امرالدین سرحد

 

دښمن جوړ کړ

څه پخوا ښه زمانه وه
هرڅه خیرباندې غوښتل ول

مینه ،مینه وه په زړه کې
بی حجابه خدای منل ول

یوتربله لکه وړوڼه 
کورپه کورهرڅه پالل ول

دا پوښتنه نه وه ،څوک یې ؟
لروبرکه د کابل ول

اوس پوښتنې دقوم کاندي
مهاجرول که ناقل ول ؟

دښمن جوړکړدرزپه مونږکې
ځانته لار اوارول ول

دا خو څه کوۍ یارانو 
داسني شعیه موخپل ول ؟

ګورې سوچ وکړئ ای خلکو
دمشرانو ښه ویل ول

کرونده دښمن اوبه کړه
دنفاق زړي کرل ول

هماغه ورځې راغلي 
یوتربله زمونږوهل ول

اوس وژل کوو د خپلو
دتا لس زما خوشل ول

پردي وړي خاورې هم ګاڼي
دوي راتګ په چل ول ،ول

چا چې ومنل ډالرډیر
په فساد ځان یې لړل ول

داسې کس ته پروا نشته
دوطن لږ خرڅول ول

دې دښمن په مونږه وکړل
مونږ په خپلو کې وژل ول

زمونږ بری مخکې وه ولې؟
یو تر بله زمونږ منل ول

امرالدین سرحد
مسکو 
۱۱/۰۶/۲۰۱۶