما د ژوند لویه ګاڼه

دوطن ژبې دي ډیرې

هر یوه یې هنګامه

په پښتو یې راته زده کړل

ژبه زما شوه پښتنه

ښایې دا ژبه دمینې

دامې ژبه ده خوږه

په دې غوټه خلاصومه

په دې ټول یم په جرګه

دغه زړی دراتلونکو

ویکره پاڼه شي شنه

شینکی نیال شي درته ونه

همدا تاته شي ګاڼه

که هرڅومره یې پالل کړې

درته رابه وړي میوه

ژبه ژبه مورنۍ ده

دا مې ژبه ده خوږه

امرالدین سرحد

مسکو

۲۹/۰۵/۲۰۱۶