جار دې شم وطنه

جاردې شم وطنه پردی برید کله منلای شم
ستادسترګواوښکې کله داسې ډیرزغملای شم
دلته دې زامن په ګډه ناست دي سنګرونوکې
ستا دپت عزت نوم په سرووینوزه ساتلی شم
جاردې شم وطنه پردی برید کله منلای شم

ګوره دشهید په وینوسره دا دښتې غرونه دي
دلته په دې ملک کې جنګیالي ګډولسونه دي
هریو یې افغان دی ګډه یې وینه ګډوطن پالي
زه له دې تودې مینې هیڅکله مړیدای نشم 
چاردې شم وطنه پردی برید کله منلای شم

داد«یورند ګرښه»به جلا نکړي د موربچیان 
لرو برپراته په دواړو خواوکې ټول ګډافغان 
څاري ددښمن لارې په سوړو او پیچوموکې
څه څې اوس تیریږي زه سرحدداسې لیکلای شم
جاردې شم وطنه پردی برید کله منلای شم

امرالدین سرحد 
مسکو 
۱۳/۰۶/۲۰۱۶