امرالدین سرحد

 

ګـورئ هـوښیاري وکـړئ

راشئ سره یو شو نورې لارې نن تړلي دي

هغه پرونۍ رڼې کوڅې نن تیارې شوي دي

راشئ یوګډسوچ ته په جرګه شوموده لنډه ده

هغه ځپل شوی لیوان بیرته په پښووشوي دي

ګورئ ورکیدوته مودښمن له هرڅه تیردی نن

ځینې زمونږکتارنه ددښمن خواته تیرشوي دي

پریږدئ تربګني راشئ یوموټی کاروان وباسوو

زمونږه لویې لارې ته دغلوو مشران وتلي دي

ګورئ هوښاري وکړئ دژونداومرګ کیسه ده نن

خاورې او ټاټوبي ته پردي نن ډیربرګ شوي دي

زه سرحداوس وایم هرافغان ته سرګریوان ته کړئ

ومنئ په خپلوکې ژوندي داادیرې نن ډکې شوې دي

امرالدین سرحد

مسکو

۲۴/۰۶/۲۰۱۶