امرالدین سرحد

سلما یې په هرات کې

راځه ته«هندوستانه»راکړه خپل دواړه لاسونه
سلما ټڼۍ به کیکاږو بدل به کړو وختونه
اوبه رڼا په ژوند کې لمړيتوب دژوندانه دي
دوستۍ کې کړوروښانه،دافغان تیاره کورونه
راځه ته هندوستانه راکړه خپل داوړه لاسونه

خړوبې شي داشاړې مالیدلی داسې خوب دی
اوبه کړي خپل پټې دابزګران لوی نارینتوب دی
هیوادکې خوارغریب چې شي بسیا دا یوهنردی
جکړې ته پای پیدا کړوورک به ژرکړوفسادونه 
راځه ته هندوستانه راکړه خپل دواړه لاسونه

سوله بسیاژوند،ښوونځي روغتون غواړي،افغان
دا ټول که رڼا نه وي تیاره ژوند دی د انسان
دا خوار چې افغانان دي ځوریدلي له پخوانه
اوبه له غروبهیږي جوړوبه ترې بندونه
راځه ته هندوستانه راکړه خپل دواړه لاسونه

خدمت کول دخلکو دعاقلو لوی همت دی
دوستۍ ته درناوی دګاونډي ښکلی صورت دی
افغان ملت دهند قدر کوي تاریخ یې روڼ دی
سلما یې په هرات کې راڼه کړي څراغونه
راځه ته هندوستانه راکړه خپل دواړه لاسونه

امرالدین سرحد 
مسکو 
۰۴/۰۶/۲۰۱۶