باری عارض

 

د افغانستان لپاره کومه تیوری ؟

 

واقعیت خو دادۍ چی یو بیطرفه څیړنه وسی نه د چا سره مخالفت یا موافقت. سوسیالیستی او دموکراسی دواړی رالیږل سوی ایډه لوژی دی چی یوه هم د افغانستان د اوسنی اقتصادی او ټولنیز جوړښت سره مطابقت نه لریلکه څنګه چی د تپل کیدو پایلی یی عملا نړۍ او افغان ولس ولیدل دواړو ایډولوژیو د افغان ولس څخه نه جبران کیدونکی قربانی واخیستل او لایی اخلی. سوسیالیزم د خپل جوړښت له لحاظه تقریبا په ټولو هغه هیوادونو کی چی دا فلسفه یی منلی وه یو شان او مشابه اړخونه لرله خو دموکراسی ته که په ځیر وکتل سی غربی او شرقی اړخونه یی ډیر متفاوت دی کومه دموکراسی چی اسیایی او یا افریقایی هیوادو ته راوړل سویده د هغه تعریفاتو سره چی په غرب کی یی لری ډیره متفاوته او حتی کله کله نه پرتله کیدونکی ده په خاصه توګه زموږ په هیواد کی یی ډیره قهرجنه څیره لرله یوه نیمه لسیزه کیږی چی موږ د دموکراسۍ ترعنوان لاندی په وینو کی لغړو په مرکزو کی سړکان او مکتبونه جوړیږی او د ښځو د حقونو ناری سوری وهل کیږی خو کلی او بانډونه ویجاړیږی کوچنیان د تعلیم څخه بی برخی او ښځی په یو ناروا ستم کی ژوند تیروی نه یوازی حقونه نلری بلکه لوږی ځورولی دی او جګړو هم ځپلی دی حتی د نارینه حقونه هم تر پښو لاندی سویدی داسی معلومیږی چی دموکراسی هغه فربنده ناوکۍ ده چی چاته یی مخ وی نو مجذوب کوی یی خو چی چاته یی شا سی نو و تور لحد ته یی ورغوځوی که څه هم د تعریف په لحاظ داسی نده.باید یادونه وکړم تعریفات په اکثر مواردو کی عملی نه وی لکه بشری حقوق چی په اروپا کی یو ډول مفهوم لری خو که د امریکا او اروپا کړنو ته په اسیا کی ځیر سو بیا مشابه تعریف نلری همدا رنګه تروریزم په نړۍ کی واحد تعریف ندۍ موندلۍ.

خلاصه افغانانو ته دواړو تیوریو مرګ او ویرانی په ارمغان راوړه نړیوالو دومره رحم ونکړ چی پریږدی دا سُنتی ټولنه په خپل طبعی ډول تکامل وکړی او ځانته داسی دموکراسی یا سوسیالیږم راولی چی ددوی د ټولنیز جوړښت او اقتصاد زیږنده وی او ولس ته سوکالی راولی . د پردیو په لمسون د اسلامستانو له توړی وینی وڅڅیدی او د سوسیالیستانو تر برچی وینی تویدی. دا نړۍ وه چی افغانانو ته یی موقع ورنکړه چی د خپلو ملی زعماو تر رهبرۍ لاندی هغه د دموکراسۍ لړۍ ته دوام ورکړی کوم چی پنځو وطنپالو صدراعظمانو د تکامل کاروان د دموکراسۍ په لسیزه کی رهبری کول شاید دا کاروان به د نړۍ په تناسب ډیر ورو حرکت کاوه خو ملی رنګ یی درلو او د وطن دوستۍ سیالی پکښی را وزیږیده . په هیواد کی د دموکراسۍ په لسیزه کی چی پخپله د افغانان په مټ هرڅه د هیواد د دین او عنعنی سره سم پراختیا موندلی وه کوم داسی کمی یی نه لرله چی اوس یی غربی دموکراسی موږ ته په تحفه کی راکړی تر ټولو مهمه دا چی په دموکراسی کی انسانی کرامت نغښتۍ دۍ هغه څه چی زموږ په هیواد کی په روانه لسیزه کی د غرب په مټ دموکراسۍ کی نه تر سترګو کیږی .

هغه وخت چی د دموکراسی د لسیزی په نوم یادیږی اساسی قانون تدوین نه سو؟ مطبوعات د هیواد د اقتصادی توانمندۍ په اندازه ازاد نه وه؟ هغه وخت د بیان ازادی ، تظاهرات، انتقادات پر حاکمیت ، ورځپاڼی ، مجلی موجود نه وه ؟ هغه زمان په خپله توانمندی پارلمانی ټاکنی نه ترسره کیدل؟ هغه وخت حکومت او لوړ مقامات د لیاقت او پوهی پر بنسټ نه وه رامنځته سوی؟ نمونه یی پنځه صدر اعظمان وه چی هیڅ یو یی نه په شاهی کورنۍ مربوط وه او نه هم د کومی سرشناسی اشرافی کورنی یا روحانی کورنۍ را وتلی وه بلکه یوازی او یوازی د اهلیت پر بنسټ د صدارت مقام ته رسیدلی وه ، ایا هغه وخت د ښځو حقونه تر نن ورځی په لوړه کچه نه وه تامین سوی د مکتبونو دروازی د ښځو پرمخ خلاصی نه وی؟ په دولت کی یی دندی نه درلودی؟ خو تفاوت دا و چی هغه ټوله کړنی د افغانی ذهن محصول او په ولسی مټ رامنځ ته سوی وه او اوس په سوغات راته ډالۍ سویدی مهمه دا چی د تکامل په لحاظ هغه وخت زموږ او ګاونډی هیوادو تر منځ د نن په اندازه ډیر واټن موجود نه و هیڅ چارواکی هغه وخت فساد او ثروت اندوزی نده کړی داځکه چی هغه کسان اهل او د کافی ملی ظرفیت لرونکی وه.

همدا بهرنۍ تپل سوی تیورۍ وی چی ګاونډی هیوادونه او لیری هیوادونه یی وهڅول یا امکانات ورته مساعد سول چی په هیواد کی دننه او د هیواده بهر اجنټان وروزی ، مسلح کړۍ رامنځ ته کړی او د هیواد ټول بنسټونه د همدی کم ظرفیته افغانانو په لاس ویجاړه کړل سوه چی دا لړۍ تر ننه ادامه لری .که چیری په نوم مشران چی کله کله دغاصبینو او مفسدینو خطاب هم ورته کیږی واقعیتونه ته تن ورکړی خپل خدای ، ولس او هیواد ته مخه کړی عینی واقعیتونو ته په کتو نور ملی ګټو ته ژمن سی کولای سی اوسهم هیواد د تجزیی او اشغال څخه وژغوری د هیواد پنځه زره کلن تاریخ د ورکیدو په حال کی دۍ پاکستان او ایران افغانستان ته د خپل ملکیت په سترګه ګوری او ورځ تربلی په دی لاره کی قدم په وړاندی روان دی خو موږ ټوله یو او بل د هغه او دی مزدوران بولو حق نه منو واقعیتونه نه زغمو ثروت مو سترګی ړندی کړیدی غلامی په اساسی دنده بدل سویده شرم او حیا خپل معنی له لاسه ورکړیده خدای هیر کړل سویدی مادیاتو کاڼه کړی یو. اوس پاکستانی جنرالان کله کله امریکا ته ګوت څنډنه کوی چی هیڅوک نسی کولای افغانستان زموږ د منګولو وژغوړی او افغانستان خپل ستراتیژک عُمق بولی خو موږ اخته یو یو او بل د هغه او دی د جاسوس په تور تورنوو. که موږ نور هم پر یو و بل نیوکو ته دوام ورکړو ډیر نیژدی به هرڅه له لاسه ورکړو او ګاونډیان به خپلو شومو موخو ته ورسیږی که روسانو بی ثباتی راوستی وه نو ایا امریکایانو ثبات یا ټیکاو راوستی؟ ایا تر اوسه هم ځانونه نه سو پوهولای ایا زموږ د ماغی ظرفیت دومره کمزورۍ دۍ چی اوسهم نه پوهیږو؟.

که داسی فکر وکړو چی دا ټوله غمیزی تصادفی وی نو لویه تیروتنه به مو کړی وی د طالبانو تر چپه کیدو وروسته غربی نړۍ نه پوهیدل چی څوک یی پر افغان ولس مسلط یا وتپل ؟ ایا دوی ته معلومه نه وه چی څومره مختلف فکری بنسټونه یی سره یو ځای او د معجون مرکب په توګه یی حاکمیت وروسپارۍ ؟ ملیتی تضادونه چی ژوندۍ بیلګی یی د ټوټاپ پروژی په وړاندی دسایس، د ډاکتر غنی په وړاندی په لندن کی توطیه او د مزار حاکمیت دۍ، تصادفی او نه مهار کیدونکی دی؟ واقعیتونه ترخه خو تصادفی ندی.