په بهــر کی دوطن ګــوند دشــورا د رئیس دتسلیت پیغــــام

 

 

 

بسم الله الرحمن الرحیم

په ډیری خواښینی سره مو خبر واخیست چی دهیواد پیاوړی سیاسی څیره او دښځو دسیاسی بیداری  سرغندویه لارښوده آغلی دکتورس اناهیتا راتب زاد له دی نړی څخه سترګی پټی کړی .  انالله و انا الیه راجعون.

موږ په داسی حال کی چی دارواښادی دکتورس راتب زاد مړینه دهیواد  مترقی جنبش ته یوه درنه ضایعه  ګڼو دپاک خدای په درباره کی دهغی روح ته دمغفرت او کورنی او دوستانوته یی دزړه دصبر دعا کوو .

آمین یا رب العالمین

عبدالمبین مبین

په بهر کی دوطن ګوند دشورا  رئیس